
منصور احمدزی
۱۹ / ۰۵ / ۲۰۱۲
درنو لوستونکو نه پوهیږم چه دارګ قره قل او چپن لرونکی مشر کومی لاس ته راوړنی لمړی له تاسو سره شریکی کړم ځکه چه دنوموړی لاس ته راوړنی دومره زیاتی شوی چه په یادولو پسی یی رسیدل هم ګران کاردی دا ځل به یی څومهمی لاسته راوړنی د لته له تاسو سره شریکی کړم چه پری ویاړی .
لمړی ستراتیژیک تړون وایی چه ظاهرشا ه په تاریخ کی هم داسی کوم ښه کار نه وه کړی چه نن ورځ دیادولو وړوی مګریوکار یی کړی وه هغه دا چه دامریکی دپرله پسی غوښتنو تردی چه دولسمشرمرستیال اوبیاهم خپله دامریکی ولسمشر کابل ته راغی او د پوځی اډی غو ښتنه یی وکړه ظاهر شاه ور سره ونه منله دا پدی مطلب نه وه چه د ملت غم ورسره وه بلکه دخپلی واکمنی دړنګیدو څخه په ویره کی یی دا کارونکړځکه چه نوموړی ټول قدرت په خپلی کورنی او قوم پوری محدود کړی وه د عیاشیو او چړچو په فکر کی وه چه بیا همدالامل شو چه د هغه دانحصاری سیاست په وړاندی یوشمیرچپیانو سر راپورته او خنډ ونه یی جوړ کړل چه سر حد یی ننی حالت ته را ورسید ه .
افغا نستان دامریکی ترمشری لاندی د (۴۵ ) هیوادو له لوری د(۱۵۰)زره پوځیانو بی شمیره امنیتی کمپنیو اوملکیانو پواسطه اشغال اوبی شمیره بهرنی بیرغونه په کابل اودهیواد ګوټ ګوټ کی رپیږی چه هر مسلمان اووطن دوست افغا ن ته دسترګو اغزی په شان ښکاری .
دارګ چپن دار دستراتیږیک ټړون ځینی برخی ملت او ولسی جرګی ته ندی په ډاګه کړی وایی چه امریکایان به تر (۲۰۲۴) کال پوری په افغانستان کی پاته شی مګر دامریکی سفیر راین کراکرپه ننګر هار کی په ۱۵/۰۵/۲۰۱۲ویلی چه ستراتیږیک تړون له (۲۰۲۴) کال څخه وروسته هم اوږدیدلای شی چه د ارګ چپن دار څرګندونی اوغندنی افغانانو ته نورداعتبار وړ ندی هر څه باد وړیدی یوازی دامنیتی کمپنیو ستونزی څه دپاسه دوه کاله تیر شو فرمانونه یی صادر کړل او که یی اخطارونه ورکړه کمپنی یی ونشوی تړلی چه دا دنوموړی پوره بلواکی په ډاګه کوی .
دلته که د ګوانتنا مولانجی ته وګورو چه دکیوبا خاوره دی امریکی ور څخه په کرایه اخیستی وه او نن ورځ یی خپل ملکیت ګڼی یا هم دجاپان داوکیناوا ټاپو کی چه دامریکایانو اډه پرته دی دسیمی اوسیدونکو ته یی راز راز ستونزی تردی چه دښونځیو پرنجونو جنسی تیری هم کوی چه امریکا یی وګړی له عدلی تعقیب دافغانستان په شان معاف وه چه دسیمی وګړوته دجاپان پخوانی صدراعظم وویل که تاسو ماته رایه راکړی زه به امریکایی پو ځی اډه لدی سیمی بل ځای ته ولیږدوم کله چه صدراعظم شو امریکایانو یی غوښتنه ونه منله اوصدراعظم په وعده کی پاته راغی نور یی له ملت څخه بخښنه وغوښته چه تاسو ماسره خپله وعده پوره کړه ما خپله وعده پوره نکړی شوه زه استعفا کومه مګر د جاپان حکومت پدی وتوانیده چه په تیر تړون کی بد لون را منځ ته کړی چه امریکایی وګړی به نور له عدلی تعقیب څخه په جاپان کی معاف نه وی .
. امریکایان به کابل او ځینی نور ی سیمی دبیروت او کسبلا نکا په شان دعیا شی په مر کزون بد لی کړی
امریکایان څومره چه جګړی ته افغانستان کی دوام ورکړی په نړی کی به نوره هم کرکه اونفرت ورڅخه زیات او دبل لوری مالی ستونزوسره به نورهم لاس او ګریوان شی کیدای شی چه دناتو تړون په ړنګیدوتمامه شی او هم دامریکی بوختیا افغانستان کی دچین او روسی په ګټه دی چه دی هدف ته درسیدو لپاره پدی وروستیو کی روسانو امریکی ته په خپله خاوره کی ترانزیتی اډه ورکړه چه دروسی تر څارنی لاندی غیر نظامی توکی افغانستان ته ولیږدوی چه دروسی نوی ولسمشر پوتین ویلی وه چه امریکا او ناتو دتروریزم جګړی ته تر پایه دوام ورکړی یعنی داوږدی جګړی پلوی او اډوسره یی مخالفت کړی دی .
ستراتیږیک تړون په هغه وخت کی داعتبار وړ دی چه یو هیواد اشغال نه وی ټاکل شوی حکومت ولسی ملاتړ ولری مګر برعکس افغانستان دامریکی په مشری د(۴۵) هیوادو له لوری اشغال تپل شوی حکومت او په وړاندی یی ملی مقاومت روان دی چه د ملی مقاومت مسلی باندی د هیواد نامتوحقوق پوه او دکابل پوهنتون پخوانی استاد ښاغلی روستا تره کی کابل کی د تایید مهر لګولی دی که داتړون داعتبار وړ ګرځی بیا خو دببرک اومرحوم ربانی تړونو نه چه دروسانو سره لاسلیک کړی وه هم داعتبار وړ ګرځی .
دارګ چپن دار د ملت دهیلو او غوښتنو خلاف د امریکی سره په غلا تور تړون په توره شپه کی د ستراتیږیک تر نامه لا ندی لاس لیک کړچه په سیمه کی یی اوږدی جګړی ته لاره هواره کړه چه ګټی به یی امریکه اوولسونه به زموږد اور په لمبوکی و سوځی که پرون اونن مو دایران او پاکستان څخه ګیلی اوشکایتونه در لودل سبا ته دسیمی زبر ځواکونو چین روسی او هند هم چه د اډو له شتون سره مخالفت ښودلی دی دلاس وهنی موقع په لاس ورکړه اوزموږ هیوا د یی د وزلوبی ډګروګرځاوه چه پدی سره یی ځان دا فغانستا ن د تاریخ بد نا مه څیره اوا فغا نا ن به زر ځله پر
شاه شجاع افرین وایی غوڅ اکثریت افغانانو ته دا تړون دمنلو وړندی يوازی یو تعداد روشنفکران د دی په امید چه نن او سبا به امریکایان بدلون رامنځ ته کړی یا هغو کسانو ته دمنلو وړدی چه دامریکایانو په مو جودیت کی د خپل ژوند او ګټو بقا وینی پدی کی شک نشته چه امریکایان هم داډول څیری غواړی ځکه چه له راتګ څخه تر نن پوری یی دجنګی جنایتکارانو مفسدینو دافغانستان او افغانانوله دښمنانو څخه ی ملاتړ کوی .
دوهم ولسی جرګه چه کابل کی میشتی ایران پلوی یی خانه ملت بولی چه دا جرګه ددرغلیو څخه ډکه چه ټولو هیواد والو ته په ډاګه شوه چه زیاته موده دلویی څارنوالی ستری محکمی دارګ چپن دار او دانتخاباتو دکمیسیون مشر چه دجنګی جنایتکارانو له سردارانو څخه دی تر منځ ناندری روانی وی تردی چه اختصای محکمی په ځینو ولایتو کی یی نوی بریالی کسان په ګوته او دیو شمیر وکیلانو لست په ډاګه کړ چه له ولسی جرګی څخه شړل کیدل مثال دغزنی ولایت چه غوڅ اکثریت یی پښتانه دی مګر په ننی ولسی جرګه کی یو استازی هم نلری چه دارګ چپن دار دانتخاباتو دکمیسیون له مشر څخه وغوښتل چه دغزنی ولایت ټاکنو ته له سره کتنه وکړی چه دانتخباتو کمیسیون مشر یی غوښتنه وا نه وریده دبل لوری دچپن دار دوهم مرستیال کریم خلیلی ورته ګوت څنډنه کړی وه چه که دهزاره قوم یو وکیل هم له شورا څخه وویستل شی دوی به له حکومت سره پریکون وکړی چه بلاخره دارګ چپن دارخوله پټه کړه یعنی شوله به خورم خپله پرده به کوم هیڅ پلاس ورنغلل کومه دخټو پزه یی چه غوښته هغه هم چا ورته جوړه نکړه بلاخره دانتخاباتو کمیسیون مشر هغه څه چه زړه غوښتل یعنی دژبنی سمتی ګوندی مذهبی تعصب پربنا دپښتنو سره په ډاګه دشمنی تر سره کړه .
دولسی جرګی غړی او س نوردومره زروړ شوی چه نه خپل ګوری اونه پردی راکړ ی ورکړی نه بغیر هیڅ نه پیژنی سهار وختی دسفارت خانودر وازو کی ولاړوی او جنډی رپوی خپل مراد ځینی غواړی یو زیات شمیر دایران څخه تنخواه اخلی او دارګ چپن دار چه وزیران دباور رایی اخستلو لپاره ورمعرفی کوی پردوی خو اختر لاڅه بلکه غوایی هم لنګه شی داسی پیسی ورڅخه اخلی لکه چه حلال شرعی حق وی او یا یی پوروړی وی وزیران یی هم داسی ژرژرپاکټونه اومیلمستیاوی ورکو ی چه دباور رایه ژر تری واخلی او دچور لپاره یی لا سونه خلاص شی او دراکړی ورکړی دستور په ولسی جرګه کی مودګرځیدلی دی تردی چه دفساد سره دمبارزی ریاست مشر ډاکتر لودین ولسی جرګی ته خبرورکړی وه چه اسمعیل خان داوبو او بریښنا وزیر د (۷۰) میلونو ډالرو څخه زیات په فساد ککړ دی مګر دولسی جرګی غړوته کڅوړی مهمی وی چه د فساد سره دمبارزی ریاست خبرتیا ته یی هیڅ پاملرنه ونکړه.
دایران سفیر کابل کی دمشرانوجرګی مشرچه ځان مسلمیاربولی دولسی جرګی اومشرانو جرګی غړوته خشمید لی وه وایی چه ولی زموږ نمک حرامی کوی معاش را څخه اخلی بیا ستراتیږیک تړون ولی تاییدوی مګر اصلی خبره دلته دی چه ددواړو جرګومشرانو سره له غړو دستراتیږیک تړون دتایید په بدل کی ښی شوکی وکړی ضمیر او اسلام سره جفا او تاریخ یی هم هیرمګرتاریخ دوی نه هیروی لکه په تیره دوره کی یوی ښځینه وکیلی ولسی جرګی ته دغوجلی نوم کارولی وه مګر که نن ور ځ دولسی جرګی او مشرانو جرګی پریکړوته وګورو نور دشوکمارو جرګی ورته ویلای شو که په کابل کی ایران واکی نه وای د د یپلوماتیکو اصولو پر بنا دایران سفیرته (۲۴) ساعته وخت ورکول پکاروه چه دافغانستان خاوره پریږدی اما د چپن دارپه اداره کی خو نورهرڅه پریږد ی داسی څوک نه تر سترګو کیږی چه د ایران سفیربهرنیوچارو وزارت ته احضارکړی دا په عمل کی ولیدل شوکله چه بهرنیوچارووزارت دایران سفیرله دیپلوما تیکو اصولو څخه دسرغړونی له امله وزارت ته وغوښت هغه حاضر نشو خپل یو دیپلومات بهرنیوچارو وزارت ته واستاوه چه دکڅوړو او بړستن ګل وزیر دکار پایلی همدا شان وی .
کوم هیوادونه چه افغانستان کی پوځیان لری که سفارتونه هم نلری هغوی پخواکی پوځی اوملکی استخباراتی شبکی لری چه جاسوسان لټوی دولسی جرګی او مشرانو جرګی غړی هم سرګردان همدا کسان لټوی .
یو معلم او یا یو مامور شپه اوورځ دوطن داولادونو تعلیم د پرمختګ لپاره یوه کړی وی چه درسی مواد ښاګردانو ته برابر کړی او مامور هم خپله شپه او ورځ دکار لپاره یوه کړی وی چه ریس معین او یاهم وزیر صاحب دنده ور سپارلی وی چه دسبا ورځی لپاره یی اماده کړی ( ۵۰۰۰ )افغانی کم اوزیات معاش لری چه دکورنی ټولی اړتیاوی پری پوره کوی اما دولسی جرګی وکیل صاحبانو با وجود کافی تنخا د ډریور ساتونکو او..........نوری پیسی ورکول کیږی الحمدا لله له سفارت خانو تنخا دایران له سفارته تنخا له وزیر صاحبانو څخه تحفی دکورنیوغړو په واسطه د پو ډ ر و قاچاق لکه دبد خشان ولایت وکیلی خانم کوفی ورور امکان لری چه اوس خوشی شوی وی او ........ درکونو څخه پوره پیسی تر لاسه کوی چه سترګی او خیټی یی لاهم وږی دی بیت المال ته یی سترګی پاته وی چه بلاخره پدی بریالی شول چه دبیت المال څخه هم شوکه وکړی ( ۵۰۰۰۰ ) افغانی تنخا یی چه تر څو ورته زیاته نکړه ملی بودجه یی تاید نکړه چه دی ته د ملت په نمایند ګی شوکمار ویلای شو .
دریم غلا فساد ناامنی او وژنه په هیواد کی لوړی کچی ته رسیدلی دی چه داکارونه عادی وګړی بی له کومی ملاتړی نشی تر سره کولی چه دا واضح خبره دی دچپن دارد دولت لوړ پوړی چارواکی په یوه نه یوه شکل پکی ښکیل وی مولوی ارسلا رحما نی چا وواژه لمړی داخو واضح خبره دی چه شمالی ټلواله په هیڅ ډول په هیواد کی سوله نه غواړی چه په بربنډه توګه یی ویلی اونه یی هم په ګټه دی ځکه چه له خپلو تیرو عملو نو څخه تر نن پوری په ویره کی دی دوهم د محقق او دوستم ګلم جم اجرتی قاتلان چه دبهرنیانو له لور ی روزل شویدی په کابل او نورو سیمو کی دبمونو چاودل دقومی مشرانو شهیدانول په ځانګړی توګه قندهار جنوب ا ونورو سیموکی چه بیا دکابل لاس پوڅی اداره او بهرنیان پړه پر طالبانو وراچوی اوهغوی هم کله کله بریتونه پری تاوکړی چه موږکړی چه ددی اجرتی قاتلانو تنده پردی ماته نشوه دلیبیا جګړی ته یی واستول کله یی چه هغه پای ته ورسوله اوس یی دسوریی جګړی ته ورودانګل چه یوشمیر یی هلته ژوندی ونیول شول دریم هغه پخوانی خادستان چه نن ورځ دچپن دارملی امنیت ټول دهغوی پلاس کی دی دغچ اخستلو په خاطر په ډیرمهارت په بی اوازه وسلی تردی چه ډریور یی هم نه وه پوه وژلی ځکه ارسلا رحما نی دجهاد په دوران کی جهادی قوماندان چه ورسته بیاجهادی مشر وه .
په فساد وژنه جاسوسی اود مخدره توکو قاچاق کی دچپن دار دواړه میرستیالان تر ستونی ډوب دی چه بیلګی یی همیشه درسنیو له لوری په ډاګه شویدی او کتابونه هم لیکل شویدی مګر چپن دار یی مخه نشی نیولی دوی ته به ملت سزا دتیرو مشرا ن ګو ټو په شان ورکوی چه هلته به ډالربنګلی او دګولی ضد ګاډی هیڅ په درد نه خوری ټول به بیت المال ته سپارل کیږی چه هغه وخت کی به دخپلی زړی دندی ( ټایر پنچری او شپنی ) ارمان کوی او وایی به چه دچرګ له مالګی څټلو سره څه وه .
لویی څارنوالی اعلان کړی چه دادی پښتنی تجارتی بانک هم لوټ شوی ( دا هیواد کی کومه نوی پیښه ندی یوازی څو میلونه ډالر له بانکه غلا شوی ) چه داوروستی بانک دی چه ( ۳۵ ) میلونه ډالره دیوه کور او ( ۷۰ ) شرکتونو په نوم غلا شوی کله چه لویی څارنوالی پلټنی پیل کړی کوم اسناد دکور چه بانک ته ایښودل شو ی وه هغه هم جعلی وه چه دپیښی په تړاویی دپښتنی تجارتی بانک پخوانی مشرحیات الله دیانی دنورو(۱۳) تنوسره چه دپښتنی تجارتی بانک اوښاری پراختیا وزارت کارکونکی شامل دی نیولی .
تردی مخکی هم افغانستان بانک او کابل بانک لوټ شول چه دارګ چپن دار ورور او دلمړی مرستیال وروڼه یی په غلا کی مخامخ ښکیل وه چه په وړاندی کوټلی ګامونه وانخستلی شوځینی کسان یی نمایشی زندانونو ته واچول چه اکثره نن ورځ خلاص افغانستان اروپا او امریکی کی مزی او چړ چی کوی .
دفساد سره دمبارزی ریاست مشر ډاکتر لودین ترکومه اندازی چه نوموړی زه پیژنم وطن دوسته اودپریکړنده عزم خاوند دی پدی وختو کی یی پر ښاغلی اسماعیل خان داوبواو بریښنا وزیرتور لګولی دی چه د ( ۷۰ ) میلونو ډالرو څخه زیاتی دولتی ځمکی اوجایدادونه یی دخپلی واکمنی پرمهال هرات کی تر خیټی لاندی کړی دی د دی بر سیره یی دعبدالمجید خان زابلی جایداد یی هم قبضه کړی دی او ورثی یی ویلی چه موږ خپل جایداد دولت ته ورکړیدی دبل لوری دیوی اعتباری منبع له قوله اسمعیل خان په کابل کی له یوه شرکت سره شراکت لری چه داوبواوبریښنا وزارت پوری مربوط ټول قراردادونه بی له کومی داوطلبی هغه شرکت ته سپاری .
اوس ډاکتر لودین غټی سټی ته په غیږ ورغلی دی زه ګمان نه کوم چه را ګذار یی کړی شی ځکه چه اسماعیل خان دشمالی ټلوالی غړی دی چه د ارګ چپن دار اداره له جنګی جنایتکارانوڅخه جوړه دی ددی ډیر امکان شته چه ډاکتر لودین ورته راګذارکړی چه دا ډول کړنی دارګ چپن دارله ځانګړوخصوصیاتو څخه شمیرل کیږی چه دوطن دوسته با استعدا ده اومسلکی اشخا صو په مقابل کی یی بی سواده وطنفروش اومجرما نو ته له لمړی سر نه تر نن پوری بر تری او ملا تړ یی کړی دی .
په کانادا کی افغان سفیر برنا کریمی داختلا س په تور کابل ته را غوښتل شویدی چه نوموړی دکریم خلیلی باوری کس دی چه دسیمه ایزوارګانونو په اداره کی یی دمرستیال دنده په غاړه درلوده چه په نوموړی اداره کی یی دخلیلی په ملا تړ څوک یی چه نه غوښتل که هر څومره وطن دوسته او دښی کاری وړتیا خاوند به هم وه له نوموړی اداری څخه ځوا بول دایران سره نږدی اړیکی لری او ایران ته وفادارکسان یی دولایتونو اودولایتونومرستیالی دندو ته د خلیلی په مرسته ورسول د ارګ چپن دار دانتخاباتو په دفتر کی یی هم کار کاوه چه زیاته اندازه پیسی یی په نا معلوم لوری وړی وی چه بیا دکریم خلیلی په غوښتنه دارګ چپن دار ورته عفوه وکړه نن امکان لری چه دا ډرامه یی دخپلی تیښتی لپاره جوړه کړی وی او که را هم شی څوک یی محکمه کولی هم نشی .
په هیواد کی سوله او ثبات دیوه مضبوط ملی او کاری حکومت په مو جودیت کی را منځ ته کیدای شی چه مجرمین د قدرت نه ګوښه اومحاکمه شی بیا په هغه حالت کی د ملت باوراو ملا تړ د طالب په ګډون چه د ملت یوه برخه دی تر لاسه کولای شی نور هغه تیر وخت هم ندی چه په نوم سره سیاستوال هیواد والو ته فریب ورکړی او دپردو په زور مشرانو دژوند وروستی سلګی هم پدی خاوره کی وهلی دی .
دارګ چپن دار له هره پلوه دتاریخ له بد نامو څیروڅخه ځان وځلاوه په ځانګړی توګه په وطن پلورنه د پښتنو سره په دښمنی اوتعلیم څخه د لری ساتلو ریکارډ یی هم ټینګ کړ او دافغانستان مسلمان ملت نظر د ده کردارته زرځله پر شاه شجاع افرین وایی .
. دسر لوړی با امنه ودان د تعصب مفسید ینو او جنګی مجرمینو څخه پاک افغانستان په هیله
په در نښت
اخځایونه:
روهی او خبریال ویب سایټونو څخه په مننه