کرکټ یوه لوبه نه بلکې د سولې ښه زیری دی.

 
بسم الله الرحمن الرحیم

\"\"
 
په ټوله کې لوبې د انسانانو د عمومي روزنې یوه برخه جوړوي او همدا لوبې دې چې د ټولنې د وګړو ترمنځ اقتصادي، فرهنګي؛ ټولنیزې او نورې اړیکې پیاوړې کوي
که څه هم چې لوبې سیاسې پوله نه پیژني خو هیوادونو ته د سولې په راوستلو کې اغیزمن رول لوبولی شي
په افغانستان کې کرکټ یو له هغو لوبو څخه ده چې په ډیر کم وخت کې یې زیاتې لاسته راوړنې درلودې او تر بلې هرې لوبې زیات ملاتړي او مینه وال لري ، او دغه لوبه ورځ تر بلې په یوې دودیزې لوبې د بدلیدو په حال کې ده .
په داسې حال کې چې کابو لس کاله وړاندې په افغانستان کې د کرکټ په نوم کومې لوبې شتون نه درلود خو اوس افغان ځوانان په نړیوال جام کې د دوهم ځل لپاره د لوبیدو چمتوالی نیسي.
افغان ځوانان د کرکټ اوسنیو پرمختګونو ته په کتو سره د دغې لوبې راتلونکې روښانه بولي او په دې اړه بیلابیل نظرونه لري:
د خوست پوهنتون د ادبیاتو پوهنځۍ محصل نصیراحمد تلوار وایي هره هغه لوبه چې په کمه وخت کې زیاتې لاسته راوړني او پرمختګونه ولري زیات ملاتړې پیدا کوي ، نو زما په اند کرکټ هم یو له هغو لوبو څخه ده چې د با احساسه افغان ځوانانو په ملاتړ یې وکولای شول هیواد ته د سولې او سوکالۍ زیري ور په برخه کړي.
نصیر احمد وایي ملي او نړیوالو رسنیو چې  د افغانستان په اړه به یې د ورانیو او جګړو خبرونه خپرول اوس په هیواد کې د نورو پرمختګونو ترڅنګ د افغان لوبغاړو دبریاوو په اړه خلکو ته نوي زیري ورکوي.
نصیر وایي د افغانستان بیارغونه د افغان ځوانانو حرکت او ملاتړ ته اړتیا لري نو زه فکر کوم چې کرکټ افغانستان ته د سولې په راوستلو کې مهم او اړین رول لوبولی شي.
رحیم شاه زرین چې د ننګرهار پوهنتون په کمپیوټر ساینس پوهنځۍ کې زده کړي کوي وایي یواځې ما نه بلکې زه فکر کوم د افغانستان یو زیاتشمیر ځوانانو اول له کرکټ سره چندان مینه نه لرله خو اوس دغه لوبه تر بلې هرې لوبې زړه ته را نږدې او  وړاندې ده .
زرین وایي هغه وخت چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شارجه کې نړیواله یو ورځنۍ لوبه وه نو د رسنیو له لارې مې واوریدل چې طالبانو هم ویلي خپلې ملي لوبډلې ته دعا کوی او هیله لري چې د پاکستان په وړاندې به ښه لوبه ترسره کړي .
د دې زیري په اوریدو سره له ورایه معلومیږي چې دا لوبه دسولې سمبول دی ، همدا لوبه کولای شي ځوانان سره یواځي کړي.
د افغانستان د مالیې وزیر او د کرکټ بورډ مشر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال هم په دې باور دی چې لوبې په ځانګړې توګه کرکټ په افغانستان کې د سولې د راتلو ښه وسیله کیدلی شي
زاخیلوال په هیواد کې د کرکټ  لوبې د شهرت او ملاتړ لامل له دې لوبې سره د هر قوم، هرې ژبې، نارینه، ښځې، ځوانانو او سپین ږیرو بې سارې مینه په ګوته کوي او وایي له هرې بریا سره د دغې لوبې مینه وال لا زیاتیږي .
نوموړي زياته وي: ((دا يوه لوبه، يا يوه بريا نه ده، بلکې له دې سره نور شيان نغښتي دي، د افغانانو د کلک عزم، يووالي او اتفاق ښه نمونه ده.))
په داسې حال کې چې افغان لوبغاړو په ډیرو کمو امکاناتو او نسبي ارامۍ کې دومره پرمختګ کړای که چیرې په هیواد کې بشپړه سوله رامنځته شي او دوۍ ته د نورې نړۍ د لوبغاړو په څیر امکانات په واک کې ورکړل شي نو بې له شکه به د نړۍ پرمختللو او پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړي.
افغان ځوانانو په خپلو لوبو سره نړۍ ته ثابته  کړه چې دوۍ په هر ډګر کې له چا کم نه دي او کولای شي تر نورو ښې لوبې ترسره  کړي .
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او د لوبغاړو د ټاکنې د کمیټې اوسنۍ ستر سلاکار ریس احمدزی وایي تر درې لسیزو جنګ جګړې وروسته کرکټ لومړنۍ لوبه وه چې د افغان ولس په مخونو یې موسکا خوره کړه او دغه هیواد ته یې نه هیریدونکې خوشحالۍ ور په برخه کړې ، دجنګ څپلې افغانستان بیرق یې د نړۍ  په ګوټ ګوټ کې ورپاوه او نړیوالو ته یې د افغان ولس د قوي عزم ثبوت وروښود.
احمدزی وایي  په حقیقت کې لوبغاړي  د خپلو خلکو استازیتوب کوي او د خپلو خلکو پوره ملاتړ دوۍ د بریاوو نویو پړاونو ته ور نږدې کوي.
احمدزی زیاتوي د نړۍ نور هیوادونه لکه برازیل جرمني ، ا رجنټاین او یو شمیر نور د فوټبال لوبې په وسیله سره یو موټی شول نو زه فکر کوم چې لوبې په ځانګړې ډول کرکټ کولای شي افغانان سره یوځای کړي .
د افغانستان کرکټ دملي لوبډلې کپتان نوروز منګل بیا له افغان ځوانانو غوښتنه کوي چې لومړۍ زده کړې او بیا کرکټ لوبې ته پاملرنه وکړي ، نوموړی وایي پوره باور لري چې کرکټ کولای شي قومونه سره یو کړي او هیواد ته ښه زیري ور په برخه کړي .
منګل وایي له هیواد سره د ځانګړې مینې له امله هڅه کوي خپله لوبډله د بریاوو لوړو پړاونو ته ورسوي.
د افغانستان کرکټ د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی افسر ځاځی بیا لوبغاړي د سولې سفیران بولي او وایي د کرکټ مینې یې له هیواد سره مینه لا زیاته کړې او کله چې لوبه کوي نو د ګران هیواد افغانستان په اړه فکر ورسره وي.

د کرکټ لوبې دلا پرمختګ او بریاوو په هیله .
لیکوال : نصرت الله وفا