د ژوند حق د اسلام او بشري حقوقو له نظره

د ژوند حق د اسلام او بشري حقوقو له نظره
په ټوليزه توګه د ژوند آزاديو، د سياسي آزاديو حقوق او د قانون په وړاندې د مساويتوب حق، د بشري حقوقو له نظره ډېر ارزښت او اهميت لري چې نومړي حقوق په نالوستې توګه هم څرګند دي، دغه بې نظيره بشري لاسته راوړنې د انسانيت په عرصه کې د انسان حقوق او آزادي شمېرل کيږي، هغه لوړ ارزښتونه او کرامات چې د بشري حقونو په چوکاټ کې درج او پرځای شوي دي، د اوسنۍ نړۍ او نني انسان دا ارزښتونه تعينولی شي، جې د نوموړو ارزښتونو او کراماتو په رڼا کې کولای شو نورې موخې او اهداف تر کتنو او ګروېږنو لاندې ونيسو.
له شک او ګومان څخه لرې ده، چې د حق او آزادۍ ترمنځ ډېرې نږدې اړيکې موجودې دي او سره لازم او ملزوم دي، چې ويلی شو آزادۍ او حق د يوې سکې د دواړو اړخونو په شان دي که چېرته د حق حقوق وي، مګر د آزادۍ حق نه وي، په داسې حال کې بيا هم د آزادۍ شتون او ترلاسه کول بې مانا او بې مفهومه دي، بناًء که چېرته د بشري حقونو چوکاټ او ميکانيزم ته په غور سره وکتل شي، بشري حقوق په واقعي توګه له بشري آزاديو څخه عبارت دي، که چېرته د موضوع متن ته پاملرنه وکړو، نو اړين يو چې د بشري حقوقو يو لنډ تعري دلته راواخلو:
((بشري حقونه له هغو حقوقو څخه عبارت دي، چې انسان د خپل آر او پيدايښت څخه د هغو د ترلاسه کولو لپاره بې دريغه هڅې او کوښښونه کړي دي)). د بشر دغو هڅو ته په پام سره هغه څه چې دلته زيات سپيناوی غواړي، هغه دادی چې آيا اسلام د اوسني انسان مربوط کېدلای شي او که نه؟ که چېرته ورسره اړيکې نه لري نو بايد تل د جاهليت او تيارو شرايط په ځان ومنو؟ لکه د اسلام سپيڅلې دين تر راتلو د مخه په عربي او نورې نړۍ کې موجود ؤ، د بشر د حقونو د اعلاميې د لومړۍ مادې څخه هم دا په ډاګه څرګنديږي، چې د انسان د ژوند حق، د آزادۍ حق ضمانت کوي.
د اسلام مقدس دين ډېر په وياړ سره د انسان ژوند حق او آزاديو ته د احترام په سترګه ګوري، لکه چې په دې برخه کې د الله (ج) په مقدس کتاب قرآن عظيم الشان کې هم يادونه شوې ده: ژباړه: ((که چېرته څوک يو انسان په قتل ورسوي داسې مانا لري، لکه ټول انسانان چې يې وژلي وي)).
له پورتني مبارک آيت څخه جوتيږي، چې د اسلام مقدس دين انسانانو ته د ژوند په برخه کې څومره د حق قايل دی، چې دين حتا بشر ته د ځان وژنې حق هم نه ورکوي، په دې ا ساس د ژوند حق داسې نوی څيز نه دی، چې د بشري حقوقو په چوکاټ کې اوس درج شوي دي، بلکه اسلام سلګونه کاله مخکې په دې اړوند څرګندونې کړي دي، چې په دې برخه کې بې شمېره الهي اوامر د انسان د نوموړي حق په باره کې رالېږل شوي دي.
مګر ډېر په خواشينۍ سره موږ ډېر داسې انسانان وينو، چې په خوله د اسلام نارې سورې وهي، مګر په حقيقت کې داسې عملونه سرته رسوي، چې نه يې مسلمان او نه يې هم د نورو عقايدو پيروان سرته رسوي ، نو ځکه کولای شو په داسې اشخاصو باور او اعتماد ولرو؟
هغه کوچنی چې غواړي ښوونځي ته د ښوونې و روزنې لپاره لاړ شي هغه څوک چې غواړي د خپلې کورنۍ او کوچنيانو لپاره د حلالې روزي لپاره هلې ځلې وکړي او داسې په لس ګونو نور بې ګناه مسلمانان د خپلو دندو په لور روان وي، په بې ګناه توګه د ځان مرګي بريدونو په واسطه له منځه وړل کيږي، چې نوموړي اشخاص بيا په آخرت کې د اجر او ثواب هيله هم لري، مګر مخکې له خپل ماشوم څخه فکر نه کوي، چې نوموړي عمل د قرآني اياتونو سره په مخالفت کې دي، مګر خدای (ج) په ډېر واضح ډول فرمايلي دي: ((چې د ژوندانه حق صرف د ده له خوا اعطاء او اخيستل کيږي)).
د پايلې په توګه بايد ووايو، چې داسې اشخاص او افراد نور د اسلام مقدس دين د نورو نړيوالو هېوادونو په وړاندې العياض باالله داسې نه معرفي کوي، چې انسانانو ته د ژوندانه او آزادي حق نه ورکوي.
په درناوۍ
توريالی هېروون
د ښوونې او روزنې پوهنتون