ډنمارکيان له افغانستان څخه را غلي دي

ډ نمارکی لرغون پوه نوی برسېرونه :
په دی وروستيو وختونو کې په ډنمارک کی د افغانستان د فرهنګ ټولنې د ډنمارکي لرغون پوه ددې څرګندونې په هکله چی¬( د ډ نمارکيانونېکه ګان له افغانستان څخه ډنمارک ته راغلي دي . )، يوه علمی غونډه جوړه کړې وه .
په دغه غونډه کې برسېره په دې چې د نوموړي مقالې ليکوال سوان او نورو ډنمارکي پوهانو برخه اخيستې وه په ډنمارک کې مېشته فرهنګيانو ، پوهانواو مينه والو هم ګډون کړی ؤ . نوموړي لرغون پوه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره په دغه هکله يولړ مستند عکسونه ، اسناد او تاريخي شواهد ، وړاندې کړل او د ګډون کوونکو پوښتونو ته يې ځوابونه وويل . د بېلګی په توګه ده ته دا ډېره په زړه پورې ښکاره سوه کله چې له ګډون کوونکو څخه يې واورېده چی په دغه هکله کابو اته کاله مخکی دلته په ډنمارک کې مېشته افغاني ليکوال او څېړونکی محمد علم بڅرکی هم په يوه اوږده څېړنيزه مقاله د آمو په جريده کې تر دې عنوان لاندې چې ( ډنمارکي د پښتو ترله ده ) (۱ ) خپره کړی ده چی ستاسو د پورتنۍ برسېرونې سره نژدې اړيکې لري. نوموړي ته دا ډېره په زړه پورې ښکاره سوه نو په ډېره مينه يې د نوموړي مقالی متن د ځان سره واخيستی .
د( سوان نينک کغو) د چاپ سوي مقالې محتوی په لاندې ډول وړاندې کيږي :
په دی ورستيو وختونو کې د ډنمارک يو وتلي
Søren Nancke- krogh لرغون پوه
د يولړ علمي ، تاريخي او څېړ نيزو اسنادو په بنسټ دې نتيجې ته رسېدلی دی چې د ډنمارکيانو پلرونه او نېکه ګان د آسونو په وسيله د افغانستال د شمالی سيمو څخه ډنمارک ته راغلي دي. سوان ددې ادعا د ثبوت لپاره لاند ني دلايل وړاندی کوي :
د افغانستان په شمال کی يو شمېر لرغوني اثار او فېګورونه چې پر آسونو سوارو خلکووړ مجسمو په بڼه دي، موندل سوي چې لرغونتوب يې څلورو زرو کلونو ته رسيږي دغه اثارپه ډنمارک کې د موندل سوو لرغونو اثارو سره زيات ورته والی لري .
دی زياتوي چې موږ په حقيقت کی د هند و اروپايي ژبې سره له افغانستان څخه ډنمارک ته راغلی يو چې په وروسته وروسته کی مو ژبې اوسنۍ ډنمارکي ژبې ته وده کړې ده . دی وايي د بېلګی په توګه د آس (هست) او ووان کلمی اوس هم په دغه لويه وچه کې استعماليږی .(Vogn)
د افغانستان شمالي سيمې د نړۍ تر ټولو هغه زړې سيمې دي چې د آسونو سواري پکې مروجه وه او په زرهاؤ کيلومتره فاصله به يې د آسونو په وسيله وهله يعنی د ورېښمود لرغوني لارې به چين ته تلل او همدارنګه د شمال په لور سکاند نويايي هېوادونو ته راتلل . سوان زياتوی چې د ورېښمود لارې نېټه د ميلاد څخه سل کاله مخکې تعين سوې ده داهم ځکه چی په دغه وخت کې ليکنه رامينځ ته سوې ده .
د افغانستال لرغونی سيمې لکه څنګه چې لازمه ده د لرغون پېژندنې له پلوه تر څېړنې لاندې نه دي نيول سوي .
لومړنۍ منظمې کيند نې يې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل څخه لږ موده مخکې پيل سوي دي او ترهغه راوروسته زياتی سيمې د جګړې له امله ورانې سوي دي .
د يونسکو په حواله چې د افغانستا ن زياتره تاريخي او لرغوني سيمې ، کلتوري زېرمې او ميراثونه د جګړې له امله دومره ورانې سوي دي چې يوه کلتوري فاجعه يې ګڼلای سوو. او حالا ت لا تراوسه دومره خراب دي چې ددغه هېواد د زياترو تاريخی سيمو په هکله په سختۍ سره ليکل سوي منابع موندلای سوو .
آس سواري يوازې په افغانستان کی نه بلکې په ډنمارک کې هم د ډېری زمانې راهيسې رواج ده سوان ننک چې د ډنمار ک د سمندري غلو د دوران ( ۸۰۰ څخه تر ۱۰۵۰ م کال پورې زمانه په غېږ کی نيسي ) او د لرغوني برونز دزمانې متخصص دی او د افغانستان او ډنمارک تر مينځ يې ګډ تاريخې اړيکي موندلي دي ، پر يو لړلرغونو اسکلېټونو څېړنه کړ ې ده د مړو دغه هډوکي چې لرغونتوب يې کابو ۱۰۰۰ کالونو ته رسيږي هغو سلو اسکلېټونو د جملی څخه دي چې د( غوسکېلدی) ښارته نژدې د کونګه مارکن په سيمه کې يې موندلي دي کله چې يې د هغو جملې څخه د نهو اسکلېټونو په هکله د ( ډي اِن اې ) څېړنيز مېتود څخه ګټه واخستل نو يو حيرانوونکی کشف ( برسېرونه ) تر لاسه سو . يعنې څرګنده سوه چې يو د نوموړو هډوکو په هغه چا پورې اړه درلودله کوم چی د اورال د غرود ختيځې برخې څخه راغلی ؤ.
vikinger که څه هم موږ پخوا لا په دی پوهېدو چې و يکېنګانو (سمندري غلو)
د سپينو زرو سېکې ،او شنه رنګه پيروژی او ارزښتناکې ډبری، د افغانستان د شمال څخه راوړلي دي .
د همدغو اړيکو له مخې سوان دې نتيجې ته رسېدلی دی چی په واقعيت کې د ډنمارکيانو پلرونه او نيکه ګان د افغانستان څخه د آسونو پر شا باندی تر ډنمارک رارسېدلي دي .
بايد وويل سي چې هغوی يوازې يو وار د لېدو کتو لپاره ډنمارک ته نه دي راغلی بلکې دا سلسله يې همېشه روانه ساتلې او زموږ پر کلتوريې اغېزه ښندلی ده چې د هندو اروپايي ژبې اغېزې پر ډنمارکي ژبې باندې يې ځلانده Indoeuropæiske
بېلګه ګڼل کيږي . ځکه چې ژبه اواېتمو لوګي (د ژبې د منشأ او ريښې پېژندنې علم ) له مخې د خلکود ډلو ترمينځ د نژدې والي او اړيکو مسأله روښانه کېدای سي .دغه راز داستېتيکـ ( هنرښکلا ) له پلوه هم د خلکو ترمينځ د اړيکو نژدې والی د پورتني ادعا د ثبوت عمده دليل ګڼل کېدای سي .