په افغانستان کي لس كلني هلي ځلي د فساد قرباني شوي

سرچينه: واشنګټن ټايمز
د دې لپاره چي بهرني ځواكونه د افغانستان څخه په بريا ووځي، په كار ده چي د هغو افغان دولتي چارواكو مخنيوى وشي چي چور او چپاو يې جوړ كړى دى.
 
فساد په افغانستان کي تر ساده بډي وركوني (يا په عامه اصطلاح، شيرينۍ وركوني) تر كچي اوښتى دى، او داسي يوې مرحلې ته رسېدلى دى چي حتى د ولسمشر كرزي د شاوخوا كړۍ او كورنۍ غړي خپلي ګټي په جګړه کي خوندي گڼي، او كه چېري سوله راشي، نو ډېر څه به له لاسه وركړي.
 
د مركزي دولت څخه نيولې بيا تر پرمختيايي او امنيتي كراردادونو پوري، فساد د اوسني نظام په هره برخه کي ځاى لري او هغه څوك چي په وړاندي يې درېږي او يا خپل ږغ پورته كوي، پايله يې دا وي چي هيواد ته د ننوتو څخه منع کېږي. څه موده وړاندي ولسمشر كرزي له دې امله وتلى امريكايي سياستوال (ډانا رهابرچر) هيواد ته نه پرېښود چي نوموړي ادعا كوله چي كرزي او د هغه ملاتړ كوونكو داسي انحصاري لاري چاري په كار اچولي چي پر اساس يې نه يوازي خپل قدرت برقرار ساتلى، بلكي په زياته كچه پيسې هم لاس ته راوړي. د امريكا د استازو د جرګې د بهرنيو چارو د نظارت او پلټنو د كمېټې مشر، روهابرچر ته په داسي حال کي افغانستان ته د ننوتو اجازه ورنه كړل شوه چي هره اوونۍ د دغه هيواد د خلكو دوه بيليونه ډالره په افغانستان کي لګول کېږي. نه يوازي دا بلكي د تېرو يوولسو كلونو راهېسي نژدې (۲۰۰۰) امريكايي سرتېرو خپل ژوند له لاسه وركړى دى. په داسي يوه سيمه کي چېري چي واك د جنايتكارانو په لاس کي وي او هر څه د انډيواليزم پر بنسټ تر سره کېږي، دا معمول خبره ده چي فساد به د يو كاروبار بڼه غوره كوي.
 
د يادي خبري د ښه څېړلو لپاره په كندهار کي د تكړه نوښتګر پانګه وال، نسيم پښتون شريفي او قيوم كرزي تر منځ مسئله رااخلو. كه چېري د دوى دوو موضوع ته په غور وكتل شي، دا په ډاګه شي چي د واك لرونكو خلكو چلند پر عام خلكو څومره ناوړه تمامېدلاى شي. ګڼ شمېر افغانانو ته ورته اووه دېرش كلن شريفي هم پسله زياته وخته د طالبانو د رژيم د ختمېدو سره سم خپل پلارني هيواد ته راستون شو. ده هم غوښتل چي د خپل هيواد په جوړولو کي برخه واخلي او د هيواد د اقتصادي ودي د پياوړتيا لپاره پانګونه وكړي. ښاغلي شريفي د خپلو هڅو په پايله کي د اراكوزيا افغان اعلاناتو په نوم يوه اعلاناتي شركت رامنځ ته كړ او په عين حال کي يې په كندهار کي د سورغر اوونيزي په نوم د اخبار مشري په غاړه واخيستل. په كندهار کي د شخصي اوونيزي رامنځ ته كول هم د شريفي د هلو ځلو محصول و.
 
د نوموړي دغه كاروبار د سيمي په كچه څلورم لوى كاروبار و چي زياتو ځوانانو ته يې د كار زمينه برابره كړې وه. دا په داسي حال کي ده چي د نوموړي كاروبار نور هم په وړاندي روان و، او د بانكونو، ټيليفوني شبكو اعلانات او همدا راز د ناټو له خوا يې د نشه يي توكو ضد كمپاينونو قراردادونه تر لاسه كول. د ښاغلي شريفي كاروبار هله له پښو وغورځول شو كله چي د كندهار پخوانى ښاروال مرحوم غلام حيدر حميدي چي د قيوم كرزي د ډېر وخت ملګرى و، په دنده وګومارل شو. حميدي په خپلسرې توګه پر اراكوزيا باندي د (۶) فيصدو څخه (۶۰) فيصدو ته ماليه لوړه كړه.
 
كله چي شريفي د خپل حق پر غوښتلو ټينګار وكړ، په لسګونو اعلاناتي لوحې يې په زوره ورچپه كړې او له منځه يې يووړې. پر دې سربېره د نامعلومو كسانو له خوا د كندهار پوليسو په مرسته ورته مرګوني ګواښونه کېدل. همدا لامل و چي شريفي يو ځل بيا دې ته اړ كړل شو چي افغانستان پرېږدي. بالاخره قيوم كرزي چي په امريكا کي د يو ساده خوړنځاى مشر و، او اوس يې د نورو كاروبارونو تر څنګ امنيتي او بيارغنيز كاروبارونه هم په خپل واك کي اخيستي دي، د شريفي پر ځاى كښېنستى. قيوم كرزي د (كندهار انويتيف اعلانات) په نوم د اعلاناتو كاروبار پرانيستى. دا شركت د اراكوزيا په پرتله د خپلو خدماتو په مقابل کي څلور چنده زياتي پيسې اخيستلې.
 
دا خبره په (۲۰۱۰) كال کي د ټورنټو سټار ورځپاڼي تكړه ليكوال (ميچ پوټر) هم په اثبات رسولې ده. همدا راز په كندهار کي نورو مېشتو سرچينو هم دا خبره تثبيت كړې ده. قيوم كرزي د ولسمشر كرزي د كورنۍ يوازنى غړى نه دى چي د خپلو كاروباري سيالانو ته د ماتي وركولو په خاطر دي يې د زور څخه كار اخيستى وي. د ولسمشر حامد كرزي كوچني ورور مرحوم احمدولي كرزي د خپل زور څخه په استفاده نه يوازي د كندهار د ولايتي شورا د مشر په توګه ځان په زوره پر خلكو منلى و، بلکي د مافيي شبكو ته ورته وسله وال يې هم ساتل چي امنيتي كمپنيو ته يې بډي وركولې او د همدې لاري يې په ميليونو ډالره لاس ته راوړل. د ويكي ليكس له خوا په خپاره شوو اسنادو کي د امريكايي چارواكو د دغه كورنۍ واك پر كندهار باندي د \" نوي عصر د اشرافو حكمراني \" په توګه معرفي كړې ده.
 
د امريكا د ګانګريس موندني ښيي چي د امريكا مرسته شويو پيسو په افغانستان کي د جهادي قوماندانانو داسي يوه شبكه رامنځ ته كړې چي د ناټو د قراردادونو له خوا د لاس ته راغلو پيسو په مرسته نور هم بې نظمي او ناامنۍ ته لمن وهي. بل خوا امريكايي چارواكي هم په دې پوهېدلي چي په كندهار کي واك د ولسمشر كرزي د وروڼو په لاس کي دى او دا دوى دي چي ناامنۍ ته لمن وهي. د امريكا د ديموكراتيك ګوند يو فعاله غړي جاون ايف. ټيرني، يو وخت ويلي وو: ((له يوې خوا امريكا په خپله جهاديزم او فساد تقويه كوي، بل خوا د كرزي څخه غواړي چي مخنيوى يې وكړي.))
 
د ستونزي د حل لپاره بايد څه وشي؟
اول قدم: داسي يو معيار بايد وټاكل شي چي په هغه کي وړ، رښتيني، او باوري كسان كه څه د هيواد څخه بهر وي او كه دننه وي، وروسته يو انتقالي دولت رامنځ ته كړي او په هغه کي ورته كار وركړي.
 
دوهم قدم: هغه دولتي چارواكي چي ګرم دي او د پلټنو په پايله کي مجرمين وګڼل شي، بايد په عامه محكوم شي او د خپلو كړنو په مقابل کي ورته جزا وركړل شي.
 
درېيمه مرحله: افغانان بايد پرېښودل شي چي په خپله خپل دولتي سيسټم غوره كړي، هغه كه څه هم په عنعنوي توګه او يا هم په ديموګراتيګه توګه د ټولټاكنو په واسطه وي.
 
يو هم له دغو پورته كړنو څخه عملي كول آسانه خبره نه ده. ځكه دا يو معمول خبره ده چي وايي، \"چي عدالت نه وي، سوله هم نه وي.\"
كه چېري دغه ډول او يا هم دغو ته ورته حل لاري په كار وانه چول شي، نو واشنګټن بايد ژر تر ژره د افغانستان څخه خپل پښې سپکي كړي. د افغانستان ګډوډي د مركزي دولت د تاسيساتو كمزوري نه ښيي، بلکي هغه پروسه چي په پايله کي يې دغه نهادونه رامنځ ته کېږي. ايتلاف داسي جهادي شبكو ته دا واك وركړى دى چي تر وېش يې په چور خوشحاله دي. په افغانستان کي فساد ته نه پاملرنه د دې لامل شوه چي زيات ورسره مبارزه كوي او زياتو نورو بيا اميد له لاسه وركړ.