د پنجاب پېرپان او امريکايي دېوان


موږ لا هم د افسانو په نړۍ کې ژوند کوو. لا مو دېوان او پېريان ډوله خيالي مخلوقات ګواښي او ربړوي.
زموږ په هېواد کې يو ډول پېريان ډوله مخلوق دی چې ډېر کم په سترګو ښکاري، ځکه زه ورته د پېريانو لفظ کاروم. دا پېريان ډېر حيرانوونکي دي! دا پېريان د پنجاب د لوی پاړوګر آی اس آی په بندونو دي. مشر ېې هم ښايي د پنجابستان په کومه کنډواله کې واوسي. تر اوسه ېې د مشر څېره هم د خلکو له سترګو پټه ده. که څه هم انځور کښونکو ېې تل د خيالي انځور کښلو هڅه کړې ده.
د دوی ډلې ډلې زموږ په ټول هېواد کې ګرځي. ډېر وخت له ځان سره په موټرو کې وسلې، بمونه او ځانمرګي واسکټونه ګرځوي او د ښارونو له لسګونو تالاشيو تېريږي، خو څوک ېې نه ويني!
د مني په موسم کې له ټول افغانستانه ورټوليږي او د پاکستان پر لور ډلې ډلې ځي، خو څوک ېې نه ويني!
هر پسرلی بيا له نوو پلانونو، وسلو، واسکټونو، ټاپو او فتواوو سره له پولې را اوړي، خو څوک ېې نه ويني!
د دې پېريانو ډلې په کليو او بانډو کې د خلکو په کورونو کې شپې سبا کوي، خلک ورته خواړه او اوبه ورکوي، خو څوک ېې نه ويني!
ډېر وخت د بهرنيو او داخلي ځواکونو له لوري پر هغو کورونو د يرغل پر مهال چې د دې پېريانو د اوسېدو شک پرې وي، بريدونه کيږي، خو د پېريانو پر ځای د کورونو خاوندان، ماشومان او مېرمنې وژل کيږي!
دا پېريان د هېواد په لر او بر کې ښوونځي او روغتونونه ورانوي، پلونه او سړکونه الوزوي، ډاکټر، انجينر او ښوونکي وژني، خو څوک ېې نه ويني!
همدا پيريان بيا په ډېرو سيمو کې ښوونځي تړي، د ښوونکو او زده کوونکو پر مخ تېزاب شيندي، د هغوی په اوبو او خوړو کې زهرجن مواد زياتوي، خو څوک ېې نه ويني!
همدا پېريان په کليو او بانډو کې ډلې ډلې په موټرسيکلونو سپاره ګرځي. د ملي اردو او بهرنيانو د اډو له څنګه تيريږي، خو څوک ېې نه ويني!
پېريان په انټرنېټي نړۍ کې هم ښه فعال دي، د ټيلفون له لارې هم له رسنيو سره مرکې کوي او خلکو ته ګواښونه کوي، خو څوک ېې نه ويني!
له دې پېريانو څخه ځينې هغه چې د آی اس آی له دم څخه وتلي دي، او ځای ځای ښکاره شي، هغه بيا سمدلاسه نيول کيږي او وژل کيږي.
بله ډله بيا امريکايي دېوان دي. دا دېوان له لويو بحرونو او جګو غرونو را اوښتي دي او په خپلو تورو لاسونو کې ېې د دې سيمې د ژوندانه پرښته مروړلې ده. دا ناولي ديوان مو ملي شتمنۍ لوټوي، په ملي او او اسلامي ارزښتونو مو لوبې کوي، بېګناه وګړي مو وژني، هېوادوال مو د تورو تمبو شاته اچوي، خو موږ ورته څه نشو ويلای. زموږ لاسونه او پښې وختي لا پنجابي پېريانو تړلي دي.
دې ديوانو په خپله ټوله هڅه له کلونو راهيسې زموږ د سولې ښاپيرۍ په خپلو تورو منګولو کې بنديوانه کړې ده او لا ېې د خپلو اهدافو د پوره کېدلو څخه مخکې د پرېښودلو تمه نشي کېدای.
دا وحشي دېوان مو په کليو او بانډو کې پر خوب ويدو مظلومو مېرمنو او ماشومانو بريدونه کوي او هغوی د وينو په سېلابونو کې لمبوي. دوی خپل ځانونه د لوړو دېوالونو شاته پټوي، خو موږ پر موږ وژني!
دې ناولو دېوانو مو د هېواد په نوم واکمنان په خپله غېږ کې کښېنولي دي او د افغان ولس د غولولو لپاره ېې تل پر شا ټپوي. دا واکمنان په تورو شپو کې له تورو دېوانو سره تور تړونونه لاسليک کوي او د هغوی په غولوونکو او سراب ډوله وعدو لکه ماشومان ناڅي، او د خپل ولس د سوکالۍ ټولې هيلې له همدوی سره تړي. په داسې حال کې چې له تيارو راتېر شوي دا دېوان يوازې د خپلو منګولو د ډکولو په هڅه کې دي.
موږ ته لازمه ده چې نور له دې خيالي او افسانوي نړۍ راووزو او خپل برخليک د حقيقت په پلوشو کې وټاکو. نور بايد له دې پېريانو او افسانوي دېوانو سره د مبارزې ډګر پياوړی کړو. نور بايد پرېنږدو چې پردي مو ملي، اسلامي او افغاني ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.
راځئ له خپل هېواد سره رښتينې مينه وکړو. خپل فرض په ښه ډول ادا کړو. راځئ هېواد وژغورو. راځئ خپل ولس وژغورو.