
تکليز نظم
عندليب-دير
چې ټول کړي مې وه ياره ستا له لارې
هغه کاڼي اوس زما په کور وريږي
خپلې اوښکې مې په خپل ګريوان پيرزو شي
درد مې بدي شي چې لور په لور وريږي
----------------------------------------------
په دې ښار د سرمايې دوړې رالوتي
ته مې سترګې زه دې مخ نه مومم ياره
دا چې زه ترې د جنون کنډاو ته خيژم
بل د تيښتې کوم اړخ نه مومم ياره
--------------------------------------------
د تودې جذبې په زور به ترې خلاسيږې
ددې قيد په ديوالونو کې ور نشته
د تقدير سيوري ته مه کښينه ژوندی يې
خوار په دې يې چې په ځان دې باور نشته
---------------------------------------------------
ژوند مې داسې دی چې رب مې راته ياد وي
شيخه ته يې راته مه ښايه قلار شه
ښه به دا وي چې نه ښکار شې نه ښکاري شې
که زما منې د ګلو خريدار شه
----------------------------------------------------
دا مې دوه اوښکې په غم د بشر توي کړې
که مې غبرګې جنازې له کوره لاړې
د ضمير په شور کې ورک شوې عندليبه
لرې لرې د دنيا له شوره لاړې