ایا زرداري دمدني جاموسره د پوځي موزو د اچولو هڅه کوي  ؟

  زرداري داساسي قانون له تعدیل دمخه غواړي ولسمشر شي . دزداري دې پریکړې، چې غواړي داساسي قانون د ۱۷ تعدیل له مخې ځان ولسمشر کړي پاکستانی ولس اندیښمن کړی. ددغه قانون له مخې ولسمشر پراخ واک لري: دپارلمان ړنګول ، دپوځ دقوماندان ټاکل او داټومي تاسيساتو اداره کول . دا هغه څه دي چې پاکستانی ولس یې په دې  اندیښنه کې غورځولی، چې ایا دا خوبه یو ځل بیا  دیوه مدني واکمن په څیره کې یو بل پوځي نظام نه وي .   دقاضایانود بېرته ګومارلو موضوع  یوازنۍ ستونزه نه ده ،چې دخلکو او مسلم لیګ ګوندونه یې پر سره اختلاف لري، بلکې ۱۷ تعدیل هم چې پخواني ولسمشرجنرال مشرف  په اساسی قانون کې په خپله ګټه راوستی و، هم یوه کړکیچنه موضوع ده چې دغه ګوندونه یې پر سر ستونزه لري . نواز شریف وایې : هغه تعدیلات چې دمشرف له خوا په اساسي قانون کې ترسره شوي ددیموکراسۍ له اصولو سره  اړخ نه لګوي ، نو ځکه خو یې غوښتنه داده چې د ټولټاکنو له نیټې دمخه په قانون کې ترسره شوي تعدیلات دې بیر ته  ورغول شي ، او دا هغه څه دي چې زرداريې  په اړه ځان کوڼ اچولی . دشنبې دورځې له ختمیدو سره هغه وروستی  مهلت هم پای ته ورسید، چې ولسمشرۍ ته نوماند باید خپل اسناد جمع کړي،  په دې لړکې درې سیال  نوماندي اصف علي زرداري دخلکوګوند  ، قاضي سعید الزمان صدیقي دمسلم لیګ نواز ګوند او  مشاهد حسین دمسلم لیګ قاید اعظم له خوا دپاکستان دراتلونکي ولسمشر دچوکۍ  لپاره ځانونه کاندید کړي.   اټکل کیږي چې زرادري به دغه سیالۍ وګټي او دا هغه څه دي چې پروني متحدین یې په اندیښنه کې اچولي. نوازشریف وایې ، چې د زرداري حکومت به هم دمشرف تګلاره تعقیب کړي ځکه خو ورته هیله من نه دی . کله چې نوازشریف دخلکو دګوند له مشر زرادري سره په خبرو کې دا ونه منله چې له خپله اړخه دکاندید له نومولو تیر شي،  نوموړي خبریالانو ته وویل چې دزرداري حکومت ته هیله من نه دی ، ځکه هغه په دې اند دی چې زرداري غواړي دمشرف تګلاره تعقیب کړي چې داد پاکستان په ګټه نه ده . نواز شریف غواړي ، چې دپاکستان ولسمشر باید یو غیر ګوندي شخصیت وي او له همدې کبله یې له خپل اړخه  متقاعد قاضي  چې ددوی له ګونده نه دي او یو خپلو اک شخصیت دی دولسمشرۍ دڅوکۍ لپاره و نوماوه . داچې مشرف په خپلو پریکړو کې یو ناندریز شخصیت و، نو ځکه خو دزداري په راتګ سره څارونکي ویره لري چې تاریخ بیا تکرار نه شي . دستراتیژیکو څیړنو پخوانۍ ریيسه شیرین مزاري وایې :« زرداري  دخپلې وژل شوې میرمن بینظیر بوټو له برکته دې  ځای ته رسیدلی او ویل کیږي چې نوموړی  په سیاست کې کمه تجربه لري او داسې ویره هم شته چې نوموړی به دانتقام روحيه هم ولري،  چې دا به د خلکو دګوند په راتلونکې  بده اغیزه وکړي » مزاري چې له الجزیره نېټ سره یې خبرې کولې دې خبرې ته اشاره وکړه، چې زرداري دپنجاب ایالات دوالي په توګه دسلمان تاسیر په ټاکلو سره ثابته کړه چې دواک غځولو سره لیوالتیا لري څو دپر یکړو پرمهال ورسره مرسته وکړي . مزاري ویره څرګندوي، چې که زرداري دولسمشر په توګه وټاکل شي دابه دیو مدني  واکمن په جامه کې یو داسې دیکتاتور ولسمشر وي چې پراخ صلاحیتونه به لري .  دا اټکل هم کیږي چې دنواز ګوند سره به د پنجاب دایالت پر سر هم لانجې راپورته کړي . دنیشن انګلیسې ورځپاڼه په خپله یوه ګڼه کې دزرداري کارتون کښلی ، په دغه کارتون کې زرداري په داسې حالت کې څرګندیږي چې پر مخ یې موسکا خپره ده او  خپلې ملکي موزې وکاږي او پرځای یې  پوځي موزې اغوندي ا مګر دخلکو ګوند هڅه کوي چې دولسمشرۍ لپاره خپل کاندید ته ملاتړي  زیات کړي او داخبرې په کلکه  ردوي چې ګواکې دخلکو ګوند دیو دیکتاتور حکومت درامنځ ته کولو هڅې کوي. د دې ګوند داجرایوي کمیسیون غړی بابر اعوان وایي ،چې دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی ، چې دزرداري په مشرۍ حکومت به دملي یوالي لپاره خپلې هلي ځلې چټکې کړي هغه هیله وښودله چې نواز شریف به هم دغه ایتلاف ته ددویم ځل لپاره ورګډشي . بابر اعوان الجزیره نېټ سره په خبروکې وویل، چې زرداري یو سیاسي شخصیت دی هغه ۲۲ کاله دبنظیر بوټو تر څنګ پاتې شوی او  په نړیواله کچه پیژندل شوې څیره ده ،ځکه خو نوموړی ددوه نورو نوماندو په پرتله ډیر مستحق دی چې دپاکستان راتلونکی ولسمشر شي .هغه داهم رد کړل چې ګواکې دولسمشر په توګه له ټاکلو وروسته به دنواز شریف سره دټکر رامنځ ته کولو هڅه وکړي. مګر سیاسي شنونکی زاهد حسین فیري وایي ، چې د زرادري له ټاکنې سره به پاکستان یو ځل بیا یو داسې پړاو  ته ننوځي چې پاکستان ورته اړتیا نه لري، ځکه زرداري یو ناندریزاو په فساد تورن   شخصیت دی چې کېدای شي نوموړي ته ستونزې رامنځته کړي  . حسین وایي ، چې سره له دې بيا هم دخلکو ګوند هڅه کوي چې نوموړی دولسمشرۍ تر څوکۍ ورسوي .