
هلال مومند
ولسمشر کرزی او د هرات والي حسین انوري د شینډنډ د عزیز آباد ولس ته دفاتحې دپاره ورغلي ؤ. ولسمشر کرزي ډېرې خبرې وکړې. د نورو سیمو ولسونو په شان یې د عزیز آباد مسکین ولس ته هم د شهرک (ښارګوټی) د جوړولو، حج ته د لېږلو، بورسونه او ځمکو ورکولو وویل.
دا چې خلک شهیدان شو، یا دا چې د کرزي صیب متعصب والي (حسین انوري) تر اوسه د خپل ولایت دردېدلو خلکو ته نه ؤ ورغلی، او یا دا چې د کرزي صیب امریکايي ملګري د ۹۰ بې ګناه ولسي وګړو وژل نه مني او وایي چې پنځه یې وژلي، دا ټول به یوې خوا ته کېږدو. رابه شو دې ته چې ایا زموږ ولسمشر رښتیا وايي او که درواغ؟
ایا رښتیا هم ولسمشر د عزیزآباد خلکو ته ښارګوټی جوړولی شي؟ که د ولسمشر واکمنۍ ته وګورو، تر اوسه یې هیچا ته ښارګوټی نه دی جوړ کړی. هو ښارګوټي ډېر جوړېږي، خو ولسمشر نه، د ولسمشر ملګري یې جوړوي. ولسمشر ورته دولتي ځمکې د پارلمان له اجازې پرته د شپې په تیاره کې ورکوي او ملګري یې پرې ښارګوټي جوړوي.
تبلیغات نه کوم، روژه یم، تور لګول او درواغ ویل ګناه کبیره ده. د ننګرهار د حصار شاهي د دښتې ځمکه ولسمشر د خپلو نږدې ملګرو په منځګړیتوب د هېواد یو سوداګر حاجي نجیب زراب ته ورکړې ده چې ګل آغا شېرزی ورڅخه اوس لکه د شېر دفاع کوي او د نجیب زراب د سترګو تور دپاره د خلکو سترګې وباسي. په یوه مظاهره کې چې ولسي خلکو د دې پروژې ضد کړې وه، د شیرزي پولیسو دوه کسان ووژل. همدا راز د ښارګوټو د جوړولو دپاره یې په کندهار کې یې د دفاع وزارت ځمکه (عینو مېنه) خپل ورور او د هغه نورو ملګرو ته او په کابل کې دارالامان ماڼې ته څېرمه یې یوه پراخه ځمکه د کریم خلیلي ورور ته ورکړې ده
.
هو ښارګوټي جوړېږي، خو غریبو خلکو ته نه، د ولسمشر کرزي فاسد ملګري یې په دولتي ځمکو جوړوي. د عزیزآباد خلکو ته به کرزی هیڅکله هم ښارګوټی جوړ نه کړي. او که نه، دا ګز او دا میدان. ولسمشر دې نر شي او ښارګوټی دې ورته جوړ کړي. زه به په همدې برېښناپاڼه ترېنه بښنه وغواړم.
ولسمشر وايي چې د عزیزآباد د شهیدانو خپلوان به حج ته واستوي. ولسمشر دا خبره د ننګرهار د هسکې مېنې د قربانیانو کورنیو ته هم کړې وه. هغوی چې کابل ته لاړل، بیا د ګل خانې ماڼۍ ته څه چې د ولسمشر د بوټپاکانو دفترونو ته هم چا نه پرېښودل. د ولسمشر په دفتر او تړولو ارګانونو کې فساد دومره اوج ته رسېدلی دی چې د نوموړي لاسلیکونه په خلکو خرڅېږي. د ننګرهار معلم عزیز په غلط لاسلیک په دنده ګمارل شوی ؤ.د ولسمشر په امضا د عفیفو ښځو د عفت بربادونکي له بنده خلاصېږي (موږ نه پوهېږو چې څنګه. ځانته ولسمشر، د هغه ویاند، او د دفتر نور د شمالي ټلوالې پورې تړلي کارغان به پرې خبر وي) خو ولسمشر د خلکو له حاله نه خبرول کېږي.
ولسمشر وایي چې د عزیز اباد د خلکو بچو ته به (هر څو کسان چې وي) درسي بورسونه ورکوي. دا خبره یې هم سمه نه ده. ټول پوهېږي چې په کابل کې بورسونه څوک ورکوي او چا ته یې ورکوي. د بورس د اخستلو لومړی شرط دا دی چې دادا به دې پښتون نه وي! د ولسمشر فاسدو چارواکو هند ته څو زره کسان د درس دپاره ولېږل خو په عربي متحده اماراتو کې د کرزي صیب د یو ديپلومات په وینا ۹۰ په سلو کې محصلین له هنده بېرته راوتښتېدل. په دې مساله کې څېړنه نه غواړم. خبره دا کوم چې د کرزي صیب د شمالي ټلوالې ملګري بورسونه ضایع کوي او خرکاران پرې هند ته لېږي. د عزیز اباد د خلکو په شان چې بچي یې د دروازې د ټک ټک په وخت (څوک یې؟ وایي) په خوبونو کې به هم بورسونه وانخلي.
ولسمشر د شهیدانو پلرونو ته وویل چې که د کور ځمکه غواړي او که د کرهڼې ځمکه ورته به یې ورکړي. موږ ورته وایو چې د خدای دپاره، هغه خلک چې قبالې لري، او په تخار کې د کرزي صیب د ملګري قاضي کبیر او نورو لنډغرو له خوا خپلو ځمکو ته نه پرېښودل کېږي، د هغوی غم وکړه، هغوی ته انصاف ورکړه. کرزی صیب ښه پوهېږي چې تر اوسه پورې د ځمکو د ویش په مهال ځانته د نوموړي د سوداګرو ملګرو او د ټلوالو څښتنانو بخت بیدار دی.
ولسمشر به چې پخوا دا خبرې کولې موږ به ویل چې وعدې کوي، خو پخپله هغه هم پوهېږي او موږ هم پوهېږو چې اوس وعدې نه کوي، درواغ وايي.