هڅه به وکړو افغانستان د اتو غوره(سوپر ایټ) لوبډلو په کتار کې راولو.



د افغانستان کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې کپتان جاوید احمدي وایي که څه هم چې په نړیوال جام سیالیو کې د نړۍ پیاوړې لوبډلې لوبیږي خو هڅه به یې دا وي  چې افغانستان د اتو غوره لوبډلو په کتار کې راولي .
د نولس کلنو ځوانانو لوبډلو نړیوال جام سیالۍ به دروان ۲۰۱۲ کال په اکټوبر میاشت کې په استرالیا کې پیل شي او د افغانستان په ګډون شپاړس هیوادونه پکې برخه اخلي .
لس لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا پوره غړیتوب لري او پاتې شپږ لوبډلو د ټاکنیز پړاو له لرې چې په ۲۰۱۱ کال کې ترسره شو لاره موندلې ده .
په نړیوال جام کې لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوي دي چې په لاندې ډول دي :

  • استرالیا ، انګلستان، نیپال، ایرلینډ.
  • پاکستان ، نیوزیلینډ،سکاټلنډ، افغانستان.
  • ویسټ انډیز، هندوستان،زیمبابوې پی ان جي.
  • سریلانکا، سویلي افریقا،بنګلدیش ، نیمیبیا.
  • افغانستان په خپل ګروپ کې له پیاوړلو لوبډلو سره مخامخ  کیدونکی ده پاکستان که څه هم چې د نولس کلنو نړیوال جام اتل دی خو جاوید احمدي بیا تر پاکستانۍ لوبډلې نیوزیلینډ لوبډلې سره لوبه کول اسانه نه بولي او وایي نیوزیلیند او استرالیا سره ګاونډیان دي او تر ټولو مهمه خبره دا چې نیوزیلینډ د استرالیا له ویکټو او (پیچ کانډیشن) سره پوره بلدتیا لري .
    احمدي وایي که څه هم چې کرکټ بورډ  د نړیوال جام سیالیو لپاره د یوې پیاوړې لوبډلې د جوړیدو لپاره روزنیز کمپ پیلوي خو بیا هم له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوي چې درې اوونۍ وړاندې استرالیا ته د لوبډلې د استولو په اړه فکر وکړي .
    د افغانستان کرکټ نولس کلنو ځوانانو لوبدله به تر نړیوال جام وړاندي د لومړي ځل لپاره په اسیایي جام سیالیو کې ګډون وکړي ، دغه سیالۍ د جون میاشتې په ۲۳ نیټه، په  مالیزیا کې پیلیږي او د جولای میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې دوام کوي .
    د نولس کلنو په اسیایي جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون اته اسیایي لوبډلې برخه اخلي چې څلور لوبډلې یې د کرکټ نړیوالې شورا پوره غړیتوب لري
    افغانستان، پاکستان، هندوستان،سریلانکا، بنګلدیش، مالیزیا، قطر او نیپال هغه هیوادونه دي چې په اسیایي جام سیالیو کې لوبیږي .
    د لومړي ځل لپاره  په اسیایي جام سیالیو کې د افغانستان نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې لوبیدل به د دغې لوبډلې لپاره پخپله یوه ښه روزنه او تجربه وي او دا به ورسره مرسته و کړي څو په نړیوال جام سیالیو کې ښه وځلیږي .
    د افغانستان نولس کلنو لوبډلې لوبغاړی افسر ځاځی بیا وایي خوښ دی چې په لومړنۍ لوبه کې به د پاکستان په وړاندې لوبه وکړي او هڅه به یې دا وي چې دغه لوبډله له مخې پورته کړي .
    ځاځي وایي د نولس کلنو ځوانانو په لوبډله کې یو شمیر داسې با تجربه او پیاوړي لوبغاړي هم شته دي چې په ملي لوبډله کې لوبیدلي او انشاالله چې د پاکستان او نورو لوبډلو په وړاندې به ښه لوبه وکړي .
    د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکتر حامد شینواری وایي  پلان کې لري چې  د نولس کلنو ملي لوبډله تر نړیوال جام سیالیو درې اوونې وړاندې استرالیا ته واستوي څو له چاپیریال او نورو شرایطو سره ځان برابرکړي .