د اسامه بن لادن کونډى ......

 په دوهم د مۍ ٢٠١٠ ميلادي نيټه باندې په ايبټ اباد کې د امريکايې عملياتو وروسته پاکستاني چارواکو د اسامه بن لادن درى کونډى اوماشومان په  ايبټ ابادکې  له يادې ودانۍ څخه ونيول ، اوپه پلازمينه اسلام اباد کې يې يوه کورته انتقال کړل ، اوياد کوريې دهغوې لپاره په بند
ونوماوه ، پردغو تورسرو باندې په ناقانونه توګه په هيواد کې د داخليدواود اوسيدلو محاکمه پيل شوه ، محکمې د بن لادن درى کونډو او دوه ځوانانوته ديوې نيمې مياشتي بند او هر وګړې ته دلس زره لس زره جرمانى سزا هم واوروله ، اونهه ماشومانوته يې د کوچنيتوب له امله سزا ورنه کړه  ، داسامه بن لادن يمني کونډى چې امل  نوميږې ورور زکريا دخپلي خور په ګډون پرپنځوتنو لګيدلي جرمانه ځاى پرځاى ورکړه اود ښځو دبند موده له هغې ورځې پيل شوي وه چې له کومې ورځي څخه هغوې نيول شوي ؤ .
اسامه پنځه ودونه کړي ؤ چې دوو ته هغه په خپل ژوندکې طلاق ورکړي ؤ اود درى ښځواو ١١ ماشومانو سره يې د ايبټ ابآد ښار په يوه ودانۍ د ژوند ورځي شپي تيره ولي ، په کوم ځاى کې چې هغه په امريکايې عملياتوکې په شهادت ورسيده ، ديمن هيواد سره تړاو لرونکى امل صداح د بن لادن ترټولو محبوبه ښځه ياديږې چې هغه د اسامه سره واده وکړ د يولسم دسپټمبرڅخه وروسته چې امريکاپرافغانستان باندې بريد وکړ هغه د اسامه بن لادن سره په تورا بورا کې وه ، امل په دغه مهال پريوه خپه مرمۍ هم خوړلي وه ، اوهغې د ايبټ اباد د عملياتوپرمهال داسامه د ژغورلو لپاره په امريکايې عسکرو د ورټوپ کولو هڅه هم وکړه ، په يادو عملياتوکې د بن لادن ځوي خالد بن لادن هم وژل شوي ؤ داسې خبرونه هم شته چې سعودي حکومت دپاکستاني حکومت څخه پدې خوښې ښودلي ، چې پاکستان د اسامه بن لادن د سعودي تذکيري لرونکو کونډو اوماشومانوباندې د قانوني کړنو وروسته په خاموشۍ سره سعودي ته وليږدوي چې هلته به دهغوى شتون د هرچا پټ وي اوچاته به اجازه ورنکړاى شې چې له هغوى سره ليدنه ياتري سوال اوځواب وشي ، دپاکستان لويه پريشاني داسامه ديمني کونډه امل ده ، اويمني چارواکو هم د بن لادن د کونډي اود بچوپه اړه رضامندي ښودلي ده ، مګرددې ويره شته چې که هغه يمن ته ولاړه شې نو امريکايې چارواکې به له هغوى څخه سوال ځواب او پلټنو ته لارپيداکړي او ددې خبرې ويره هم شته چې امريکايې چارواکې په امل بآندې فشارونه راوړي ، اود خپلى خوښې خبرې به ترې اوباسې ، که امريکا لالچ او اويافشارسره داسامه د يمنې کوڼدې څخه دخپلې خوښې پربيان باندې بريالۍ شوه  ، او امل دې خبرې ته اشاره وکړه چې د اسامه بن لادن دپاکستاني پټوشبکو سره دهغې راشه درشه و ه ...................؟
نوداد سياسي موخو لپاره چې د پاکستان او دهغې په پټو شبکو باندې د فشارونو راوړلو لپاره کارولي شې ، ددې خبرې امکان هم شته چې داسامه د يمني کونډې اوبچو ته يې کوم اروپايي هيواد سياسي پناه ورکړي ، پدې ډول به نړۍ والو ته د ا باور ورکړاى شې چې داسامه خپله ښځه او بچيان د هغه د سختو خيالاتو او نظرياتو سره متفق نه دي ، او ددغو فکرونواوخبرې له دې امله اثباتيږې چې د بن لادن ديمني کونډې ورور زکريا يوې برتانوي ورځپاڼې ته په مرکه کې ويلې ؤ چې دهغه خور د برتانوي شاهې خاندان سره ليدنه اوپه برتانيه کې دسياسي پناه غوښتلو ارزو لري ، د زکريا په وينا دهغه دخورويناده چې برتانوى وګړي سخت دريزه نه دي بلکې هغوى لبرل دى اوهغه دخپلو ١٥ اولادونو په گډون د برتانيه په لبرل چاپيريال کې خپل ژوندتيره ول غواړي  ، ياده دى وي چې داسامه يوځوي هم د خلاص فکرخاوندؤ اوله وړاندې څخه يې دپلار د نظرياتو او فکرونو څخه بغاوت کړي ؤ اويوې انګريزې ښځې سره يې واده کړيدى ، د بن لادن کورواله ته د محکمې له لورې ورکړل شوي نرمه سزا کيداى شې د طالبانو له لورې د ويرې کومه پايله وي ، ولى چې طالبانو دخپل مشر د کونډو په زنداني کولو اوهغه کونډې خپل هيواد ته په  نه  ستنولو باندې ډير دغوصې او قهر په ښکارولوسره  پاکستاني حکومته ګواښونه ورکړي ؤ او ويلې يې ؤ که حکومت د بن لادن کونډى او اولاد له بندڅخه خلاص نه کړل نوپروينايې هغوى به په لوړپوړو قاضيانو ، او عسکرو باندې د ځانمرګو بريدونو ، او د بمونو د چاودنو يوه لړۍ پيل کړي ..............؟
څه موده وړاندې په بنو سيمه کې طالبانو پريوه زندان بريد وکړ او ٣٨٤ بنديان يې په اسانۍ سره دازادولو وروسته پدې خبره کې شک نه شته چې طالبان يوازې پټکې نه کوي بلکې په عملي توګه له وړاندې ډيرفعاله دي ............؟
په اوسنى وخت کې پاکستان يو خوا ډانګ او بله خوا پړانګ خبره ده ، اوهمداوجه ده چې د بن لادن د کونډو اودهغوى داولادونو دسزا پوره کيدو څخه وروسته د پاکستان وزارت داخله هغوى له پاکستان څخه د باندې پريخودولو بآندې زړه نه ښه کاوه ......... مګرهغوې اوسمهال له  پاکستان څخه تللې دي .....................؟؟؟؟
بن لادن چې ترڅو پورې ژوندى ؤ نود افغانستان او پاکستان لپاره يې ستونزې زيږولې اوله مرګه وروسته خو افغانستان ته کومې ستونزې نه زيږوي ، مګر دپاکستان لپاره يې له مرګه وروسته ډيرې ستري ستونزې وزيږولي دى ، پاکستان په يوداسې ځاى کې دى چې يوې خواته يې وسله وال طالبان په سرولاړدي ، اوبلى خواته امريکايې اواروپايې هيوادونه د اسامه بن لادن د يمني کونډي د زندان د ازاديدو وروسته هغې ته د لاس رسي اوله هغې څخه دخپلي خوښې بيان د سياسي موخو لپاره تري کاراخيستلاى شې اود پاکستان اودهغې د پټو شبکو پرخلاف يې کارولى شي .
 
 
ليک : مسيح الله عصام                
 Masihullah_asam@yahoo.com
Masihullah_asam@hotmai.com