
غلام محمد (مرجه وال)
((ترڅوچي خپلسرې اوبې کفايته اداره پرملت جابره وي ملت به نيکمرغۍ ورځ ونه ويني اوترڅوچي واکمن نظام دجنايتونوپه کابوکي پاته وي ټولنه به په ناورين کي وي.))
کوکنارچي په نړۍ کي يې افغانستان دکراوتوليد په سرکي ځاى لري ، په دې ورستيو کلونو کي يې دکرهڼي لمن شمالي ولايتونو ته هم غزېدلې ده.
خوپه سويل لوېديزو ولايتونوپه ځانگړې توگه (هلمند) کي يې کرهڼه د نورپه پرتله پخوانۍ او زياته ده.
١: په هلمند کي دکوکنارودکرهڼي وخت : کوکنارپه هلمند په مجموع کي دمني په لومړى او دوهمه مياشت کي کرل کيږي اوترنهو مياشتو ورسته ترډير سخت زيار ورسته چي حتي په يوه نبات هم دکوکنارو په څېر لگښت او زيار نه کيږي لکه په دې ناروا او چټل بوټي چي کيږي؛ دسپرلي په لومړى(حمل ٢٠-٢٥) کي يې کښت رسيږي او نېښ ياټولول يې پيليږي او د ثور ترشل – پنځويشت پوري يې کار دوام کوي خودا وخت بيا دهلمند په شمالي ولسواليو کي څه فرق لري ځکه هغه سيمه نسبتآ سړې دي او په هلمند کي يوه ا صطلاح هم ده چي دنهو مياشتو کښت په نهه ورځو رسيږي.
٢:په هلمند کي دکوکنارو (تارياکوبيه):
٣ : د١٣٩٠ کال په پرتله د١٣٩١ کال دکوکناروکښت: تېرکال دکوکنارو په تاريخ کي ډيرغوره کال ؤ چي هربزگر ترتمي زيات کوکنار پرټول کړل علت يې ښه هوا اود بې وخته بارانونو نه شتون ؤ ځکه دکوکنارو بوټى له لږ څه گرمي اومعتدلي هوا سره ښه وده او شيره(شيده) کوي ، چي سږ کال هرچاته معلومه ده چي په گرمو سيموکي هم دژمي ډېره يخه لړۍ دسپرلي په لور را وغځېدل او بل داچي دحوت دمياشتي دورستۍ ورځي دوړنه او يخه ورځ د کوکنارو په ناورين واوښتل ځکه نوکه يوې ځمکي دمثال په ډول تير کال لس کيلو دکوکنارو شيره کوله سږ کال يې کچه يوې کېلوته رسيدلې چي ډير ژر به ددې خبري پخلى د افغان اوبهرنيو سرچينو له خواهم وسي حتى بزگرانو په ډېرى سيموکي خپل دځمکي ديوي اوکودکيمياوي مصرف هم نه دى په جوړکړى او دامبالغه هم نه ده هر څوک کولاى سي چي دهلمند له بزگرانوسره اړيکي ونيسي په خاصه توگه زموږ دمرجې په ولسوالۍ کي. ښه بېلگه يې درې ورځي مخکي د هلمند په نوزات ولسوالۍ کي ديوه بزگر ،ميرمني اويوه زوى ځان وژنه په دې خاطرچي په کوکنارويې سوى مصرف نه دى جوړکړى او دخلکو پوروړي وه .
٤ : پوليس او نېښگر(دکوکناروکارکوونکي) : دکوکنارو دکښت په رارسېدو سره دهلمند ځايي پوليسو جيبونه هم وپړسېږي او هم دخلکو سره په چلند کي له عادي حالت څخه ووزي اويوډول وحشي حالت غوره کړي هغه دچاخبره سترگي يې په ککرۍ کي وي، هيڅ شى د قوانين په نوم نه پېژني که ملي پوليس دى که ترافيک پوليس دى او يا دترانسپورټ کارکونکى دى دهغو کسانو څخه چي له نور ولسواليو يا نورو ولايتونو څخه دکوکنارو دکار لپاره يوځاى بل ځاى ځي اوراځي گيروي يې او له سل پاکستانۍ کالدارو اويا اوفغانيو څخه نيولې تر دوه – درې زرو پوري ورڅخه اخلي کنه بنديانوي او شکنجه کوي يې . هرڅوک کولاى سي چي دا حالت په خپلوسترگو په لښکرگاه کي پرهلمند رود دجوړ سوي پله گرشک او دمرجې اوناوې،نوزات اوواشېر ولسواليو پر سر لاري يا هغه لاري چي ناوې،نادعلي اومرجې ولسواليو ته ځي وويني چي هره ورځ په لسگونو کسان دسړک پرغاړه په توقيف اوشکنجه کي وي کي وي ترڅو ورسره پيسې اودجيب ورسره شيان يې ټول ورڅخه د کوکنارو په تور واخلي او بيا يې خوشي کړي .
٥: ځايي پوليس اودکوکنارپيسې: له هغي ورځي څخه چي دکوکنارو تخم په ځمکه کي وکرل سي ځايي پوليس هم ببراوسترگي يې سرې شي ، اوس په هلمند کي ملي اومحلي پوليسو په گډه همکارۍ دکوکنارو دباج لپاره ټاکلى نرخ ايښى دى هغه دا چي هر چا کوکنار کرلي وي پر( يوه جريب )ځمکه ورڅخه زر-دوه زره (١٠٠٠-٢٠٠٠) پاکستانۍ کالداري په غير قانوني توگه اخلي چي دانرخ په خانشين ولسوالۍ کي پرجريب پنځه زره اخيستل سوي دي که چا ته شک پيداکيږي لطفآ دي دخانشين ديوه بزگره څخه وپوښتي.
اوبيا وررسته بزگر کولاى سي چي له خپلي نژدې حوضې اويا ولسوالۍ دکوکنارو دماتيدو له کمپاين څخه ځان په دې توگه خلاص کړي تر دې چي يو کس سلگونه جريبه ځمکه لري؛ ولي معياري مبلغ همدادى چي داکار له گرشک ولسوالۍ څخه نيولې چي دکوفکي،چاه انجير،سويک غربي ،سي ويک شرقي ،باباجي عينک ، شين کلى اوسيدآباد چي دنادعلي ولسوالۍ اړوند او دمرجې اونادعلي دښتي دباوړيو(څاگانو) داوبوځمکي تر خانشين پوري دهغه ځاى د دولتي چارواکو له خوا ټوليږي، چي په دې ملي ،ديني اوبشري خيانت کي دولت اوملت يا( د کوکنارو کرونکي بزگران) دغبرگ ناقانونه چلند له مخي مجرم گڼل کيږي.
تريخ ناور،لوچاراهي ،کروچاراهي ،دتاجيکانو بلاک اوسيستانى سيمي د مرجې ولسوالۍ اړوند دي ، همدا يونرخ دى او دنوموړو ولسواليو ځايي قومندانان او ولسوالان په دې کار کي سره يوه سلا ، همغږي او خواخوږي لرۍ ، ځايي اوسېدونکي اوبزگران يو تن په خپل منځ کي وټاکي اويادي پيسې له ټولو کروندگروڅخه ټولي کړي اوبيا يې ولسوالۍ ته ور وړي اويا .يادي پيسې د قومندان له خوا ورښودل سوې شخصي صرافيو کي جمع کيږي.
يادي پيسې ډېر لوى مبلغ دي چي په هلمند کي همدا حالت دامنيت او سوکالۍ سره په ټکرکي دى او په دې کار کي ددولت د مخالفينو اوناقانونه ډلگيو جېبونه هم ډکيږي؛ او دا يو رښتنۍ حقيقت دى هرڅوک کولاى سي دټليفون له لاري يا مخامخ په هلمند کي له يوه عادي بزگرڅخه هم پوښتنه وکړي ترڅويې شک ليري سي ؛ او په دې کي هم شک نه پيداکيږي چي ددې بې هوده بيخي ډيرو پيسو چي لکونه جريبه ځمکه په ميليونو پيسې يوازي د ملي اومحلي پوليسو تر تنگ ستوني دتېردو امکان نه لري بلکي دهلمند لوړپوړو چارواکو په لارښوونه يې راټولوي اوبيله لوړپوړوچارواکوچي حتى دځينو پټو سرچينو په وينا ددې پيسو مستقيمه ونډه تر وزارتونو اوپايتخت کابل پوري هم رسيدلى ده او دوه – درې وزيران هم ونډه پکي لري ددې خبري يوسند هم دا کيداى سي چي دکوکنارودکښت په وخت لوړپوړي چارواکي له کابل څخه تربل هر وخت ډېرهلمندته راځي او دهلمند لوړپوړي چارواکي دوى يوبل سره په ناروا ډاليو ستايي.
٦ : دکوکناروپه وړاندي دبهرنيوځواکونوسياست: له لومړيه ترورستيه بهرنيان داچي دکوکنارو دکښت په له منځه وړلو کي وفادار نه دي پاته سوي بلکه په غيري مستقيم ډول يې ورڅخه ملاتړ کړى دى. ځکه دوى يې خلپه کاروبار کوي اودافغاني جگړې بيه هم په همدې پرې کوي او داددوى دسياست يوه ستره برخه جوړوي .
٧: په تارياکو دبهرنيو پوځيانو روږدېدل: څو ورځي مخکي يو راپور خپورسوچي پکي دبهرنيوپوځيانو دروږتيا خبره سوې وه ، دا راپور رښتنى واقعيت لري په هلمند کي نږدې لوى اوکوچينى په دې خبر او ويني يې چي بهرني سرتيري په لويه پيمانه په نشئ توکو روږدي دي په خاصه توگه تارياک چي يا يې خوري اويايې څکوي او ياخپل ورسره سگريټ په ککړوي او څکوي يې .
بهرني سرتيري دشپې له مخه دکوکنارو په کروندو گډيږي او دتارياکو نيښ سوې شيره ټولوي بزگر اوکښتگر يي په سترگو ويني خوله بيري څه نه سي ورته ويلاى. لومړى خودهيروينو بيه په هلمند کي بې حده کښته ده او په ډېره اسانۍ سره يې ترلاسه کولاى سي دځينو ملي پوليسوپه وينا چي بهرنيان د شخصي گټو لپاره دخلکو کورونو ته ور لويږي او په کور کي پيداسوي تارياک له ځان سره وړي او کاروي يې د بهرنيو عسکرو په نشه روږدېدلو باندي افغان ملي اردو او ملي پوليس ښه خبر دي.
٨: طالبان اوکوکنار: کوکنار دطالبانو لپاره هم يو پوره مادي ملاتړ دى او طالبان خپلو اهدافو ته درسېدو لپاره ديو ډول ممکنه کار څخه مخ نه اړوي هغه که کوکنار وي، اختطاف وي او ياغلا ټولي لاري دځان لپاره روا بولي. په هلمند کي دطالبانو له خوا دعشر اوزکات په نامه دکوکنارو دکروند گرو څخه پر يوه جريب مځکه دوه سيره (خرده) په زوره غواړي او يا ځيني ځايونه کروندگرو ته وايي چي هرڅومره مو چارواکو ته ورکړي وي هغه دنومونو ليستونه غواړو او پوره هغونه مبلغ غواړو داکارشاوخوا دهلمند په ټولوهغو ولسواليوکي چي طالبان موجود وي ترسره کيږي. دا يې داسلام دعوه گير!!!
داهرڅوک مني چي د طالب دسپېڅلي نامه څخه په گټه اخيستلو دبشراو اسلام ترټولو ناوړه کارونه همدا دوږخي طالب کوي چي په دې کارسره اوسنى جعلي طالب او ددين دلاري سپيڅلى طالب(دوږخي اوجنتي) طالب سره گډ نه شي په صحنه کي جنگيدونکي طالبان ترډيره دنورو گمارل سوي دلاس ابزار دي چي نه د دين په خير دى او نه هم د افغانانو، چي تر هرچا همدوى داسلام سپېڅلې څېره دنړيوالو په وړاندي بدنامه کړه او په خاصه پښتانه خو يې تر هرچا ټوکر- ټوکراو دخواږه ژونده محرومه کړل.
٩: کوکنار اوپرزده کړويې منفي تاثير: کوکنارو لکه څنگه چي يې دژوند پر نورو برخو خپل منفي تاثير درلودلى همداسي يې د زده کړو پر بهيرهم خپل ژور تاثيرلرلى دى هغه په دې مانا چي کله په هلمند کي دکوکنارو دکښت اوټول وخت راورسيږي په زياته پيمانه دپوهنتون،مکتبو اودارمعلمينو استادان،محصلين اوشاگردان هم ښوونځى پريږدي او کوکنارو په نېښوولو پسې لاړشي اودزده کړي اومعارف چوکۍ خالي ولاړي وي چي هلته يې ډيرى په نشه هم روږدي کيږي اوبيرته راگرځي چي دې کار پرخپل ځاى په هلمند کي دمعارف اولوړو زده کړو پر بهير ناوړه تاثير درلودلى چي داږغ دمعارف هيڅ يوه خواخوږي پورته نه کړ.
په اخرکي دکوکنارو څخه ډيره گټه بزگرنه بلکي لوړپوړي چارواکي ، قاچاق براوجنگي طالبان اخلي چي دې کار نه يوازي په هلمند کي نه بلکي په سيمه کي دبدامنيو باعث گرځېدلى اوهلمند دمکسيکو په څير دنړيوال مافيا ډگر گرځېدلى کوربه خوهغه کوربه دى هغه متل دى چي غل غلا کوي کوربه ورسره دجوال خوله نيسي!!!
په دې هيله چي هلمند او دهيواد نورولايتونه دکوکناروله کښت اوسياست څخه پاک اودعزت ژوند ولري!
پاى