
د انتقال د پروسې مسول ښاغلی
ډاکتراشرف غني احمدزی صاحب! اوريدلي مو دي، چې تاسو ډېر هوښيار، زيرکه او په خپلو
کارونو همېشه برلاسي یاست، ځکه خو په تاسو هم ولسمشر ډېر اعتماد وکړ، او د نړيوالو
ځواکونو لخوا افغان ځواکونو ته يې دقدرت لېږد د انتقال مسوول کړئ، زموږ په اند چې د
ولسمشر اعتماد پرځای اعتماد دی، چې پرتاسو يې وکړ، تاسو هم لکه د تل په شان په
خپلو کارونو کې موفق او کاميابه یاست.
ښاغلی ډاکټر صاحب! هېواد مو له يو مهم
او حساس پړاو څخه تېرېږي، له يوې خوا د مخالفو ورونو سره د سولې او د پخلاينې
برخه، له بل پلوه د نړیوالو په ځانګړي ډول د امريکا متحده ايالاتو سره د ستراتيژيک
تړون تر څنګ د نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه ده، چې
هر يو يې په خپل ځای کې مهم او کليدي رول لري، خو که په سمه طريقه ترسره شي، د
انتقال په لومړي او د وهم دور کې چې ځیني ولسوالۍ يا ښارونه د افغان ځواکونو تر
ولکې لاندې يا يې هغوئ مسووليت سپارل شوی ځيني تشې پکې موجود دي، چې غواړم يې له
تاسو سره يې شريکې کړم.
(۱): دا چې افغان ځواکونو
ته د قدرت مسووليت ورپه برخه کېږي، باید ورسره صلاحيت هم معلوم وی، چې زموږ افغان
امنيتي ځواکونه څومره صلاحيتونه لري، د افغان امنيتي ځواکونو د کړنو څخه څوک نظارت
وکړي، که چيرته يو باجرائته سرتيری د خپلې خاورې او هېوادساتنې په خاطر د کومې ننګونې سره مخ کېږي، آیا مجازات
به ورکول کېږي که مکافات کېږي به؟ د تلاشيو (عملياتو) په جريان کې بايد کوم ټکي په
نظر کې ونسي؟ او څنګه خپلې ورکړل شوې دندې په سپيڅلي توګه ترسره کړي؟ دا ټولې هغه
پوښتنې دي، چې غواړم يې د برېښنايي رسنيو له لارې يې له تاسو سره شريکې کړم،
همدااوس د افغان امنيتي ځواکونو په لیکو کې داسې اشخاصو لارې کړي، چې د خپل شخصي
مشکلاتو په خاطر د نورو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي، د عملياتو په جريان کې يې
کورونه لوټوي او حتی د مرګ ګواښونه ورته کېږي، د امنيتي چارو مسوولين په ځانګړي
ډول کشفي ارګانونه د بعض او کينې څخه کار اخلي، ډېری وخت نړيوالو مسلحو ځواکونو ته
هم بې بنسټه او د حقيقت څخه ليرې معلومات ورکوي، چې د هغوئ (نړيوالو) ځواکونو د
عملياتو په جريان کې زموږ هېوادوال يا ټپيان شي او يا هم خپل خوږ ژوند له لاسه
ورکوي، چې ډيری يې بې ګناه وی، دغه کشفي او يا امنيتي ارګانونه خو لومړی خپله هڅه
کوي، چې مقابل لوری له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کړي، خو کله چې و نه توانېږي بیا
نو نړيوالو ځواکونو ته بې بنسټه معلومات ورکوي، چې لا تراوسه هم دا لړۍ روانه ده
او زموږ بې شمېره هېوادوال په مختلفو ولاياتونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، کورونه
يې لولپه شي او يا هم داسي ټپونه وګوري، چې د جوړېدو نه وي.
(۲): په وزارتونو کې په
لويه کچه مشکلات او ستونزې موجودې دي، کارونه د ورځو څخه اونيو او له اونیو څخه
بيا تر میاشتو او کلونو پورې ځنډېږي، يو شمېر وزارتونه نه دي توانيدلي چې تر ۴۵٪
پورې بوديجه مصرف کړي، چې دا خپله په وزارتونو کې د ظرفيت نه لرلو ښکارندوينه کوي،
له بل پلوه په وزارتونو کې ځیني قراردادونو لاسلیک کېږی، لومړی خو کوښښ کېږي، چې
مسوولين يې د خپل خپلوانو څخه يو ته ورکړي کنه بيا د پارلمان کوم وکيل ته يې د
خپلې څوکۍ د بقا په خاطر ورکوي، معينان او سکرتران په قرارداديانو او یا هم
کميشنکارانو پسې ګرځي، ټول کارونه ترې پاتې وي، چې تر اوسه يادې ستونزې ته چا جدي
توجه نه ده کړې، په وزارتونو کې مقررۍ او منفکۍ هم د واسطو په زور سره دي، د دفتر
رئيسان يې د دسيو يا د کوم چا د کار خلاصون په مقابل کې لکه د ډاکټرانو د فيس په
شان نرخونه لري، شفافيت چورلټ له منخته تللی.
یاده برخه هم جدي توجه
غواړي هر وزير مکلف شي، ترڅو د وزارت اړونده ټول مسوولين خپلې دندې، مسوليتونه او صلاحيتونه
وپيژني، خپلو کارونو ته متوجه شي اوکار پروخت او دقيق ترسره کړي ترڅو هېوادوالو ته
د خدمت جوګه شي.
(۳) عدلي او قضايي
ارګانونه لکه څنګه چې په کار دي خپل کارونه پر مخ نه وړي، دوی ته د مخالف يا د
حکومت پلوي فرق نشته، یوازې د پيسو پيداکولو خبره وي، که څوک قتل وکړي او پیسې
ولري بيا نو سرې سترګې ګرځي، د پیسو په مقابل کې يې دوسيې او يا په اصطلاح کارونه
خلاصېږي، خو که څوک پیسې ورنکړي، بيا يې شوی کار هم کالونه کالونه نيسي، يادې شوې
درې واړه ستونزې هغه بنسټيزې ستونزې دي، چې باید ژرترژره ورته د حل لاره وکتل شي،
ځکه که چيرته همداسې روان وي لکه اوس، ليرې نده چې زموږ زياتره هېوادوال له حکومت
څخه فاصله پيدا کړي.
(۴): د نړيوالو څخه د
قدرت انتقال سره سم بايد د بنسټيزو پروژو تضمين هم واخيستل شي، د هېواد په کچه
مهمې او بنسټيزې پروژې ترلاس لاندې ونيول شي، چې له يوې خواء موهېوادوالو ته د کار
زمينه برابره شي او له بل پلوه مو هېوادکې بنسټيزې پروژې پلي شي.
موږ باوري يو چې ياد ټکي
يا وړانديزونه که په عملي توګه ترسره شي، هېواد به مو د ډېرو ستونزو د خلاصون سره
سره د يو داسې بنسټيزو پروژو، قوي او د خدمت ترسره کsوونکي وزارتونو او د پیاوړي افغان امنيتي ځواکونو
درلودونکي شو.
محمدارمان احمدي