د بل په اشارو د خپلو مشرانو سپکاوی

په یو جومات کې د لمانځه ادا کولو ته یو څه وخت پاتې ؤ او ډیرو خلکو د ذکر، تلاوت او نفلو په ترسره کولو سره د لمانځه انتظار کاوه. په دې وخت کې د یو نفر څخه باد ووتل او غږ یې ټولو خلکو واورید. خپل نژدې او ترڅنګ ناست ملګري ته یې وویل چې لاړ شه اودس وکړه. هغه ډیر په حیرانتیا ور وکتل او په غوسه یې ورته وویل چې: باد د تا نه لاړل او اودس زه وکړم؟!!!. هغه چې یو سپین سترګی او بې شرمه سړی ؤ، ورته وویل چې: خیر دی، له ما څخه دې باد وتلي وي، خو لاړ شه اودس وکړه. د دوی ترمنځ دغه خبرې څو ځلې تکرار شوې او خبره لفظي شخړې او لاس اچولو ته ورسیده. خلک پوی شول چې کېسه خرابیږي، نو د جومات ملا امام ته یې واک ورکړ چې فیصله وکړي. ملا په غوسه ورته وویل چې: لاړ شئ دواړه اودس وکړۍ او د جومات ملازم به تاسو وڅاري چې اودس مو کړی او کنه. د ملا فیصله وه، دواړه لاړل او اودسونه یې وکړل؛ کله چې لمونځ ادا شو او خلک د جومات څخه راووتل. هغه کس چې باد ورڅخه تللي ؤ، ورو غوندې هغه بل بې کناه کس ته ورنژدې شو او په غوږ کې یې ورته وویل چې: څنګه مې خپل شی درسره شریک او په منځ نیم کړ.
په افغانستان کې ځینو لیکوالو او خبریالانو هم د ملا غوندې فیصلې او پریکړې پیل کړي دي. ملا خو ښه ؤ، واک او نظر خو یې خپل ؤ، خو زموږ ځینو لیکوالانو او استخباراتي معلوماتو ترلاسه کوونکي بیا د پیسو او مقام او یا بل امتیاز له پاره د جنګي جنایتکارانو، د ځمکو غاصبینو، د مخدرو توکیو مافیا، د پردیو جاسوسانو، تښتوونکو، د شهیدانو د وینو خرڅوونکو، فساد ګرو، بې علمه او نورو بیلابیلو مجرمینو د دفاع له پاره کار پیل کړی دی ترڅو د دوی جنایتونه او خیانتونه، د پاکو، وطنپالو، مسلکي او با تجربه اشخاصو سره شریک او د دوی شی پر هغوی وروتپي.
افغانستان په رښتیا د عجایبو وطن دی، دلته هر څه سرچپه دي. تور سپین دی او سپین تور.
دا د دقیقو، کره او د رسنیو څخه د نويو راوتلو استخباراتي معلوماتو ترلاسه کوونکي چې د ټکنالوژۍ په دې چټکه زمانه کې هر څه تر هر چا رسیږي، نو موږ ته او نورې نړۍ ته ولې نه رسیږي. که دا امتیاز یوازې ددې ځوان دی او بس. که چیرې دا کار د افغانستان د ښیګڼې او عدالت له مخې کوي، نو بیا خو افغانستان د مجرمانو او خاینانو څخه ډک دی، ولې دغه د کره او دقیقو استخباراتي معلوماتو ترلاسه کوونکی څښتن همداسې چپ ناست دی. په دې هیواد کې په زرګونو داسې خلک شته چې په کور کې یې یو خر نه درلود او اوس په څو مرمۍ ضد موټرو کې ګرځي، په سلګونو ودانۍ لري، خپل خپلوان یې په خارج کې درس وایي، ټول شرکتونه او تجارتي کاروبار د دوی دی او د بهرنیانو ټولې پیسې د دوی جیبونو ته روانې دي او دا هر څه د لمر غوندې ښکاره دي او کوم ثبوت او سند ته هم اړتیا نه لري. ولې هغوی داسې سپینې کوترې دي؟!!!
دغه د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کوونکی دومره زورآور پیریان لري چې څارګرې ادارې او خبري رسنۍ خبرې نه دي، خو دی لکه چې د پیښې شریک یا د جنسي هدف واله دده د خپلوانو څخه وي او ده ته یې خبر ورکړی وي. ته که دومره په وطن مئین یې، نو د ولسي جرګې د وکیلانو څخه یوازې یو وکیل خو خلکو ته بربنډ کړه چې د بودجې د تصویب له پاره یې د مالیې له وزیر څخه پیسې اخیستې وي. بله خبره داده چې بودجه خو د وزیر شخصي ملکیت نه دی چې د تصویب له پاره به یې چا ته پیسې ورکوي. دا خو د ملت شتمني ده او وکیلان د ملت استازي دي.
د ټولو درنو او شریفو هیوادوالو څخه ډیر په درنښت هیله کوم چې د داسې استخباراتي معلوماتو ترلاسه کوونکو ته غوږ ونه نیسي، هغوی د پیسو له پاره او د واقعي مجرمینو د ګناهونو د پټولو له پاره د پښتنو ملي او علمي کدرونه او مشران څوک د طالب په نامه، څوک د حزب اسلامي، څوک د افغان ملتي او څوک د خلقي په نامه، بدناموي ترڅو د پښتنو حقونه او امتیازات ددې لارې څخه ترلاسه کړي. د رسنیو څخه هیله کوم چې د داسې خلکو د لیکنو د خپرولو څخه ډډه وکړي چې د خلکو سپکاوی په کې کیږي، شخصیتونه وژل کیږي او د خلکو د بې اعتمادۍ لامل کیږي.
خدای دې حق ویونکي کامیاب لري، نه استخباراتي جاسوسان چې د یو خارجي جاسوس په وینا باور کوي.