ژور نالیست په خپلو سترګو ولیده چی دده موټروان یی حلال کی

داد هغه مقالی متن دی چی د ډنمارک د ورځپاڼی Nyhed savisen
د۲۰۰۷ کال مارچ د میاشتی په ۲۱ نیټه په ډنمارکی ژبه خپره سوی ده
طالبانود موټروان سید آغا سر دبرمته سوی ایټالیاوی ژورنالیست( دانیله ماستروجیاکومو) مخته ور پری کړ.هغه ورته کتله چی طالبانود افغانستان په جنوب کی دده د افغانی موټروان خوله په ریګو چخ کړه چی آواز یی پورته نه سی بیایی نوسرځنی پری کړ.او بیا یی چاړه په خپلو کالو پاکه کړل . ژرنالیست دنیل وایی زه بیله شکه ریږدیدم او په دی باوروم چی اوس نو زما د وژلو واری رارسیدلی دی.
(ده داخبره د ټی جی ۳ د تلویژیون سره د مرکی په ترځ کی څرګنده کړی ده )
د ایټالیا دغه ۵۲ کلن ژورنالیست وروسته د ۱۴ ورځوبند څخه ددوشنبه په ورځ خوشی او د افغانستان په یوه روغتون کی بستر شوچی خپل موټروان سید آغا یی هیڅکله بیا ونه لیدی .
د یوی افغانی سرچینی په حواله دغه ژورنالیست د طالبانود پنځوتنو بندیان د خوشی کولو په بدل کی آزاد شو .
البته دا یوازی دغه ایټالوی ژورنالیست نه دی چی د طالبانویا تروریستانو له خوا نیول سوی دی د اکتوبر په میاشت کی هم یو بل ایټالوی ژور نالیست او همدارنګه دوه نور المانی ژورنالیستان نیول سوی او وژل سوی دی . په مجموعی توګه په ۲۰۰۶ کال که لږ تر لږه ۵۶ تنه د ډلیزو خپرونکو وسایلو مر بوط کسان اختطاف سوی دی. دغه راز د پولو څخه د باندی د ژور نالیستانو د اتحادیی اړوند کسان په افغانستان ، عراق ،کولمبیا اود فلسطین په سیمو کی اختطاف سوی دی . دا د تروریستانو لپاره نسبتآ اسانه ده چی ژورنالیستان ونیسی او بیا یی د خوشی کولو لپاره شرایط وړاندی کی . ځکه نو حتی د سترو خبری رسانو لکه بی بی سی لپاره هم ګرانه ده چی د خپلو ژورنالیستانود امنیت ساتنه وکړای سی چی همدا اوس د بی بی سی یو ژورنالیست به غزه کی برمته سوی دی .
زما سر سره څر خیدی:
ایټالوی ژورنالیست وایی چی دده د بند دغه دوی اونی دده د ژوند تر ټولو ناوړه شپی او ورځی وی . ده د خپلی ورځپاڼی( لا ریپبلیکا)استازی ته ویلی دی چی دی په دغه موده کی په ۱۵ بیلا بیلو ځایونو کی
ویده سوی دی یعنی په وړو کوټو ، ګاراجونو ، او د پسونو په اوخورونو کی یی شپی تیری کړی دی دغه ژورنالیست د هلمندد ولایت په سهیل کی چیری چی ډنمارکی عسکر پراته دی نیول سوی دی . ددی لپاره چی دی پټ وساتل سی نو طالبانو هرو ورځ هغه د یوه ځای څخه بل ځای ته نقلوی .دده لاسونه او پښی یی ور تړلی وه او په کیلومترونو مزل یی په کاوه . په سه شنبه نوموړی ژورنالیست کابل ټه د الوتکی په وسیله انتقال سواو اوس کولای سی چی روم ته ولاړ سی خپل کور او ماینی ته ځان ورسوی .
« زما سر اوس هم سره څرخی خو خوشحاله یم چی کورته ځم » زه په پای کی په دی وتوانیدم چی را خوشی سم او د ټولو هغو کسانو څخه مننه کوم چی زما په خوشی کیدو کی یی مرسته کړی ده . ده خپلی ورځپاڼی ته وویل چی دا زما په ژوند کی تر ټولو زیاته د خوښی ورځ ده .
خوشی کید نه ژوند سختوی :
Danieleد یوه بل خبر له مخی د ایټالوی ژورنالیست ډینل
د خوشی کیدو په بدل کی طالبانو د خپلو بندیانو د خلاصیدو امتیاز تر لاسه کړ چی دا کار ښایی ددی سبب سی
چی هغوی د نورو ژورنالیستانو د نیولو لپاره نور هم وهڅول سی .د پولو نه آخوا ژورنالیستانو په دی مسله خواشنی څرګنده کړی ده په تیره بیا کله چی د سه شنبه په ورځ د افغانستان په یو زیات شمیرخپرندیو رسنو کی د طالبانو د ویاندملا دادلله دخولی دا خبر خپور سو چی د افغانستان چارواکو د نوموړی ژورنالیست په بدل کی د طالبانو پنځه مهم کسان چی په هغو کی بخپله دملا دادالله ورور هم شامل دی خوشی کړی دی .
افغانی چارواکو په دغه هکله څه تفصیلات نه دی ورکړی خود حامد کرزی یوه ویاند(ای پ) ته ویلی دی چی
د هغوی ځنی غوښتنی منل سوی دی چی دا کار د ژورنالیستانو سازمان ،یوه فاجعه ګڼلی ده .
دا ځکه چی په دی کار سره طالبان د نورو ژورنالیستانو ، د لومړنیو مرستو په برخو کی کارکوونکو او نورو نیولو اوبرمته کولو ته هڅول کیږی .او دا هیله یی پیاوړی کیږی چی دداډول کسانو د نیولو له لاری خپل بندیان خوشی کړی او یا هم امتیارات تر لاسه کړی . ددپولو نه آزاد د ژورنالیستانو د سازمان په استازیتوب وینسنټ بوسیل وویل : « په دی کی شک نشته چی د نوموړی ایټالوی ژورنالیست خوشی کیدل د خوښی نه ډکه پیښه ده خودا کار ددی خطرزیاتوی چی زموږ زیات کسان وتښتول سی .
دغه راز د هغه روغتون مخته چی ډینل پکی بسترؤ څه د پاسه ۱۵۰ تنه د احتجاج په شکل سره راټول سول
اود حکومت دا کاریی چی دد نوموړی ژورنالیست د خوشی کیدو په بدل کی یی د طالبانو لوړ پوړی چارواکی خوشی کړی دی خو دهغه بیچاره موټوان سید آغا چی طالبانو یی سر پری کړی، د نجات په هکله هیڅ ډول عمل نه دی تر سره سوی ، سختی نیوکی وکړی .
او ویل یی چی سره له هغه چی ددی ءورنالیست په خوشی کیدو خوښ دی خو د هغه افغان موټروان د نجات لپاره ولی هلی ځلی ونه سوی، هغوی د حکومت پر دا ډول چلند باندی یی سختی نیوکی کولی .