
دا خو هماغه اسمانڅک
غرونه دي
چې یې پر
سر وې انبارونه واورې
اوس یې
پر سر پنډوسکی سپین نشته
... اوس ترې
دوړېږي خړې پړې خاورې
دا خو هماغه کوږ او ووږ سیند دی
چې په لوګر به ګړندی ؤ روان
لکه د جنګ یاغي باغي اسونه
لکه سرکشه د کوچیانو اوښان
هاغه رڼې او د ژوند یخې چینې
چې مو وژل پرې د زړګي اورونه
آب حیات آب خوات یادوم
چې مو ودان وو پرې حسین کورونه
ته لا تر اوسه ترانې وايې
د مڼې ګل د سنځل ګل شاعره
ستا پر وطن د وچکالۍ خپسه
یه د وردګو د کابل شاعره
له طبیعت نه خو انکار نه کوم
زما مڼې زما انګور خوښېږي
دا د جنت په شان وطن مې یاره
په خوب او ویښه کې ضرور خوښېږي
خو چې دا لوړ غرونه او خړ سرونه
وچې چینې وچوکی رود وینم
ګومان مې نشي چې به څکه وکړو
چې خرڅې شوې مڼې دود وینم
د تجارانو لوی ټرکونه ولاړ
پېټۍ به ډکې له انګورو یوسي
د یو څو شنو روپو بدل کې یاره
ټولې مېوې به له مجبورو یوسي
نو دغه تکې سرې او سپینې مڼې
د تور پنجاب خېټې کندو ته لوېږي
یا خو له ښکلي کشمیر آخوا واوړي
دوزخ د ګېډې د هندو ته لوېږي
بس پخواني وختونه نه دي پاته
چې په ګلونو به مو زړه ورکاوه
چې په وږمو کې به مو زړه غوړېده
چې په رنګونو به مو زړه ورکاوه
چې به له کوره په خندا ووتو
د مکتبونو مدرسو طالبان
دغه شاو خوا باغونه ټول د ټولو
موږ به ور پرېوتو په جار او قربان
زما په یاد شي د همدغه کلي
ډېرو سپین ږیرو زموږ ناز وړی دی
همدغې لارې ته پرتو باغونو
زما د زړه د هوس باز وړی دی
بس دا کیسه نه وه د چا له باغه
موږ زردالو او شنې مڼې راوړې
دا زموږ خپل وو څه پردي خو نه وو
ډکه لمن مو آلوچې راوړې
د پټې کار نه و رڼا ورځ وه
دلته رواج نه وه د سوال خبره
د بدنیتیو د پېغور له اوره
دلته رسوا نه وه د سوال خبره
زما او ستا د باغ په ګډه پوله
دواړو پوولې وې په ګډه غواوې
واه! عجیبه به پسرلی ښکارېدو
لکه وطن چې ټول وي ناوې ناوې
زما له چاودو به چې وینې تللې
تا به له کوره ژېړ غوړي راوړل
چې ما به غوښتل نو که هر څه به وو
زموږ د کلي هر سړي راوړل
اوس چې دا ستا ماشوم زما له باغه
مڼه را وشکوي نو غوږ یې نه وي
اوس چې زما ماشوم دا ستا په پوله
غوا کړي روانه شور او ځوږ یې نه وي
زه چې باران غواړم نو نیت مې خراب
وایم چې خدایه خړ سېلاب راولې
چې له ما پرته ټول په مخه یوسي
خدایه همدغسې عذاب راولې
ته هم همدغسې ښېراوې کوې
له پسې شا واره انکار نه کوې
چې یوه تیږه غواړم سر پرې مات کړم
ته له خپل نیته دغه کار نه کوې
نو دغه لوړ او اسمانڅک غرونه
چې یې لمن له شهیدانو ډکه
له ما او تانه خپه شوي ښکاري
له ما او تانه یې راغلې کرکه
همدغه لوړ غرونه او خړ سرونه
وایه له چا نه مرور ښکارېږي
چې سپین څادر د واورې نه اغوندي
له ما او تا نه مرور ښکارېږي
نه نه توبه توبه خطا وتمه
زموږ نه پاک ذات سبحان خپه دی
د کایناتو کهکشان مالک
د غرو رغونو لوی سلطان خپه دی
له ما او تانه ددې ټولې دنیا
لویه هستي خیرالبشر خپه دی
چې یې د عرش مزل لحظه کې وکړ
هغه سپېڅلی پیغمبر خپه دی
نو داسې حال کې به باغونه وچ شي
نه به مڼه وي نه به شنه ترخه
نه به د ښکلو ګلابونو پر مخ
چېرې ښکاره شي بیا رڼه پرخه
نو داسې حال کې راځه ټیټه کاندو
خدای ته په عجز په زاریو غاړه
چې د بلبل له ترانو واخلو خوند
چې بېرته واورو د قمریو غاړه
چې راښکاره شي سپین اوښان د ورېځو
د رحمتونو بارانونه وشي
چې له دې دنګو اسمانڅکو غرونو
وچې چینې کاندي اوبه را خوشي
د سنځل ګل د مڼې ګل شاعره
راځه په ژوند خو دا کمال وکړو
د لوړو غرونو هست او بود له ربه
د نېک نیتۍ یو ښکلی سوال وکړو