د چاراکو بدلون؛ بریا که ماتې؟!

 
په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان آلن د دندې له پیل څخه یو کال نه تېرېږي ټاکل شوې ده، چې جان آلن له خپلې اوسنۍ دندې ګوښه او په اروپا کې  د امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ مرکز مشر په توګه وټاکل شي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي، چې په جدي توګه په دغې طرحې کار روان دی او دغه طرحه څېړل کېږي.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان له دندې څخه ګوښه کېدل په داسې حال کې مطرح کېږي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو لړۍ د تر سره کېدو په حال کې ده.
په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو په لس کلن شتون کې د جان آلن له بدلون سره به د دغو ځواکونو پنځه لسم قوماندان وي، چې بدلېږي. په لاندې توګه به د دغو قوماندانو نومونه شمېرلی شو.

  • ۲۰۰۱ کال زېږدي کال ډسمبر میاشتې څخه د ۲۰۰۲ زېږدي کال تر جون میاشتې جنرال جان مک کول
  • د ۲۰۰۲ زېږدي کال له جون میاشتې څخه د ۲۰۰۳ زېږدي کال تر فبرورۍ میاشتې جنرال حلیم اکېن زورلو
  • د ۲۰۰۳ زېږدي کال له فبرورۍ میاشتې څخه د ۲۰۰۳ زېږدي کال تر اګوسټ میاشتې جنرال ون هیسټ
  • د ۲۰۰۳ زېږدي کال له اګسټ میاشتې څخه د ۲۰۰۴ زېږدي کال تر فبرورۍ میاشتې جنرال ګویټز ګلیمیروت
  • د ۲۰۰۴ زېږدي کال د فبرورۍ میاشتې څخه د ۲۰۰۴ زېږدي کال تر اګوسټ میاشتې جنرال رېک هېلر
  • د ۲۰۰۴ زېږدي کال له اګوسټ څخه د ۲۰۰۵ زېږدي کال تر فبرورۍ میاشتې جنرال جیان لویس
  • د ۲۰۰۵ زېږدي کال له فبرورۍ میاشتې څخه د ۲۰۰۵ زېږدي کال تر اګوسټ میاشتې جنرال اتم اېرداګي
  • د ۲۰۰۵ زېږدي کال له اګوسټ څخه د ۲۰۰۶ زېږدي کال تر مې میاشتې جنرال مایورو دېل ووکچیو
  • د ۲۰۰۶ زېږدي کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۰۷ زېږدي کال تر فبرورۍ میاشتې جنرال ډېوېډ ریچارډ
  • د ۲۰۰۷ زېږدي کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۰۸ زېږدي کال تر جون میاشتې جنرال دان مک نيل
  • د ۲۰۰۸ زېږدي ک ال له جون څخه د ۲۰۰۹ زېږدي کال تر جون میاشتې جنرال ډېوېډ مک کيمن
  • د ۲۰۰۹ زېږدي کال له جون میاشتې څخه د ۲۰۱۰ زېږدي کال تر جون میاشتې جنرال سټنلي مک کرسټل
  • د ۲۰۱۰ زېږدي کال له جون میاشتې څخه د ۲۰۱۰ زېږدي کال تر جولای میاشتې جنرال سر نېک پارکر
  • د ۲۰۱۰ زېږدي کال له جولای میاشتې څخه د ۲۰۱۱ زېږدي کال تر جولای میاشتې جنران ډېوېډ پېټریوس
  • د ۲۰۱۱ زېږدي کال له جولای میاشتې څخه تر اوسه جنرال جان آلن

  • په قطعي توګه شونې نه ده، چې وویل شي ولې جنرال جان آلن له خپلې دندې بدلېږي یا دا، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو راتلونکی قوماندان به د کومو ځانګړتیاوو درلودونکی وي؛ خو د آلن له کړنو څخه د افغان دولت نا خوښي او د امریکا له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترسره شویو هوکړو تر پښو لاندې کول، چې څو ځله نوموړی د ولسمشر له لوري احضار شو او د ده تر امر لاندې ځواکونو له لوري ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده شونې ده، چې د آلن د بدلون لامل شوي وي.
    د جان آلن د قوماندانۍ پر مهال په باګرام پوځي اډې کې د امریکايي ځواکونو له لوري د قرآن کریم نسخه وسوځول شوه، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې بې ګناه کسان ووژل شول، د پاکستان پر پوځي پوستې برید وشو، چې له امله ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول، د مړو پر جسدونو بولې وشوې، د وژل شویو کسانو د بدن له غړو سره امریکايي ځواکونو عکسونه واخیستل  ... او بالاخره په دې وروستیو کې د ده تر قوماندانې لاندې ځواکونو له لوري د بمباریو له امله په هلمند، لوګر، بادغیس او کاپیسا ولایتونو ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وا وښته
    د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په تېرو کې د جان آلن دا ډول کړنې د افغانستان او امریکا په اړیکو کې درز پیدا کړی دی او اوس مهال، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک شوی دی د داشان کړنو دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې ناورین ته دننه کړي.
    په تېرو لسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو قوماندانانو بدلون ته په پام سره ویل شو، چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي له ننګونو سره مخ ده او امریکا غواړي د قوماندانانو په بدلون سره دغه ننګونې تر یوه بریده کابو کړي. همدا راز امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له لوري د ناوړه کړنو مخنیوي په موخه غواړي په چارواکو کې بدلون راولي.