غزل

زرغون قمیص چوڼیا ټیکری کوچۍ پر چول ولاړه لکه غوړیانځه چي تـــرخـــــواوي دغـــاټول ولاړه
دغورېزه په زېړه درګه کــــــي نن داسي ښکاري لکه ســـورسانده دمـــــاخۍ په غېږکي تول ولاړه
سترګي یې ډکي له حیاء٬ مخ یې له نوره ډک دی لکه سپوږمۍ دڅــورلسم چي وي په شپول ولاړه
ترې پورته کیږي خــــــوندوره خوشبویي دمینې لکـــه مشنګه پــر انــډي داستنبــــــــول ولاړه
حقیاره ستا لاره چي څـــاري ســادګۍ محبوبه لکه لیلا چي وي مجنون ته پــه تاتمول ولاړه ٬٬٬ مولوی عصمت الله حقیار  کوټه