دوه پېښې دوه ټکې پرون  دوه  پېښې وشوې


په خوست کې امريکایانو دکرکټ ستوری رحمت ولي وواژه او په ننګرهار کې ISI جاپاني انجينر سټ کړ
دا چې ولې امريکایانو ځوان افغان لوبغاړی په اور وسوځاوه او  ورور یې له ځانه سره  بوته ښايي دليل دا و ،چې ښکار ته به ﺉيې زړه شوی و ، امريکايان له ترهګرۍ سره د افغانانو ( او هغه هم دمدني افغانانو) دکورونو په منځ او دهغوی دخوب په خونو کې جنګيږي ، واه واه څومره زړ ور دي ، ددې عصر قهرمانان . امريکايان غواړی نړۍ ته ووايي ، چې ترهګر دخوست په کورونو  کې تجهیزيږي او وسله وال کېږي نه په پنجاب او د ISI په مرکزونو او تريننګ کمپونو کې .
امريکایان نه شي کولای  د ترهګرو سرچينې په پاکستان کې وځپي ، نو چې  زور پرې راشي بس دخوستیانو ، شينډنډيانو او شينوارو او ... پر کورونو راولګيږي  ښځې او ماشومان شهيدان کړي او کله کله  لوی ښکار هم کوي  او هغه دا ،چې په خوست کې دکرکټ لوبغاړی په کور دننه شهيد کړي .
ستونزه داده ،چې په افغانستان کې هيڅ څوک نشته  ، چې امريکايانو ته  د ترهګرۍ اصلي سرچینې وروښيي او د بيچاره افغانانو له قتل څخه  یې منع کړي .
بله پېښه
څوکاله پخوا جاپانیانو غوښتل د مشرقي وچې دښتې او شاړې ځمکې خړوبې کړي او خوارو افغانانو ته د روزۍ  بودلو  لاره هواره کړي ، هغوی غوښتل دکونړ ل مست سیند څخه ،چې د افغانانو خپلې اوبه دي ګمبيري دښتې ته يو کوچنی نهر ورسيخ کړي او په دې توګه دافغانستان تږې ځمکې ته دافغانستان له خپلو اوبو څخه ژوند وروبښي ، پاکستان ، چې نه غواړي دکونړ له اوبو څخه يو څاڅکی هم راکم شي او غواړي  ټولې پاکستان ته ورشي ،چې هلته هغوی ته بريښنا ، کرنه ، کبان او د طبيعت ښکلا ورکړي نو ددغې پروژې لومړی طراح جاپانی انجينر یې په اسلام اباد کې ترور کړ ، خو ددغه انجينر باهمته خور افغانستان ته راغله او دخپل وژل شوي ورور ارمان يې پوره  کړ ، نهر يې ويوست يوازې 63,000 ونې ددغه نهر پر غاړه شنې شوی 36,000 هکتاره وچه ځمکه خړوبه شوه  او په هغو دښتو کې چې مرغۍ به له تندې سوځيده ، اوس خلک شولې کري .
ISI  دافغانستان  دغه قسم خوړلی دښمن دا هرڅه  ونه شو زغملی او اوس یې خپل نوکران راولېږل او بل انجينر یې وواژه عجیبه داده ، چې اوس عام خلک هم پوه شوي ، دخيوي او نورو سیمو خلکو ددغه انجينر پر وژلو کلک غبرګون وښوده او خپله خواشیني يې پټه نه کړه ،د ISI تالي څټي غلامان  باید پند واخلي . خو ددې ليکنې پيغام دادی ، چې هی بیچاره افغان ولسه ! دخپلې ناپوهۍ له امله په څه دامونو کې نښتی یې ، هر څوک دې په دې سر سر وهي خو ته نه راويښيږي .