هغه خو ښاروالۍ واله یوړل

لنډه کیسه
لیکوال : یوسف ظریفي (فقیرزی)

سهار وختي له خوبه راپاڅیده ، لمړې ئي زړې مور او بیا ئي اووه کلن ورور ته وکتل دواړه په خواږه خوب ویده وو ، سمدواره له بیسترې راجګه شوه یو سوړ اسویلی ئي وایست بیا ئي شکر وکړ چې ځه خدای خو راته دا ګلالی ورور او مور پاتې کړي دي ، که دوي نه وای ما به څه کول ؛ هغوي یوه وړه خو خوشحاله کورنۍ درلوده پلار يئ ښوونکی وو خو دا ډیره موده کیده چې د کلي د ښوونځي په منځ کې د یوې چاودنې په وجه مړ شوی و او همدا دریواړه ترې بې څوکه پاتې وو ، جینۍ ژر ژر اوبه تودې کړې او مور ئي د لمانځه کولو لپاره راپورته شوه ، اودس کولو په نیت روانه شوه او دا په لمانځه ودریده له لمانځه نه ئي وروسته خدای ته ښې ډیرې دوعاګانې وکړې همدا چې لمر راوخته څو شکورونه چې له دربو نه ئي جوړ کړي وو په یو څادر کې ئي وتړل او مور او ورور ئي د بازار په لور روان شول همدا چې هغوي له کوره ووتل خوشحالیو ئي په زړه کې ولولې پيل کړې ، له ځانه سره په خبرو پيل شوه : ځه که دا شکورونه ټول خرڅ شول نو مور به مې پرې ښه ډیره سوده کورته راوړي .
بیا به ئي وویل : او بیا به نو دا خبره نه وي چې زه مې وړوکي ورور ته دروغ ووایم چې ته خو نن نا وخته پاڅیدې مونږ خو لتانه چای خلاص کړی دی .
د پلار له مرګه وروسته به چې هر کله هم هغوي کره بوره او چای خلاص شول نو بیا به ئي ورور ته په خپلې سپيڅلې ژبه چې بې د پاک خدای د ذکر نه ئي د بل څه په ویلو نه وه عادت کړې وویل چې : ورورجانه مونږ خو لتانه چای خلاص کړی دی ، نو خپه کیږې ولې ته ناوخته راپاڅیدې او نور..........
لمر لا ښه ګرم شوی نه و چې مور او وړوکی ورور ئي ښار ته ورسیدل د لوی لارې په یوې چنه کې کیناستل څو ئي چې د شکرونو غوټه خلاصوله یو کس چې دیرشي ئي په تن وه راغی او په قهر ئي ورته وویل چې : ځه لدې ځایه لاړه شه یو خو تاسو خیرمارو ځان شرمولی دی ، سپين سرې کونډې چې څو خبرو کولو ته ځان جوړولو راغلي کس بیا په قهر وویل : ته لکه چې په خبره نه پوهیږې . سپين سرې ته د ویلو څه پاتې نه شول او له دې ځایه روانه شوه .
یتیمه جینۍ په کور کې ډیره خوشحاله ګرځیده د کور کارونه ئي ټول خلاص کړي و او اوس نو د وړو د هغه لوي لوښي په لور ورغله چې پخوا به هر وخت له وړو ډک وو خو د پلار له مرګ څخه وروسته د دوي کور بې له غمونو څخه نور له هرڅه نه خالي کړی وو خوشحاله وه چې که د خدای رضا وي او شکرونه خرڅ شي نو مور به ئي له ځانه سره وړه هم راوړي او بیا به نو دا نه وي چې ورور مې راته ووایي چې خورې ماله یوه پراټه پخه کړه ، ته وګوره د کلي ټول ماشومان په سهر کې پراټې پخوي ، خو دې به وړوکي ورور ته داسې نه شو ویلی چې وړه په کور کې نشته له مایوسۍ په په قهر شوه ، ته ګورې نه چې زه کار کوم او بیا به ئي له زرکنو سترګو نه اوښکو لکه د مرغلرو په شان دانه وانه راپریوتې .
سپين سرې کونډه د ښار په یوه بله څنډه کې ناسته وه او شکرونه ئي کتار ایښي وو هر لاروي ته به ئي په وروشان وویل شکرونه واخلئ خو هر سړی به ترې تیر شو دا همداسې ناسته وه چې ښاروالۍ واله بیا راغلل خو دا ځل ښاروالي نه وه يو طوفان و هغه طوفان چې کورونه يئ ورانول ، د زړه کورونه او د هغو بې وسو کورونه چې یا ئې د سړک په غاړه په کراچۍ الوګان خرڅول او یا ئې لکه د دغه تورسرې په شان نور څه ...........
وايي کاڼی راځي د یتیم په سر لګیږي ، حقیقت دی ځکه چې ښاروالۍ واله راغلل او دا ځل ئې د تور سرې کونډې په زړه داسې ګزارونه وکړل چې هغه د کونډ توب د لمړۍ ورځې نه هم سخت وو ، ښاروالۍ واله دا ځل هغه شکرونه چې یتیمې ماشومې په خپلو ګلالیو لاسونو له هغو دربو څخه جوړ کړي وو چې زړې مور او یتیم ورور ئې د لاسونو په غوسیدو راوړي وو ؛ ټول ئې د ښاروالۍ په ګاډي کې ورختا کړل ، تور سرې کونډې که هر څومره چیغې نارې وکړې خو دا د لوړو مقاماتو پریکړه وه ښاروالۍ والا څه نه شو کولای هغوي یواځې همدا کولای شو چې له هر چانه په سرک پراته مالونه چې بچو ته د مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره يي ایښي وو د کثافاتو موټر ته ختا کړي او ټول د ښاروالۍ ګودام ته یوسي او بس.
مازدیګر نا وخته وو لمر په پریوتو وو یتیمه جينۍ کور کې ډيره خوشحاله وه د دروازې له کړپ سره به ئې په سترګو کې د مور په لاس کې ډيره سودا ولیده خو بیا به ورته ډير ژر روښانه شوه چې دا یو خیال و ، خو بیا هم په زړه کې خوشحاله وه تقدیر څه کوي انسان په دې نه پوهیږي هغه په زړه کې خوشحاله وه تمه ئې هم ډيره وه خو پریکړه چې تقدیر کومه کړي وي همغه کیږي دا ځل دروازه رښتیا خلاصه شوه خو هغه فکر چې یتیمې جینۍ کاوه پوره نه شو بلکه دروازه داسې خلاصه شوه لکه څو کاله پخوا چې ئې د پلار مړی د کلي د خلکو لخوا په کټ کې راوړل شوی و ؛ مازیګر مهال و چې د کلي خلکو ئې مړی د مکتب سره نږدی مندلی و یواځې همدومره ویل کیده چې نا معلومه وسله والو کسانو وژلی دی .
یتیم هلک او تور سرې کونډه په دروازه داسې را ننوتل لکه څو کاله وړاندې چې د مړ ښوونکي (د ماشوم پلار) له قبر څخه راستانه شوي وو ، هغه ځل هم دواړو ژړل او دا ځل ئې هم ژړل، خو فرق ئې دا وو چې هغه ځل ئې د مړو په هدیره کې ژړا کړیوه او دا ځل ئې د ژوندو په هدیره کې .
یتیمه جینۍ په منډه د ستړې مور خواله ورغله لمړی ئې ترې د سودا پوښتنه وکړه ( مورې وړه دې رانه وړل ؟ مورې ! غوړي دې را نه وړل ، مورې ! بوره ، چای ګوړه .......) او بیا ئې ور غبرګه کړه ( مورې ! تا ته وایم ) مور ئې چې د ښار د واکمنو د ظلم د لاسه له خبرو وتلې وه یواځې ئې په بنده بنده لهجه همدومره وویل چې: ( هـ هـــ هغــ هغه خـ خــو ښـــ ښـــار ښاروالۍ واله یوړل)
او بیا دریواړو داسې ژړا پيل کړه لکه تازه چې ئې د کورنۍ مشر له لاسه ورکړی وي او د کلي خلکو ئې مړی راوړی وي .
ننګرهار کلید \ جلال اباد
۰۰۹۳۷۷۲۳۲۵۴۲۱