د قدرت انتقال، خنډونه او وړانديزونه! (ډاکټراشرف غني احمدزي ته لیک)

  په هېواد کې د نړيوالو ځواکونو شتون، د يادو ځواکونو لخواء شپني عمليات او د بې ګناه افغانانو نيول هغه لويه ستونزه وه، چې ټول افغانان يې د حل غوښتونکي وه، د يادې ستونزې له منځه وړلو په موخه افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی وګماره، چې ترڅو د نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د انتقال مسوليت پرغاړه واخلي، د ډاکتر صاحب ګمارنه موږ ښه شګون بولو ځکه ډاکتر صاحب په ورکړل شويو دندو کې تر اوسه غفلت ندی کړی، همېشه يې دنده په پوره امانت دارۍ او افغاني احساس ترسره کړې، چې تر څه حده پدغه مسوولیت کې هم بریالی برېښي، د نظامي قدرت انتقال زموږ په اند هغه وخت بريالی کېدای شي، چې لاندې ستونزې په جدي توګه وڅيړل شي او د حل لار ورته معلومه شي. رېښتيا ده، چې په وزارتونو، مستقلو رياستونو او نورو ادارو کې ستونزې او مشکلات شته، خو بايد هغه اداره چې د ټولو ولاياتو، ښارواليو او ولسواليو مسوليت په غاړه لري، له ستونزو او مشکلاتو څخه خلاصون ومومي ترڅو په ټولو ولایاتو، ښارونو او ولسواليو کې روانه پروسه په چټکۍ او برياليتوب سره ترسره شي، دا اداره چې د محلي ارګانونو د مستقلې ادارې په نوم يادېږي پکې شته ستونزې يې په لاندې ډول ليکل غواړم. ستونزې او ننګونې: د محلي ارګانونو مستقله اداره، چې د هېواد ټول ۳۴ ولاياتونه، ۵۷ ښاروالۍ او ۳۷۴ ولسوالۍ تر خپل مستقيم مسوليت لاندې لري، د ستونزو څخه ډکه ده، په ياده اداره کې ولسوالان د تليفون په واسطه راغوښتل کېږي، د پيسو او امکاناتو غوښتنه ورڅخه کېږي، دا هغه ولسوالۍ وي، چې د نورو په پرتله پکې امکانات او پرمختګ ډير وي، چې ژوندۍ بيلګې يې د کابل باګراميو ولسوالۍ، د پروان ولسوالۍ او يو شمېر نورې ولسوالۍ يادولی شو، یو شمېر ولسوالان هم د موبايل تماس له لارې راغوښتل کېږي د پيسو او امکاناتو غوښتنه ورڅخه کېږي، باید یادونه وکړم، چې ځيني واليان هم راغوښتل کېږي، او د ټولو په مخکې ورڅخه د پيسو غوښتنه کېږي، ورته ويل کېږي، چې له تاسو څخه د ولایاتو اوسيدونکي شکایات لري، والی د خپلې څوکۍ د بقا په خاطر مجبوراً معين او يا رئيس صاحب ته امکانات ورکوي. دوهمه ستونزه: په ځينو ولاياتو لکه (غزني، هلمند، پکتيکا او کنړ) کې د اوسنيو تاوتريخوالو اصلي زېږنده د همدې ادارې مسوولين دی، په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالجبارقهرمان د کمپاين پروخت د هلمند پر والي تور ولګيد چې د قهرمان پلوي کوي، د قهرمان د برياليتوب وروسته په خپل لاس قهرمان د هلمند والي ښاغلي ګلاب منګل ته يوه تقدير نامه ورکړه او په هر ډګر کې يې د هغه پلوي کوله، مګر نن يې پر خلاف غونډې جوړوي، د لښکرګاه په ښار کې په سلګونو کسان د والي په خلاف د قهرمان په لمسون درېږي، او غوښتنه کېږي، چې بايد والي د دندې ګوښه کړای شي، د والي په خلاف روانې هڅې او هغه (والي صاحب) ته د ستونزو جوړول د يادې ادارې د مسوولينو لخواء کېږي، اوس د هلمند ولايت مقام لپاره ۷ نفره ولاړ دي، يعنې د محلي ارګانونو د مستقلې ادارې لخواء ۷ نفرو ته وعدې ورکړل شوي، چې دوی به د والي پرځای مقررېږي، د هريو څخه پیسې اخيستل شوي، مګر يو پربل ندي خبر، هر يو فکر کوي، چې د هلمند راتلونکی والي به دی وي. په غزني ولايت کې د والي په خلاف ولايتي شورا ودرېده، وکيلانو او د دوی مؤکيلينو اوازونه وکړل، چې والي دې تبديل شي، دا والي نه شي کولای غزني ته خدمت وکړي، چې د يادې ستونزې زېږنده هم د محلي ارګانونو خپلواکه اداره ده، د غزني ولايت مقام څوکۍ لپاره څلور نفره زه پيژنم چې کالي يې هم تيار کړي، هر يو د هغه ورځې انتظار کوي، چې د والي په صفت ياد ولايت ته ولاړ شي. په پکتيکا ولايت کې يې هم د والي په خلاف قرارداديان او صرفان درولي، د پکتيکا ولايت یو تن قراردادي فريد چې پخوايې  دهمدي ولايت نړیوالو ځواکونو لپاره اکمالات کول، د والي څوکۍ کانديد دی، نوموړي له اوسه په ميليونونو افغانۍ د محلي ارګانونو مستقلې ادارې په داخل کې مصرف کړي، ترڅو د ولايت څوکۍ ترلاسه کړي، د پکتيکا اوسنی والي د خپلې څوکۍ د بقا په خاطر نن هم په کابل کې درېيمه مياشت تېروي، د ملنګ په شان د يو او بل دروازه وهي، د خپلې څوکۍ خير ترې غواړی، نه پوهېږم چې ولې د محلي ارګانونو مستقلې ادارې مسولين داسې کوي، پکتيکا ولايت ته هم ۷ نفره په طمعه دي. د کنړ ولايت والي په خلاف هم د کنړ اوسيدونکي او ولايتي شورا وکیلان وردېدل، دوی هم د والي د ليرې کېدو غوښتونکي دي، د يادو خلکو ذهنونه هم د يادې ادارې مسولينو اړولي، ځکه د کنړ ولايت مقام د څوکۍ لپاره يې هم د خلکو څخه په ميليونونو افغانۍ اخيستي دی. د محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې مسولين (رئيس او معين) تر سطحې په يادو ولاياتو کې د ستونزو زېږېدو ته لمن وهي، دوی دي، چې په ملي شوراء کې د يادو ولاياتو نماینده ګانو ته ذهنيتونه ورکوي، په رياست جمهوري کې يې هم د همدغه واليانو په خلاف ويونکو ته دنده سپارلې ترڅو هلته هم دیادو واليانو په خلاف خبرې وکړي، نړیوالو ته يې هم ذهنيتونه ورکړي، او غواړي چې له هرې لارې دا واليان بدنامه او له دندو ګوښه کړي. د سيمه اييزوارګانونو خپلواکه اداره، د ولاياتو، مرکزي دولت او نړیوالنې ټولنې سره د يو پل حيثيت لري، دا اداره بايد د ولاياتو ستونزې پروخت مرکزي دولت (وزارتونه او مستقل رياستونو) سره شريکي کړي او ستونزو ته يې د حل لارې پيداکړي، نړيوالو څخه د ولاياتو لپاره د لنډ مهاله او اوږد مهاله پروژو غوښتونکي شي، چې په هر قدم او لحظه د هېوادوالو لپاره د خدمت جوګه وګرځي مګر دوی په ولایاتو کې د ستونزو زېږنده دي، که ياد شويو ولاياتو کې واليان، ولسوالان او ښاروالان نه وي، دوی لکه د ملنګانو په شان د يادې ادارې دروازې ټکوي، او په ولاياتو کې يې د نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته پروسه روانه وي، آيا دا پروسه به مثبته اغيزه وکړي؟ د دې لپاره چې په ولاياتو کې ستونزې حل شي او هر ولايت د نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د قدرت د انتقال جوګه وګرځي، نو هر والي، ښاروال او ولسوال بايد په سړه سينه په خپلو دفاترو او ولایاتو کې موجود وي، چې د قدرت د انتقال څخه وروسته هغه ځای کې خپله افغان بچي پاتې شي او خپله د ورسپارل شويو ځايونه ساتنه وکړي. ښاغلی ډاکټر صاحب! زه تاسو ته  د دې خطر زنګ وړاندوينه کوم، که چيرته په ولایاتو کې ستونزې همداء شان دوام پيدا کړي، او په عين وخت کې له داسې حساس پړاو څخه هم تېرېږي هېڅکله به د انتقال پروسه کاميابه نشي. محب الله مفهوم