
په دې کې شک نشته چې د معارف دښمنان د افغان ولس د دين او عزت دښمنان دي، په دې ورستیو کې دا په ګوته شوه چې یو شمېر اجیرې او غلامې کړۍ په دې لټه کې دي چې دمعارف پر وړاندې دغیر عملي اقداماتو له لارې له حقیقت څخه لرې پروپاګندا او دسیسې دخلکو ترمنځ خپاره کړي. سره له دې چې ولس د خپل هیواد او هویت دښمنان اوس ښه پيژندلي دي او هیځ ډول شایعاتو او درواغو ته ارزښت نه ورکوي، خود معارف دښمان د دې ماتې په منلو سره بیابیا هڅه کوي چې دخپلو بهرنیو بادارانو په لارښوونه افغان ولس ته دمعارف په برخو کې ستونزې ولاړې کړي ، حال داچې دوی به هیڅکله خپلې موخې ترلاسه نه کړي. افغان ولس سره له دې چې دمعارف د پرمختګ په برخه کې د پوهنې د وزیر ډاکټر فاروق وردک هڅې او ستړیاوې له پامه نه دې غورځولي بلکې له هغه څخه دملاتړ ترڅنګ دمعارف پروړاندې دهرډول ګواښونو دمخنیوي لپاره په پوره ایماندارئ او هېوادنۍ مینه ولاړ دي او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې له افغان ماشومانو څخه د علم او پوهې د زدکړې حق واخلي. دمعارف دښمنان خپلو غیر اسلامي او انساني هڅو ته دوام ورکوي، خو په هماغه کچه دپوهنې په برخو کې لاسته راوړنې ورځ تربلې زیاتیږي. او دا حقیقت دۍ چې ګواښ او دسیسې، منفي تبلیغات او پرو پاګندا نوي او تازه موضوعات نه دي اودا هغه څه دي چې د معارف دپرمختګ پروړاندې د دښمن هڅې په ګوته کوي ، چې له نیکه مرغه معارف او روان بهیر یې برحقه دۍ او دخدای(ج) په مرسته او دافغان غیرتي ولس پر مټ ساتل کیږي. دښمن هڅه کوي چې له مختلفو لارو خپلې موخې تر لاسه او له افغان کړيدلي ولس څخه د پرمختګ او سوکالۍ هیلې نابودې او هېواد یو ځل بیا د بربادې کندې ته واستوي، مګر له ولس څخه غاښ ماتونکي ځواب ترلاسه کوي، دمعارف ضدعناصر وړاندې تردې چې خپل شوم او شیطانې اعمال پلي کړي په دې پوهیږي چې دوی ناکامې هڅې کوي او بلا خره به یې مخونه تور شي ، له بل لوري دا د خوشحالۍ ځای دۍ چې ولس په هرڅه پوه شوی او د هرډول منفي هڅو مخنیوی کوي. اوس چې معارف غوره پرمختګ او لاسته راوړنې لري ښکاره خبره ده چې دښمن او بهرنيو اجیرانوته یې خوند نه ورکوي. او په هغو منفي دسیسو او شایعاتو لاس پوري کوي چې له اسلام او افغانیت سره په ټکر واقع دۍ ، په دې ورستیوکې دامنیتي او سیاسي شایعاتو تر څنګ داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې ګواکي دپوهنې وزارت دثانوي دورې په قانون کې بدلون راوستی، یعنې درسي پروګرام یې له دولسم ټولګې څخه یوولسم ټولګي ته راټیټه کړی دی. حال داچې دا ټول پوچ ، بې مفهومه او تش هوايي خبرې دي. او هیڅ کله د دې معنی نلري چې د پوهنې وزارت په خپلو چاروکې پاتې راغلی دي بلکې دپام وړ لاسته راوړنې لري . هغه کړۍ چې دې موضوعاتوته لمن وهي په حقیقت کې دافغان ولس دژوند او حیثیت دښمنان دي . له معارف سره ډاډول دښمنې په نیغه توګه له ولس او خدای سره د دښمنۍ مانا لري. دمعارف دښمن او دهغوی بادران دې په دې پوه شي چې دښوونځي ورانول او یاسوځول کومه لاسته راوړنه او یا هم ویاړ نه بلل کیږي . بلکې دخدای او رسول سره مخامخ دښمني ده، هر هغه څوک چې افغان بیګناه ماشوم زدکونکي وژني او یایې پرمخ تیزاب شیندي او یادا چې ښوونځي ته دماشومانو د تګ مخه نیسي په حقیقت کې دبشریت او اسلام ضد کسان دي. په پای کې یو ځل بیا له افغان ویاړلي ولس څخه هیله کیږي چې په کلکه تو ګه د دښمن پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او له ښوونځیو څخه دې دخپل مال او ملکیت په توګه ساتنه وکړي. ترڅو د دې هېواد بچیان دعلم او پوهې له زدکړې بې برخې پاتې نه شي. لیکوال عبدالفغارپوپل