دمسلمانې ښځې لباس:


كه څه هم چې دښځې لپاره په اسلام کې کومه خاصه جامه نه ده تعیین شوې، په دې معنی چې په چادرۍ کې به ځان پټوي، لکه افغاني میرمنې؟ او که به حجاب اغوندي لکه عربي مېرمنې، او که به په لوی څادر یا ټیکري کې ځان پټوي؟ ځکه داسلام دمبارک دین هدف دښځې پټوالی، پرده او ستر دی، باید یوه مسلمانه ښځه مستوره او په پرده کې وي، هغه که په هر ډول وي، خو علماي كرامو درسول الله صلی اللهعلیه وسلم مبارکو احادیثو ته په کتو سره دمسلمانو ښځو دلباس او جامې لپاره څو شروطونه ټاکلي دي:
۱ – کومې جامې چې ښځې یې دعامو او پردیو خلکوپه وړاندې اغوندې هغه به په خپل ذات کې زینت او ښایست نه وي، ځکه په دې سره دنارینه پام ور اوړي، لکه اوس يې چې ډېر ښځې بهرته دوتلو پر وخت اغوندې، كه یې په خپل کور کې دمحارمو په وړاندې اغوندي هېڅ خبره نه ده، دپردیو او غیر محارمو په وړاندې سرې، شنې او رنګارنګ ګلداره او چمکداره جامې اغوستل دښځو لپاره ناروا دي.
2 _ نرۍ به نه وي، په داسې ډول چې بدن یې ترېنه ښکاره شي، ځکه په دې سره ښځه نوره هم دنارینه وو لپاره دفتنې سبب ګرځي، لکه اوس چېډېرې ښځې دا کار کوي, داسې نري کمیسونه او ټیکري یې اغوستي او پر سر کړي وي چې بدن او ویښتان یې ترينه ښکاري.
۳ ـ تنګې به نه وي، په داسې توګه چې دښځې دبدن غړي وښيي، او دا له لوڅوالي او بربنډوالي نه ډېر خطر ناکې دي،چې په دې کې پتلون هم راځي، ځکه پتلون دبدن غړي جلا جلا ښيي، په تېره بیا دنارینه وو دبدن غړي، ډېر داسې کسان چې پتلونونه یې اغوستي وي، نه سړی دمخ لخوا ورته کتلی شي، او نه دشا له خوا، مجبور وي همداسې ښکته به ګوري، یوهغه آزاد پرتوګ ته ورته پتلون دی چې دبدن غړي نه ښيي، او یو دغه کوبای موبای اونورې بلاوې دي, چې ددې دواړو تر منځ علماوو فرق کړی دی.
۴ – خوشبویه او معطره جامه به نه وي، ځکه خوشبويي کله کله دومره اثر کوي چې نظر او كتل یې هم نه کوي، او په دې اړه حدیث شریف هم دی چې وايي: (أيما امرأة استعطرت فمرت على قوم ليجدوا من ريحها فهي زانية) هره هغه ښځه چې عطر ووهي او بیا دخلکو پر مجلس تېرېږي چې هغوی یې خوشبويي حس کړي نو دا زناکاره ده.
۵ ـ داسې جامه به نه وي چې له نارینه وو سره یې مشابهت پرې وشي، ځکه په حدیث شریف رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه نارینه چې ځان له ښځو سره مشابه کوي، او هغه ښځې چې ځان له نارینه وو سره مشابه کوي ملعون بللي دي.
۶ ـ داسې جامه به نه وي چې له غیر مسلمو ښځوسره یې مشابهت پرې راشي. او نن ورځ دښځو پتلون اغوِستل دا دواړه مشکلات لري، هم له نارینه وو سره مشابهت پرې راځي، او هم له غیر مسلمو ښځو سره.
يوه خبره چې ځينو علماوو اشاره ورته کړې هغه دا ده چې دوی وايي یوه ښځه کولی شي دخپل خاوند لپاره پتلون واغوندي، خو چې بل څوک یې ونه ویني، مګر دا خبره ځکه ډېره مهمه نه ده چې ښځه دشریعت له نظره کولی شي د خپل خاوند په مخ کې چې بل څوک نه وي ورسره هېڅ وا نه غوندي، که څه هم چې اولی اوبهتره خو ادب دی، خو کېدای شي ددوی هدف دا وي چې په مطلق ډول دښځو لپاره پتلون اغوستل ناروا نه دي، بلکې په هغه وخت کې چې پرته له خاوند نه بل څوک یې ویني هلته بیا ناروا دي.
اوبله خبره علمای کرام داسلامي ټولنو دعرف او عادت کوي خو چې له شریعت سره په ټکر کې نهوي، او که له شریعت سره په تکر کې وو بیا جواز نه لري، په ځينو اسلامي ټولنو کې یولباس خاص تر نر پورې وي، مګر په بله ټولنه کې هغه بیا دښځو لپاره هم وي، نو په کومه ټولنه کې چې یوازې تر نر پورې وي دهغه ځای ښځو ته جواز نشته چې وایې غوندي،او په کوم ځای کې چې یوازې تر نر پورې خاص نه وي هلته یې ښځې هم اغوستی شي، اوسزمونږ افغانانو په افغاني مسلمانه ټولنه کې پتلون په هېڅ ډول دښځې لباس نه دی، بلکېدولس قاطع اکثریت پتلون دنارینه وو لپاره هم نه خوښوي، او پردی لباس یې ګڼي، بلکې څوک یې چې اغوندي بد پرې وايي، او په دې کې خو هېڅوک شک نه کوي چې پتلون زمونږ ملي لباس نه دی، بلکې زمونږ ملي لباس کمیس، پرتوګ، واسکټ، پګړۍ یا خولۍ، او څادر دي،دواسکټ او څادر پر ځای که جمپر یا کورتۍ، او یا دسمال وي هم خلک څه نه وايي، مګرکمیس، پرتوګ او خولۍ چې نه وي نو عیب بلل کېږي.
دتعجب ځای دا دی چې ځینې کسان دافغاني تاریخ،افغاني غیرت، افغاني دود او کلتورې خبرې په خورا خوند سره کوي، په دې اړه لیکنې کوي، او پر خپل دود او کلتور ویاړي، خو خپله یې په ځان کې دافغاني دود او کلتورنښه هم نه لیدل کېږي، ځان یې تیار داسې کړی وي ته به وایې کوم اروپایی یا غربی دی،او حال دا چې دنړۍ په کچه هر قوم او هر ولس کوشش کوي چې خپل کلتور او خپل دود وساتي بدل يې نه کړي، ځکه د دود او کلتوربدلول دکمزوریتا نښه ده، هغه څوک خپل کلتور بدلوي چې دکمي او کمزورتیا احساس وکوي،خپل ځان تر نظر کم ورشي، بد ورته ښکاره شي، او دهغه چا دود او کلتور خپلوي چې په هغه کې په خپل ګومان دځان لوړوالی او عزت ورته ښکارېږي، او دا رنګه خلک بیا هر وخت او په هر ځای کې خپل ځان بدلوي را بدلوي، خپله واضح موقف او دريځ نه لري، او همدارنګه خلک بیا تر ډېره پورې دنورو په سترګو کې کم وي، او هغه څوک چې پر خپل روا دوداو کلتور ټینګ ولاړ وي هغه ته ټول احترام کوي، دیو ځواکمن شخص په حیث یې پېژني. 
متاسفانه چې دتاریخ په اوږدو کې زمونږ ځینې افغانان دیرغلګرو له کلتور نه متاثره شوي، دهغوی دکلتوري یرغل په وړاندې یې دمقاومت توان له لاسه ورکړی، په ډېر لنډ وخت کې یې خپل هر څه دنورو لپاره پرېښي دي، اوداسې ګومان یې کړی او کوي یې چې پر مختګ، ترقي او تمدن په ظاهري تغیر کې دي.