د پكتيكاولايت د يحى خېلو پرولسوالۍ  ډله يزځانمرګي بريدنو شوي

 د پكتيكاولايت د يحى خېلو پرولسوالۍ د ډله يزځانمرګوبريدنوپه پايله كې د بريدكوونكوپه ګډون څوارلسو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د پكتيكاامنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وايي چې د بريدكوونكوپه ګډون نهه كسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي، خو ځايي خلك بيا وايي چې ددې ترڅنګ شپږ ملګي وګړي هم ټپيان شوي دي.          وسله وال طالبان وايي چې دوى په ولسوالۍ كې نظامي غونډه هدف ګرځولې او ادعاكوي چې ګڼ پوليس او د غونډې ګډونوال يې وژلي دي.
په ډله يزډول د ځانمرګوبريدونو داپېښه د پنجشنبې په ورځ  د پكتيكاولايت پريحى خېلو ولسوالۍ شوې، د پكتيكا امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وايي شپږو كسانو چې د چاوديدونكو واسكټونو ترڅنګ په وسلو هم سمبال او د محلي پوليس نظامي لباس يې پرتن وو، غوښتل د يحى خېلو ولسوالۍ ته ننوځي، دى زياتوي چې په لومړي سركې يوه يې د ولسوالۍ په دوازه كې چاودنه كړې او له امله يې پېنځه كسان ووژل شول اودرې نورټپيان دي، په وژل شويوكې درې يې پوليس او دوه عام وګړي دي او په ټپيانوكې بيادرې واړه پوليس دي، ځدراڼ زياتوي چې له پاتې پنځو بريدكوونكوسره د پوليسو جګړه وشوه خو اخر يې ټول د پوليس لخوا په ډزوه سره ووژل شول.
خود سيمې خلك بياوايي چې ولسوالۍ د كورنو په منځ كې ده ځكه  خود جګړې په پايله كې شپږ نورځايي اوسيدونكي هم ټپيان دي، وسله وال طالبان د بريدونوو مسووليت ترڅنګ وايي چې دوى په يحى خېلو ولسوالۍ كې جوړه غونډه تربريدلاندې نيولې اوپه ټس كې يې ګڼ سرتيري او قوماندان وژل شوي دي، خودا ادعاچانه ده تايدكړې.  
دا په يوه اوونۍ كې دويم ځل دى چې په پكتيكاكې په ډله يز ډول ځانمرګي بريدونه كيږي، درې ورځې وړاندې د پكتيكاپه مركزښرنه كې په ورته ډول پېښه شوې وه خو هلته يې مرګ ژوبله  دومره نه وه.