
د روان زيږديز کال د مارچ د مياشتې په درېمه نېټه پر شهادت وېبپاڼه د (حقمل) په نوم ېو چا د (د نبي خېل د خوب دقيق تعبير) تر عنوان لاندې لنډه لېکنه کړې چې مونږه يې هم څه لېکلو ته اړ کړو، ليکوال وايي چې د شهادت په وځپاڼه کې يې د مرحوم مولوي صاحب محمد يونس خالص نبي خېل ېو شعر لوستې چې دغه شعر هم تصحيح ته اړتيا لري او هم تعبير ته، ځکه نوموړى را ولاړ شوې او په بشپړ جرآت او جسارت سره يې دغه دواړه کارونه تر سره کړي دي.
په خپل ځاى تصحيح هم پکار ده او پر ځاى سم تعبير هم، هغه څوک چې تنقيد او نېوکه نه مني د تيروتنې سره مخ او د غرور په مرض اخته دى، هغه څوک چې د بل چا علميت او فوقيت ته قانع نه وي په خپله خاورې خزلې دي.
خو دا هم حتمي نده چې هر تنقيد دى پر ځاى وي، هر ناقد دى په علمي لحاظ فوقيت ولري او هر نيوکه کوونکى دې په ريښتيا هم په حقه وي، ډير ځله کيږي چې د يوې نيوکې ځواب په داسې توګه وويل شي چې د ناقد فکر هم هغې خواته نه وي اوښتې او نه دومره ژور سوچ ولري.
د (د نبي خيل د خوب دقيق تعبير) کې هم څو ملاحظې په نظر راغلې او څو اړخونو ته مو پام شو چې فکر کوو مصحح يو اړخيزه پريکړه کړې او ټول جوانب يې په نظر کې ندي نيولي.
تر ټولو دمخه خو د ليکنې د پيل څخه داسې بريښي چې دغه ليکنه د يو عمر خوړلي مشر لخوا شوې هغه هم داسې مشر چې عمر يې پر مرحوم مولوي محمد يونس خالص بابا رحمة الله عليه زيات، علم يې تر هغه ډير، فکر يې تر هغه ژور او عالي، بلکه په ټوله کې داسې بريښي لکه يو څوک چې د ډير عادي تن او يا لمړي ټولګي د زده کوونکي په هکله غږيږي ځکه چې د هغه يادونه يې همدا ډول کړې او وايي (د شهادت په درنې ورځپاڼي كي مي د مرحوم مولوى صاحب خالص هغه شعر ولوستو چي خپل خوب ئې په كي انځور كړى وو) اکثره چې مونږ د يو عالم او فاضل شخص نوم اخلو نو په ډير احترام يې يادوو، د ژورنالزم او ليکوالۍ اوصول هم همدا دي چې د يو چا د نوم د يادولو يا ليکلو پر مهال په لمړي ځل بايد دغه نوم بشپړ وليکل شي که د ليکنې په اوږدو کې د همدې نوم بيا بيا يادونه کيږي نو بيا يې په تخلص، لقب، نوموړي، ياد، ښاغلي او داسې نورو ډولونو او طريقو سره هم يادونه کولاى شو، دا نه وايم چې په دې ډول ليکلو سره د بابا سپکاوى شوى، بلکه ښاغلي (حقمل) ته پکار وه چې دغه نوم يې پدې ډول ليکلاى واى (محترم مرحوم مولوي محمد يونس خالص بابا).
د شعر په اړه ښاغلي (حقمل) درې چارې تر سره کړي لمړى دا چې د شعر ليکدود يې وربدل کړى ، دوهم دا چې د شعر بڼې ته يې بدلون ورکړى او دريم دا چې د شعر تعبير يې کښلى دى.
که څه هم نوموړي د شعر د ليکدود په اړه وايي (إنشائي اشتباهات به ئې ښايي د شهادت د ورځپاڼي د ټايپست اشتباهات وي) خو بيا يې هم په ليکدود کې ګوتې وهلي او ور بدل کړى يې دى.
ليکدود يو ډول ندې، دا منو چې د پښتو په ليکلو کې اختلاف موجود دې او لا تر اوسه پورې په دقيقه توګه د پښتو لپاره د ليکلو يو مشترک طرز ندې ټاکل شوى خو (حقمل) د ښاغلي بابا د شعر په ليکدود کې داسې بدلون رامنځته کړې چې يواځې او يواځې د افغانستان د حزب اسلامي د مشر محترم انجنير ګلبدين حکمتيار صاحب لخوا کارول کيږي او هغه دا له خپلې خوا دا ډول ليکدود وړاندې کړې، په خپله د شهادت ورځپاڼه او د شهادت انټرنيټي پاڼه هم د دغه ليکدود څخه کار نه اخلي بلکه هغه ډول پښتو انشاء او املاء استعمالوي چې په عامو کتابونو، ورځپاڼو او ويبپاڼو کې کار ځينې اخيستل کيږي، د مثال په ډول د شعر مطلع پدې ډوله ده:
(د نارنج د ګل ميله وه، زه يې هم وم وربللى
اديبانو کې ملګرو، زه لاهم ومه شمېرلى)
خو ليکوال همدغه بيت پدې ډول تصحيح کړى دى:
(د نارنج د ګل مېله وه، زه ئې هم وم وربللى
اديبانو کي ملګرو، زه لاهم ومه شمېرلى)
دلته دوه نقطې د پام وړ دي، په لمړي نيم بيتي کې د (ئې) ويې او په دوهم نيم بيتي کې د (کي) ويې، ليکوال کوښښ کړې چې د نسبتي (يې) تورې په دې ډول (ئې) و ليکل شي خو د شهادت ويبپاڼه يې بيا په دې ډول (يې) ليکي، راځئ د شهادت ويبپاڼې يوه برخه وګورو:
( ..............امريکايي پوځيان په افغانستان کې داسې کارونه کوي چې د ډيرو افغانانو ذهنونه يې خراب کړي دي چې ځيني موردونه يې............) اوس نه پوهيږو چې ښاغلى (حقمل) ولې د شهادت د ويبپاڼې او ورځپاڼې املاء نه ورسموي خو د نبي خيل صاحب د شعر املاء ته يې ډير ژر پام اوښتې دې؟
د دوهم نيم بيتي د (کي) لفظ هم د پام وړ دى، پدې نيم بيتي کې يې د (کې) د لفظ مخصوصه (يا) په معروفه ياء بدله کړې چې هيڅ توجيه کيدلاى نه شي، د همدې (يا) په نظر کې نيولو سره په تصحيح کې هم تناقض تر سترګو کيږي، د شعر څلورم نيم بيتى په دې ډول دى:
(ماويلې دا به څوک وي، ورروان شوم غلى غلى)
او تصحيح يې په دې ډول شوى ده:
(ما ويل چي دا به څوک وي، ورروان شوم غلى غلى)
په دې دواړو نيم بيتيو کې د (وي) لفظ د پام وړ دى، ځکه اوس نه پوهيږو چې د لمړي بيت د (کي) او څلورم بيت د (وي) د (ياګانو) تر منځ کوم توپير موجود دى ځکه چې تلفظ يې يو شان نه دې خو د ليکلو بڼه يې يو شان ده؟
د شعر دريم بيت پدې ډول دى:
(پسرلى دى خوشحالي ده، زېړ ګلونه غوړيدلي
بلبلان وايي سندرې، بوراګل ته نڅېدلى)
او تصحيح يې پدې ډول شوى ده:
(پسرلى دئ خوشحالي ده، زېړ ګلونه غوړېدلي
بلبلان وايي سندري، بورا ګل ته نڅېدلى)
د پام وړ د (دى) په لفظ کې د (يا) تورى دى، که دې بحر ته ورښکته نه شو چې (يا) په څو ډوله ده، د چا په اند کوم ډول (يا) ته کوم نوم اخلي او په کوم ځاى کې کارول کيږي، دلته ياده شوى يا يې کوم ډول ده نو هم پوهيږو چې د (پسرلى) او (دى) د (يا) تورې يو شان لوستل کيږي، يعنى تلفظ يې يو شان کيږي نو څه دليل به وي چې د (پسرلى) (يا) په خپل حالت پريښودل شوې خو په همدې مخرج او تلفظ د دوهمې (يا) بڼې ته تغير ورکړل شوى او په سر يې همزه ليکل شوى ده؟
لنډه دا چې پورته يادې شوې څو بيلګې وې، د شعر د اصل او تصحيح په اوږدو کې داسې نورې نقطې هم تر سترګو کيږي چې مونږ ته تيروتنې بريښي، خو بيا هم (حقمل) صاحب دا دروازه پرانيستې پرې ايښې چې ووايو ټايپيسټ تيروتې ځکه هغه د انشاء تيروتنې د شهادت د ورځپاڼې د ټايپيسټ تيروتنې ګڼلې، زه هم وايم کيدلاى شي د تصحيح تيروتنې هم د شهادت د ويبپاڼې د ټايپيسټ تيروتنې وي.
تر دې وروسته برخه د نوموړي د شعر د تصحيح ده، په پيل کې خو بايد ووايم چې د شعر په تصحيح يې له لويه سره خبرې کول ندي پکار، هيڅکله هم د يو شعر په ليکلو کې د څو تنو رايې سره برابرې نه وي، شاعر حساس فکر، ذهن او خيال لري د مشاهدې حس يې تر نورو قوي وي، د څه د ليدلو، اوريدلو او پيښيدلو پر مهال شعر وايي، ډير ځله شعر د شاعر په زړه او ذهن په ناڅاپي توګه راخپريږي او شاعر يوه ښکلې منظومه ليکنه برابروي.
که چېرته يو شاعر د پخوانيو پخو پخو شاعرانو لکه عبد الرحمان بابا، خوشحال خان خټک، احمد شاه بابا او..........شعرونو ته کښيني نو هر يو بيت به يې په څو څو ډولونو وليکي، هر بيت او غزل ته به څو بيلا بيلې بڼې ورکړي او بيا به ادعا وکړي چې دا شعر خوشحال خټک سم ندې ليکلې زه يې ورته تصحيح کوم، ايا دا به بيا ورسره څوک ومني؟
ايا دا په عقل برابره ده چې د يو پوه، عالم شاعر چې په لسګونو شعرونه يې ليکلي، د ليکوالۍ هنر يې ټولو ته څرګند دې، د کلونو کلونو لپاره يې قلم چلولى، د هغه يو روان او منلى شعر دې د شا او خوا پنځلس کلونو او يا لدې څخه زيات وخت څخه وروسته را واخيستل شي او بيا دې په هغې کې تصحيح وکړاى شي هغه هم داسې تصحيح چې د شعر اصلي شکل يې ورخراب کړې او رواني يې ور ويجاړه کړي وي؟
زما په فکر د مرحوم مولوي صاحب د شعر د تصحيح په اړه د ښاغلي (حقمل) په ليکنه څه ويل او ليکل ندي پکار يواځې د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره چې دغه شعر يې جوړ کړې نه، بلکه خرابه کړې دې څو بيلګې راوړم او پريکړه لوستونکو ته پريږدم چې ايا د مرحوم بابا د شعر بڼه سمه او روانه ده؟ او که د يو ناڅرګند شخصيت د ليکوال سمونه سمه او روانه ده؟
د بابا د شعر اوم بيت:
(هلته ګورم د باغ کونج کې، ببر سرى بنده ناست دى
ماويلې دا به څوک وي، ورروان شوم غلى غلى)
تصحيح:
(هلته ګورم د باغ کونج کي ببر سرى بنده ناست دئ
ما ويل چي دا به څوک وي، ورروان شوم غلى غلى)
اوس نه پوهيږو چې د يو (چې) په ور زياتولو د (حقمل) مطلب څه دى؟ او د شعر په اصلي بڼه کې نوموړى څه ستونزه ويني؟
بيت:
(ګورم ناسته ده تورسرې، له کوترې نه اوتره
سرسرتور وربل يې ژړ دى اوګريوان يې دى څيرلى)
تصحيح:
(ګورم ناسته ده تورسرې، تر کوتري وه اوتره
سرسرتور وربل ئې ژړ دئ اوګرېوان ئې دئ څيرلى)
يواځې د بيت بڼه ور بدله کړاى شوى ده چې (له کوترې نه اوتره) په (تر کوترې وه اوتره) اړول شوى دى، ګټه يې همدا شوې چې د بيت رواني له منځه تللې ده.
پدې بيت کې يوه بله يادونه هم اړينه بولم او هغه دا چې (ژړ) کلمه په شعر کې نشته، بلکه په اصلي شعر کې د (جړ) کلمه ده، جړ وربل هغه ته وايي چې ګډوډ وي، په پښتو کې مونږ وايو (د فلانۍ ويښتان جړ دي) يعنى ګډ وډ دي او ګومنځ شوي ندي، پدې ځاى کې په ريښتيا هم د شهادت ورځپاڼې ټايپيسټ تيروتنه کړې هم مصحح ورته پام شوى ندى، ډير ځله (ژړ) د (ژيړ) په ځاى استعماليږي چې رنګ دى، او کيدلاى شي چې د (جړ) معنى هم ولري، خو اصلي ټکى دانه دى.
بيت:
(حق حېران شوم چې، دا څوک ده يو قدم شومه وروړاندې
يو ماشوم يې دى په غېږ کې، په سرو وينو لمبېدلى)
تحصيح:
(هك حيران شوم چي دا څوک دئ يو قدم شومه وروړاندي
يو ماشوم ئې دئ په غېږ کي، په سرو وينو لمبېدلى)
په تصحيح کې (حق) په (هک) بدل شوى خو دلته يوې بلې نقطې ته د لوستونکو پام ور اړوم او هغه دا چې مصحح مخکيني بيتونه هير کړي او پدې بيت کې يې تصحيح کړې ده، پدې توګه چې په لمړي نيم بيتي کې يې د (ده) کلمه په (دئ) بدله کړې ده، په اصلي بيت کې اشاره ښځينه ده او په تصحيح کې يې داسې بريښي چې هغه نارينه ته اشاره کوي خو له همدې بيت څخه وړاندې بيت پدې ډول دى:
(ګورم ناسته ده تورسرې، له کوترې نه اوتره
سرسرتور وربل يې ژړ دى اوګريوان يې دى څيرلى)
په لمړي نيم بيتي کې په واضحه توګه ليکل شوي چې (ناسته ده تور سرې)، تور سرې پښتانه ميرمنې ته وايي، همدا راز په دوهم نيم بيتي کې (وربل) ياد شوې چې دا هم د ميرمنو وي نو بيا د مصحح دا سمونه بيخي بې ځايه ده ځکه چې ښځينه اشاره او ضمير يې په نارينه بدل کړى.
پر دې سربيره (ناسته، له کوترې، اوتره او ژړ) توري هم د ښځينه انسان د وجود خبر کوي خو ښاغلي (حقمل) ورته د (دئ) لفظ استعمال کړى چې د نوموړي په ليکدود کې د نارينه لپاره کارول کيږي لکه چې مصحح د همدې شعر د تصحيح په يوه بله برخه (پسرلى دئ خوشحالي ده، زېړ ګلونه غوړېدلي) د (دئ) کلمه د پام وړ ده.
بيت:
(بنيادم يې که شيشکه، دلته کله يې راغلې؟
څه درشوي، څه دې کړي، چې دې پريښى کور اوکلى !)
تصحيح:
(بني آدم يې که شيشکه، دلته کله يې راغلې؟
څه درشوي، څه دي کړي چي پرېښى تا کور کلى!)
د شعر رواني په ټوله معنى له منځه تللى، تصحيح يې بيخي ناسمه ده، نه وه پکار چې دا سمونه شوى واى، که څه هم بني ادم د بنيادم په ځاى سم دى خو کله چې يوه کلمه مفغنه شي نو بڼه يې بدليدلاى شي او مونږ ګورو چې د بنيادم کلمه ډيره کارول کيږي، همدا راز وايي چې (يجوز في الشعر ما لا يجوز في غيره) په پښتو کې وينو چې د شعري اړتيا لپاره کلمې په بيلا بيلو ډولونو ليکل کيږي.
بيت:
(ورو يې سترګې کړې راپورته، وې چې زه خوکابلۍ يم
دغه زوى مو مجاهدو، په راکټو دى ويشتلى)
تصحيح:
(ورو ئې سترګي کړې راپورته، وې ويل زه کابلۍ يم
دغه زوى مو مجاهدو په راکټو دئ ويشتلى)
بيت:
(احساساتو مې اور واخېست، لاس مې پورته کړواسمان ته
ما وې خدايه ته يې هلاک کړې، چې دا کورچا نړولى)
تصحيح:
(احساساتو مي اور واخيست، لاس مي پورته کړ آسمان ته
ما ويل خداى دې هلاک کړي، چې دا کور چا نړولى)
په تصحيح کې د شعر رواني، طبيعي جوړښت، لمړنى خيال، انځور او خوند له منځه تللى.
بيت:
(اديبانوته مې مخ کړو، ماوى وخت د ميلې نه دى
دښمن اوس هم لاس په کاردى، اوهېواد دى غم لړلى)
تصحيح:
(اديبانو ته مي مخ کړ، چي دا وخت د ميلې نه دئ
دښمن اوس هم لاس په کار دئ، او هېواد دئ غم لړلى)
د شعر په اوږدو کې داسې نورې ډيرې برخې هم شته چې لوستونکى پريکړه نه شي کولاى د تصحيح کوونکي مطلب څه دى او په اصلي بڼه کې ورسره ستونزه څه ده، لکه د دې وروستي بيت په بيلګه کې که شاعر ليکلي چې (ما وې وخت د ميلې نه دي) او دا وايي چې (چې دا وخت د ميلې نه دې) نو څه بدلون رامنځته شو، خو يواځې او يواځې همدا چې د شعر په بڼه کې تغيير راغلو او نور هيڅ نه!، لکه چې مخکې مې يادونه وکړه يو څوک دا حق نه لري چې روان، پُر معنى، سم او برابر شعر په بله بڼه وليکي، که چېرته د سيلابونو، د شعر د ښکلا، بد مزګۍ او يا نور ملحوظات په نظر کې ونيول شي او سمونه وشي نو ښه کنه هسې شعر له سره ليکل او هغې ته د تصحيح نوم ورکول دا معنى لري لکه يو څوک چې شاعر نه بلکه متشاعر وي.
دريمه برخه د شعر تعبير دى، د شعر د تعبير په لوستلو سره سړى پوهيږي چې څومره يو اړخيز، سياسي، بې معنى او له حقيقته ليرې څرګندونو ته د تعبير نوم ورکړل شوى دى.
يا خو ليکونکى يو ستر چاپلوس او متملق انسان دى چې په دا ډول څرګندونو يو چاته د ځان د نژدې کولو کوښښ کوي او يا په خپله د کورنيو جګړو يو غټ مجرم دى، په هغه خلکو هم بد وايي چې د افغانانو په وينو يې لاسونه نه دي سره کړي، له همدې امله کوښښ کوي چې په خپلو کرغيړنو کړنو پرده واچوي، يوه او بله توجيه ورته پيدا کړي آن تر دې چې د موقع په تر لاسه کولو يې په پوره سپين سترګۍ د هغه مولوي محمد يونس خالص په اړه هم د څه ويلو څخه دريغ ونه کړ چې د ګور ميلمه دى، د هغه په نيشت کې يې د هغه د با معنى ويناؤ په اړه بې معنى څرګندونې وکړې او د هغه کلک عقيدوي مسلمان بابا په اړه هم وغږيد چې دروند استاد محمد زمان مزمل صاحب يې په اړه ويلي:
يه خالصه مولوي! بلا دې ليرې
توند هوس د اقتدار ته څنګه تم شوې
مؤمنانو د ملحدو بې نياز کړې
د کثرت په انډوخر کې نه د خلق نه د پرچم شوې
په ايمان د ډېرو زيات شوې باک يې مکړه
که په شمېر کې د ډلګيو لږ څه کم شوې
دا ګټلې نوم دې بس دي ښه يې ساته
شې بدنام به که د نورو په شان خم شوې
بزرګان پکې لغړ شول له ايمانه
څومره ښه چې بې نياز د ګلم جم شوې
تر ټولو دمخه بايد ووايم چې د مرحوم بابا دغه شعر خوب نه دې بلکه که چا لوستلي وي نو بابا دې شعر ته د (د حقيقت، خوب او خيال تر منځ) عنوان ايښودلى دى، په ريښتيا سره هم که څوک دغه شعر په غور سره ولولي نو د شعر د معنويت څخه ورته هر څه په ډاګه کيږي، ځکه خو د شعر عنوان د ښاغلي (حقمل) پر ټول تعبير د بطلان کرښه راکاږي.
(حقمل) د شعر د تعبير يا تفسير پيل په دې ډول کړې:
( نبي خېل د كابل د هغه مهال جگړو په اړه داسي انگېرله چي مجاهدين ورته ملامت برېښېدل، ننگرهار ته مهاجر شوو كابليانو ده ته همدا ذهنيت وركړى وو، گمان ئې دا وو چي د دوى د هجرت او له كړاوونو سره د مخامخېدو مسئوليت د مجاهدينو په غاړه دئ).
لږ به تم شو او د بابا د شخصيت په تناظر کې به دې څو کرښو ته ښه ځير شو، ليکوال وايي چې ګوندې خالص بابا په کابل کې د روانو جګړو په اړه خپل نظر نه درلود او نه هم ورڅخه خبر ؤ، بلکه ننګرهار ته ورغيو کابليانو هغه داسې پوهولى ؤ چې مجاهدين ملامت دي، ريښتيا هم مجاهدين ملامت وه او دا دې ملامتيا يې راڅرګنده شوه چې ډيرې يې د امريکا تر څنګ ودريدل.
هغه مهال يو د بادشاهۍ چوکۍ نه پريښودله او بل وربښله نه، يو له ولسوالۍ څخه د صدر اعظمۍ دفتر چلولو او بل ته چې موقع په لاس ورغله نو چوکۍ يې تاجکستان ته يوړله، د کمونستانو سره ايتلافونه کيدل او ړنګيدل او...............نو چې مجاهدين ملامت نه وه نو څه وه؟
بابا دومره ويده نه وه چې د څو تنو مهاجرو په حال يې پريکړه کړې واى، هغه د افغانستان د قيادت دعوه دار ؤ، د افغانستان د هر ګوټ څخه خبر ؤ او ځکه خو هغه مهال چې نورو به د بهرنيو مرستو په وړاندې خپل مذهبونه، لباسونه، کړه وړه او ژبې بدلولې بابا د ايران سره د افغانانو د څو ميله وسلې (سټينګر) په بدل کې تر اخرۍ ورځې پورې جوړه نه کړه.
ښاغلى (حقمل) زياتوي:
(خو په خوب كي ده ته څو لارښووني شوې)
دلته بايد بيا ووايم چې د حقمل پدې کرښو څه ويل عبث او د وخت ضياع ده ځکه چې ما مخکې وويل دا د بابا خوب ندې نو دې ښاغلي بيا څه ډول ورته ځان (ابن سيرين) کړ او په تعبير پسې يې مټې را ونغاړلې، جناب ليکواله لږ خو به دې پلټنه کړى واى چې څه ليکې، د چا په اړه يې ليکې، د څه په اړه يې ليکې؟؟؟ خو بس داسې بريښي چې نن ورځ وزګار وى او په بابا دى د قلم رنګ ور خلاص کړى دى.
زه به د حقمل په ليکنه کې د هغه څخه يواځې دوه پوښتنې وکړم:
دا ښاغلى چې وايي:
(هغه مهال په جهاد كي برخه اخيستل او د مجاهدينو ملگرتيا يوه وجيبه وه).
پوښتنه دا ده چې د چا په پلوۍ؟ هغه مهال خو هر لوري ځان مجاهد او په حقه باله.
حقمل صاحب ويلي:
(د هغه مهال د ورانيو، جگړو، وژنو او مهاجرتونو مسئوليت د هغو په غاړه دئ چي تش په نامه مجاهدين ول، له كمونيستانو سره ملگري شول).
دا کوم ايتلاف د کوم کمونست سره يادوئ؟ ځکه چې ډيرو مشرانو د ډيرو کمونستانو سره ايتلافونه وکړل او هغوى يې استقبال کړل.
ما وړاندې د چاپلوسۍ او جنايت خبره کړى وه، د ليکنې په وروستۍ برخه کې دغه ښاغلى ليکي:
(كه څوك د هغو مهاجرينو حالت ته لږ ځير شوى وى چي له كابل ننگرهار ته مهاجر شوي وو نو په آسانۍ به پوه شوى وو چي دوى د كابل د پښتون مېشتو سيمو اوسېدونكي ول، د هود خېل، تره خېل، بگرامي، ده سبز، رحمن مېني او نورو هغو سيمو چي د كابل ائتلافي حكومت په راكټو ويشتلې او بمونه ئې پرې ورول).
اوس نو دې ښاغلي نده روښانه کړې چې دغه سيمې د چا په لاس کې وې، کاشکې يې لږ په ډاګه کړې واى چې د ده مطلب څوک دى، د چا څخه سپين باز جوړوي او په چا باندې د تهمتونو غشي وروي، دا پريکړه دې نو لوستونکي وکړي چې دغه سيمې د خپلمنځي جګړو پر مهال د چا په ولکه کې وې او چې دا څرګنده شي نو دا به هم واضحه شي چې ښاغلى (حقمل) د کومې ډلې جګړه مار او ټوپک مار دى او يا د کومې ډلې پلوي کوي.
دغه ښاغلى په خپله ليکنه کې داسې څرګندوي چې مولوي محمد يونس خالص بابا بايد غلى نه واى ناست او د جګړه مارو خواوو له منځه يې د يو لورى نيولى واى، د ليکوال ګډوډ ذهنيت ته سړى حيران شي چې شايد په خپله د يوې په جګړه کې ښکيلى ډلې غړى ؤ خو نور خلک يې هم ناست نه خوښيدل بلکه پدې مردار ډنډ کې د ورګډيدلو غوښتنه يې ورڅخه کوله لکه چې وايي:
( نبي خېل او د ده ملگرو ته د دې خوب پيغام دا وو چي له هغو مجاهدينو سره يو ځاى شي چي د كمونيستانو او منافقينو د گډي ائتلافي جبهې په وړاندي ئې مقاومت كولو، يقيناً چي هغه افغانان په ځانگړې توگه هغه پخواني مجاهدين د الله تعالى او د افغان ولس په وړاندي سخت ملامت دي چي په دغي مرحلې كي ئې يا د مجاهدينو ملا تړ ونه كړ، يا د كابل له ائتلافي ادارې سره يو ځاى شول).
ښاغلي ليکوال تر دې وروسته د خپلې خيټې څخه راوتلي د خپلو خواهشاتو مطابق يو څو کرښو ته د تعبير نوم ايښې، ګويا که په خپله ګټه سياسي تبصره يې کړې او په پاى کې يې پر طالبانو هم يو فير کړى چې وايي:
(آيا عجيبه نه ده چي ځينو د دې توطئې په وړاندي د مجاهدينو مقاومت د خپلمنځيو جگړو په نامه يادولو خو له همدې ائتلافي ادارې سره ئې د طالبانو پراخ او اوږد جنگ سپېڅلى جهاد گڼلو!!).
نه هيڅ عجيبه نده ځکه چې طالبان د يوې ډلې په پلوۍ او د بلې په مخالفت کې نه وه راپاڅيدلي لکه څنګه چې ته غواړى او هيله يې لري وايې چې مرحوم مولوي محمد يونس خالص دى د رباني د حکومت پر ضد د نورو ډلو په پلوۍ جنيګدلى واى.
طالبان را پاڅيدل، ډيرو يې په لمړي سر کې مرستې وکړې او ټولو به ويل چې دا زمونږ مرستې ته را روان دي خو وروسته ثابته شوه چې د طالبانو اسلامي خوځښت يواځې او يواځې د فساد پر ضد ؤ، د کابل جګړې هم د همدې فساد يوه برخه وه چې طالبانو له منځه يوړه او بيا خو ټولو ته څرګنده ده چې د دسيسو دواړه خواوې او جګړه مارې ډلې په يو ځاى د شمال له لارې د هيواد څخه ووتلې، څوک په ايران ولګيدل او څوک په تاجکستان.
سړى حيران شي چې دا ځينې ولى خلک د بل چا په اوږو ټوپک ږدي او بيا په خپل دښمن ډزى کوي، ښاغلى (حقمل) کولاى شول چې په خپل ابتکار يې يوه ليکنه کړى واى او دا هر څه يې پکې تشريح کړى واى، دى ته څه اړتيا وه چې د بابا د شعر نه يې پيل کړه او په هغې کې يې داسې کنايي او اشارې وکارولې چې د شاعر د شعر څخه د هغه پر ضد کار واخيستل شي؟
هيله لرو چې د بابا په حق کې له انصاف څخه کار واخيستل شي.
پاى
2012-05-17