په خوست كې د پاسپورټ اخېستو ستونزې

كه څه هم چې د خوست هوا د هېواد د ډېرو سيمو په پرتله ګرمه ده، خو بيا هم د ژمي يخ سهار دى، د امنيې قوماندانۍ مامورين تر دې مهاله خپلو رسمي دندو ته نه دي رارسيدلي، خو د خوست د ليرو پرتو سيمو اوسيدونكي ډلې ډلې ځوانان د امنيې قوماندانۍ په وره كې په دې تمه كتار ولاړ دي، چې ګوندې له څو ورځو انتظار وروسته خو پاسپورټونه ترلاسه كړي.
دا ګڼه ګوڼه ځينې وخت تر دې كچې هم ورسيږي، چې كابو كول يې د پيره دارو پوليسو له وسه ووځي او د لوړ پوړو چارواكو په لارښوونه د اور وژنې د موټرونو په وسېله يې د اوبو په شېندلو حواره واره كړي.
پيره دار پوليس وايي، چې دا كار د ځينو امنيتي اندېښنو له امله كوي، ځكه څه وخت وړاندې د همدې امنيې قوماندانۍ په وره كې يوه ځانمرګي ځان چاودلى ؤ او دوى ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.
پاسپورټ اخېستونكي له ځايي چارواكو څخه له دې امله سرټكوي، چې په اسانۍ پاسپورټونه نه وركوي.
دوى اړونده چارواكي پر بډو اخېستو تورنوي او وايي چې د اداري بېروكراسۍ له امله د دې سيمې ډېرى يې پاكستان ته هم د پاسپورټ اخېستو له پاره مخه كوي، چې كم شمېر يې د افغانستان په كونسلګرۍ كې افغاني پاسپورټونه او ډېر شمېر يې بيا په لوړه بيه او ناقانونه ډول پاكستاني پاسپورټونه اخلي.
حاجي توريالى يو له هغو كسانو څخه دى، چې خپل ورور ته يې د همدې ستونزو له امله پاكستانى پاسپورټ جوړ كړى.
دى وايي، چې په لومړي ځل خو د ناقانونه پاسپورټ جوړول يوه ستونزه وه، بل يې په جوړولو زياتې پيسې ولګيدې او دريمه ستونزه چې لا هم روانه ده، دا ده، چې ورور يې هر ځل له سعودي عربستان څخه پر پاكستان راځي او د پوليسو له ځورونو، وېرو او لوړو لګښتونو سره مخ وي.
نوموړى له افغان دولت څخه غواړي، چې د خلكو اوسنيو اړتياؤ ته په كتو، د پاسپورټ اخېستنې سيستم رامېنځته كړي، په خپل زاړه اداري سېستم له سره غور وكړي او د حل داسې يوه لاره را وباسي، چې خلك په اسانۍ وكولى شي، پاسپورټونه جوړ او تر لاسه كړي.
د حاجي توريالي له نظر سره ډېر پاسپورټ اخېستونكي هم يوه خوله دي.
په دې ډله كې د خوست د لكڼو سيمې اوسيدونكى محمدعارف هم دى، چې وايي له اوونيو راهيسې د پاسپورټ اخېستو په تمه هره ورځ امنيې قوماندانۍ ته راځي، خو لا يې هم په ترلاسه كولو نه دى توانيدلى.
دى يوه بله ستونزه هم يادوي او وايي، چې كه څه هم په ظاهري ډول امنيې قوماندانۍ د خوست ټولو ولسواليو ته د پاسپورټ اخېستو نوبت اعلان كړى، خو په خبره يې پاسپورټ هغه څوك اخېستى شي، چې يا واسطه ولري او يا هم پيسه.
د خوست امنيې قوماندانۍ وره ته د ځوانانو په همدې كتار كې ولاړ يو سپين ږيرى، چې خپل زوى ته پاسپورټ جوړوي، وايي چې د اوريدو له مخې د امنيې قوماندانۍ افسرانو پاسپورټونه په خوست ښار كې د هوايي اېجنسۍ لرونكو كميشنكارانو ته په لوړه بيه وركړي او په وينا يې د پاسپورټ اصلي درې زره بيه يوولسو زرو ته لوړه كړې.
په خوست كې د پاسپورټ ادارې مرستيال ډګرمن محمدرسول پر خپله اداره د درغليو، رشوت اخېستو او واسطې مننې تورونه ردوي او د پاسپورټ اخېستونكو د ګڼې ګوڼې په اړه وايي چې له كلونو راهيسې په خوست كې د پاسپورټ څانګه غېر فعاله وه او اوس چې نوې فعاله شوې، نو تر اټكل زياتو كسانو پر دوى زور ور وړى.
محمدرسول وايي چې كه څه هم د اداري كاركوونكو شمېر يې يوازې درې تنه دى، خو په دې درو كسانو په دې توانيدلي، چې هره ورځ په منځني ډول پېنځه ويشتو كسانو ته پاسپورټونه وركړي او هره مياشت نږدې درې ميليونه افغانۍ د دولت په بودېجه كې له دې لارې زياتوي.
كه له يوې خوا پاسپورټ اخېستونكي د څو اوونيو له انتظاره كړيږي، بل خوا ډېر يې د خوست د ډېرو ليرو پرتو سيمو اوسيدونكي دي او وايي چې د هوټلونو او خوراك څښاك لګښتونو هم تر پزې راوستي دي.
ډېرى كتونكي بيا په دې اند دي، چې كه دولت د پاسپورټ وركونې چارې د اداري مامورينو او نوي سيستم په فعاليدو چټكې كړي، نو له يوې خوا به يې بې روزګارو خلكو ته د كار په پيدا كولو كې مرسته كړې وي او له بله پلوه به يې د خپلو عوايدو ګراف لوړ كړى وي.
دا مهال د خوست له سلو زرو زيات اوسيدونكي له هېواده بهر او ډېر شمېر يې په عربي هېوادونو كې پر مزدورۍ بوخت دي، چې هم د خپلو كورنيو مالي اړتياوې پوره كوي او هم د هېواد په نوې رغونه كې لوى لاس لري.