
وهاب ګلالی، جرمني
ډیرو محترمو لوستونکو!
پښتانه تل د خپلو پښتنوپښی وهي. په خادمانو تورونه لګول ستره جفا ده. دوې اونۍ ترمخه د امنیت ویاند ښاغلي مشعل د دې لپاره چې افعان ضد کړۍ خوشاله کړي وي، د هیواد په خادمانو د حسد او کینې نه ډک تور ولګاوه. یو متل دی.. د شیطان به خپل نه شې خو الله ته به دې مخ تور شي
محترمو!
د شمشاد تلویزون مشران هغه خادمان دي چي د پیل څخه يي تر اوسه پورې د خپل قام ، کلتور ژبې اسلام او افغانیت لپاره هغه هغه څه ګړي چې کلونه کلونه پری د هیواد پاک او سپیڅلي اتلان د و
د وخت او استعمار له لاسه په دی نه دی توانیدلی، او د شمشاد دغه تلپاتې چوپړ نه هیریدونکی او تل به د افغانانو په زړونو کی تر قیامته وی.
وایی،، د هر قام په ژوندو قدردانی وی
پښتانه چی کله مړه شی قدردان شی
لکه څنګه چې مې وویل د شمشاد تلویزون مشر د دغه تلویزونه په مرسته هم د هیواد دننه او هم د هیواد بهر د افغانانو لپاره ستر فرهنګي خدمتونه کړي دي. ښاغلي حاجي فضل کریم ډیر کلونه تر مخه په هغه ناوړه شرایطو کې لومړڼې د پښتو چینل د ډیرو ستونزو په ګاللو سر ه چې هم داخلی او هم بهرني دشمنانو نه غوښتل لومړنی تلویزون پرانیسته او له بل طرفه اقتصا دی او نور شرایط هم ښه نه وه.
او له بله اړخه د یو پښتو تلویزون جوړول خو د پښتون ضد کړیو له خوا یو جرم ګڼل کیده ، خو نوموړی په ډیر متانت او جرت خپل سر په لاس کې ونیواو د پښتنو خدمت ته یې ملا وتړله ، او دا چې هر څوک هر ډول قضاوت کوي دا دهغوی ځپل کار دی
ډیرو محترمو لو ستونکو!
د شمشاد تلویزون خدمتونه په هره برخه کې لایتناهي دي، ځکه هغه د سوچه او افغانی چوپړ لپاره تل لګیا دی. او که په تله یی وتلو نو زما په فکر ه د سلو کالو د خدمت سره
برابر دی، بی له شکه ښاغلی فضل کریم هم انسان دی هرو مرو به ځینی نمګړتیاوی وی
، ځکه یو الله پوره دی .، خو نوموړی ثابته کړی ده چی دی په وطن ،ولس ،اسلام او افغانیت مین شخصیت دی.
که څوک دا نیوکه کوی چی په نوموړی چینل کی بهرني یا په بله مانا پاکستاني وګړی
کار کوی ، نو دا خبره له بنسټه ځکه غلطه ده،،،
لومړی/هغو ی زمونږ د خپلی مور بچی یانی زمونږ ورونه دی ځکه پښتانه دی ، په اصلی پښتنو کی لر او بر نشته،
دویم/ هغوی د تخنیک او نورو انجینری برخو متخصیصین دی ، شمشاد لا څه کوی چی حتی په افغانستان کی نن صبا داسی ساحه نشته ، حتی تر بانکونو پوری چی هلته دی خارجی اتباع شتون ونه لری نو راځۍ په دی هیله چی پښتانه نور د خپلو پښتنو پښی ونه وهی امین یا رب العلمین
خوشال بابا وایی ،،
اتفاق په پښتانه کې پيدا نشه
ګڼه ما به د مغل ګریوان پاره که
په ډیر درنشت