
د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور کمیټه د برلین د
سوسیال ډیموکراټ ګوند د نړیوال سیاست او سولې د څانګې په ملاتړ تاسو ته بلنه
درکوي.
درنو ښاغلو او آغلو!
د افغانستان په اړه خبرې اترې په جرمني او په نورو هغو
هېوادونو کې چې د آیساف په میشن کې برخه لري، د هغوی د خلکو د غوښتنې پر بنسټ وي.
د دغه هېوادونو خلک غواړي چې د دوی پوځیانو د لس کلنې بې پایلې جګړې څخه وروسته ژر
ترژره له افغانستان ووځي.
سره له دې چې په افغانستان کې د ملي اردو او پولیسو
تعمیراتي واحدونو د شمېر پر بنسټ زیات شوي، خو لا تر اوسه هم ځینې ستونزې شته چې
باید پاملرنه ورته وشي. لکه د روزنې د پروګرامونو نه شتون، د پوځي ځواکونو مالي
ملاتړ، په پوځ کې د بېلابېلو ټبرونو غیرمتوازن شتون، په ځانګړې توګه ډېرګړی پښتون
ټبر چې په پوځي ارګانونو کې په ټیټه کچه تر سترګو کېږي.
په دغه ورکشاپ کې د افغانستان د سولې، بیارغونې او کلتور
کمیټه د مدني ټولنې په اغیزمنتیا چې کولای شي «د شخړې وروسته په حالت کې» اغیزمن
وي، خبرې کوي. دغه ورکشاپ د غیردولتي ټولنو په ګډون جوړېږي او د امریکې او فرانسې
څخه به ځینې نامتو څېړونکې هم ګډون پکې وکړي. دوی به لاندې موضوعات وڅېړي (پروګرام
وګورئ):
-
تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان بیارغونه
-
د ایساف تر وتلو وروسته د پرمختګ په وړاندې ستونزې او آسانتیاوې
-
د افغاني مدني ټولنو راتلونکی دریځ
موږ تاسو ته بلنه درکوو چې په دې غونډې کې چې د ۲۰۱۲ کال
د جون په ۳۰ په برلین کې د ډیموکراسۍ په کور کې جوړېږي ګډون وکړئ.
ځای: Haus der Demokratie und
Menschenrechte - Robert-Havemann-Saal
Greifswalder Straße 4, 10405
Berlin
نېټه: د ۲۰۱۲ کال د جون ۳۰ د
سهار له ۹:۳۰ څخه د ماښام تر ۱۸:۰۰
ژبې: آلماني او پښتو د ژباړې
سره
د ګډون ونډه(د څکونکو او د
غرمې د ډوډۍ په ګډون):
۵ یورو د افغانستان د کمیټې
د غړو او محصلانو لپاره
۱۰ یورو د نورو لپاره
د اداري ملحوظات له کبله له تاسو
هیله کېږي چې د خپل ګډون فارم د ۲۰۱۲ کال د جون تر ۱۵ مخکې موږ ته راوستوی، یا هم
په لاندې برېښنالیک موږ ته د خپل راتګ پخلی وکړئ.
برېښنالیک: rahimsafi@t-online.de
موږ ستاسو د راتلو په تمه یو!
په درنښت
د افغانستان د سولې، بیارغونې
او کلتور کمیټه