دغه سيمينار، په خوست كې د پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنې لخوا د فولكلور پوه ليكوال عبدالكريم پتنګ پر ژوند او آثارو جوړ شوى ؤ او د سيمې پر لسګونو ګډونوالو سربېره، د كابل، مزار، غزني، كونړ، ننګرهار، پكتيا، لغمان او وردګو سيمو ليكوالان او مينه وال هم ورته راغلي وو.
د بلخ پوهنتون استاد پوهندوى ډاكټر برزين مهر په افغانستان كې د مېشتو قومونو پر كولتوري نږدېوالي خبرې وكړې. ده وويل، چې ځينې جزوي توپيرونه به وي، خو په ټوله كې د افغانستان ټول اوسيدونكي ګډ كولتوري ارزښتونه لري
ډاكټر برزين د عبدالكريم پتنګ له كتابونو د ولسي شاعرۍ او پښتو ټپې برخې راخېستې او د دري ژبې له (دو بيتي) سره يې پرتله كړې وې
ليكوال استاد محمدآصف صميم، په فولكلوريكه برخه كې د ښاغلي پتنګ تېرې هڅې وستايلې او ترڅنګ يې له ځوانو ليكوالانو وغوښتل، چې دغې ارزښتمنې برخې ته ډېر پام وكړي.
استاد صميم، ټول افغانستان، خو په ځانګړې توګه لويه پكتيا د پښتني فولكلور هغه خزانه وبلله، چې ډېرې ارزښتناكې برخې يې په سينه كې دي. ده د ځوان كهول له ليكوالانو وغوښتل، چې كار پرې وكړي او خپلو راتلونكو نسلونو ته يې په ليكلي ډول پرېږدي.
د علومو اكاډمۍ علمي غړي څيړونكي محمد نبي صلاحي، د پتنګ (د خلكو تجربې) پر كتاب لېكنه كړې وه، ده ويل، چې د نوموړي كتاب ولسي طب ډېر ګټور دى، چې زموږ زياتره ځوانان اوس هم ترې ناخبره دي.
نوموړي وويل: ((د اوسني عصري طب اساس، له همدغه ولسي طبه اېښودل شوى او اوس هم ډېرې داسې ناروغۍ شته، چې درملنه يې په ولسي طب كيداى شي.))
د علومو اكاډمۍ بل علمي غړي محقق استاد شريف ځدراڼ د پتنګ پر (ګړني ادب) نومي كتاب، خپله اوږده څيړنيزه ليكنه ولوسته.
استاد شريف پر كتاب د څه ويلو ترڅنګ اوسني ځوان ليكوالان وننګول، چې پتنګ دا چارې په داسې وخت كې كړي، چې كمې اسانتياوې يې په لاس كې وې.
ښاغلي ځدراڼ وويل: ((اوسنۍ ټكنالوژي او ټرانسپورټي اسانتياوې داسې څه دي، چې د فولكلوري توكو په راغونډولو كې له ليكوالانو سره ډېره مرسته كولاى شي، نو بايد ځوانان كار پرې وكړي.)).
ليكوال او شاعر پيرمحمد كاروان، د ښاغلي پتنګ د (سروكي) پر كتاب لېكنه كړې وه.
ده ويل، چې پښتو سروكي، لكه د پښتو ټپې په څېر خواږه دي او د حماسې، مينې او ژوند نورو اړخونو ډېر راڼه انځورونه پكې راغلي دي.
كاروان د بېلګې په ډول د ليكوال له هغو څو سروكو يادونه كړې وه، چې د پښتنو مېرمنو د تنګلاسۍ، مايوسۍ او محكوميت بېلګې پكې راغلې وې.
ځوان ليكوال او ژورنالېست يونس برهان بيا د كريم پتنګ د (كركې او كږنې) پر كتاب كتنه وړاندې كړه.
ده وويل، چې زموږ د مشرانو ليكوالانو همدومره مسؤوليت ؤ، چې موږ ته يې د نيكونو د كړو وړو او دودونو اړوندې برخې راټولې كړې، خو اوس پر موږ ده، چې دا توكي وه ارزوو، چڼ يې كړو او پر واقعيتونو ولاړې برخې له خرافاتو بېلې كړو.
ځينو ليكوالانو او ويناوالو ويل، چې له يوې خوا ژوند د ماشيني كيدو پر لور روان دى او له بلې خوا دا وخت افغانستان له كولتوري يرغلونو سره مخ دى، نو ځكه بايد ليكوالان تر هر څه وړاندې فولكلوريكې برخې ته پام وكړي، تر څو ځوان نسلونه، د خپلو نيكونو او پلرونو كړه او دودونو هېر نه كړي.
د سيمينار په پاى شيبو كې د پښتو كولتوري ټولنو ګډې جرګه ګۍ مركزي غړي ډاكټر خوشال روهي په خپلو خبرو كې وويل، چې نن يې د دغه سيمينار په پاى كې د ګډ ادبي بهير پرانستل غوښتل، خو كله چې يې په خوست كې د سيدجمال الدين افغان ښوونيز، ادبي بهير له فعاليتونو واوريدل، نو د ډېرو ملګرو په خوښه او سلا يې همدا مركز، په خوست كې د شته كولتوري او ادبي ټولنو د ګډ ادبي بهير په نوم ونوماوه.
د سيمينار دويمه برخه ازاده مشاعره وه، خو تر مخه يې خوست مېشتو فرهنګيانو، د ټولو ميلمنو په استازيتوب، د بلخ پوهنتون استاد ډاكټر برزين مهر ته، د ځايي دود له مخې لنګۍ ور په سر كړه.
د پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنې له خوا د خوست دوو داسې ځوانانو ته ستاينليكونه وركړل شول، چې په ډېر كم عمر كې يې پښتو ژبې او ادب ته ډېر څه كړي دي.
په دې كې يو محمدقاسم عارف او بل تواب الدين غورځنګ ؤ، چې په كم عمر كې د كړي كار له امله، له ځانه مشران بلل كيږي.
څلور پنځوس كلن عبدالكريم پتنګ په خوست كې څړبن ليسه او په كابل كې روښان دارالمعلمين لوستي. وروسته يې په پښتو ټولنه كې د ادارې، كتابتونو او زيري جريدې له پاره د مشر، غړي او اوډونكي په توګه كار كړى.
په هماغه مهال يې د پښتو ټولنې او نورو اكاډميكو ادارو له خوا د فوكلور په برخه كې شپږ كتابونه خپاره شوي:
۱- فولكلوري مرغلرې.
۲- ګړنى ادب.
۳- د غرونو څوكې
۴- پښتو منظومې كيسې
۵- د خلكو تجربې
۶- سروكي
او وروسته يې (د اعمالو توازن) او (د الهي حقيقت ثبوت) په نومونو دوه نور كتابونه په خپله چاپ كړي دي.
ليكوال اوس هم په ليكلو بوخت دى او هيله ده، چې په راتلونكي كې هم په يادو برخو كې ګټور آثار ولري.
د ده په اړه جوړ سيمينار ته، پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنې، په كابل كې د دانش خپرندويه ټولنې په ملګرتياد ده (فولكلوري مرغلرې) په نوم كتاب، چې پوره درې لسيزې وړاندې، د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوى ؤ، يو ځل بيا چاپ كړ.
او د همدې ورځې په وياړ (پيوستون) مجله هم چاپ او پر خلكو وويشل شوه.
وروستي