
چې چيري به هم کوم دحماقت سرزوري عمل و،ملامحمدعمر اخند همدا سړي دهمدې لپاره ساتلی و،له هرډول رحمه نه بې برخې دمجلل ژوند شوقي اودشخصی چاپروسانو پالونکی ځوان ملااغاجان په خټه نورزی و،پلاریې دملانقیب دډلې دخان محمد قومندان په اصطلاح ناظر و،چې دکندهار په لویه ویاله کې یې، ځمکې ورته قبضه کولې،خپله اغاجان دمدرسې ډیر ابتدایي طالب و،چې دطالبانو تحریک پيل شو اوپه تحریک کې یې دنظامي منډو ترړو په ترځ کې دملامحمدعمراخوند دیوبل ملګرې ملاګل اغا توجوه ځان ته ورجلب کړه اوهغه دیو زړور طالب په توګه ملا محمدعمرته ورمعرفي کړ،ملاعمر دمالي امورو دکنټرول لپاره لومړی دیوخاص هیئت مشر کړ،چې ډیرداسي کارونه یې وکړل چې بل طالب نشوی کولی،لکه پرنظامي طالبانو دمالي مصارفو کنترول چې په ترځ کې یې دیوطالب مشر پروینا یوځل دفاریاب داندخوی دامنیه قومندان له خوا دومره ووهل شول چې په جنازه یې هرات ته ورساوه،په کابل کې دطالبانو له راتګ سره که څه هم ښځې له کاره بندې شوې، خو دښځینه مامورینو معاشات ورکول کېدل، چې کله پرطالبانو اقتصادي بندیزونه ولګول شول،نو دیوشمیرمعاشاتو دتقصیراوبندولوخبري پيل شوې،ملامحمدرباني ملاعمرته ولیکل زه نشم کولی دکابل دبې وزلو ښځولپاره دایوڅو روپۍ هم بندي کړم،ددې کار لپاره اغاجان راوړاندی شو اوپه ډیره بې رحمي یې دا معاشات بندکړل،داغاجان یوتن مامور وایې په کومه ورځ چې یې دغه معاشات بندول،نویوکس اغاجان ته وویل: صیب! ستا له روزمره مصارفوکه یوڅه بودیجه تنقیص شي، دابه ددې ټولو معاشاتوسره برابره وي ،نولطفا له دې پریکړې تیرشئ،خوهغه دخپل کنځلمار مزاج له مخې ډیرې سپکې سپورې ورته وویلې،اغاجان دملاعمرپه دربارکې ځان دومره تابعدار اوشیخ نیولي و،چې کوم څه یې په کابل کې کول په کندهار کې ملاعمر ورنه ناخبره و،مرحوم ملامحمدرباني ملاعمرته دملااغاجان او ملاخاکسار په اړه خصوصي شکایت کړی و چې دا دواړه دنظام دبدنامي سبب ګرځي،خوځینو نوریې پرخبرو دملاعمرپه وړاندي مدلل تردیدکړی و،چې ملاصیب له دغه شکایتونو ظاهرا صرف نظر کړی و،خوځینوخصوصي کسانوته یې ددواړو(خاکسار او اغاجان)په اړه دکلکې څارنې ویلی و،دا وخت ملاربانې نور خپل غمجن زړه خاوروته وسپاره،دتحریک دزوال شپې هم پیل شوې ،چې کله طالبان له کابله وتل نودطالبانو دحکومت ټوله بودیجه او په افغانستان بانک کې پرتې ټولې پیسې ملااغاجان له ځانه سره یوړې،دتحریک دبیاتنظیمېدو پرمهال ملااغاجان ادعا وکړه چې دبودیجې یوه ستربرخه دده په کورنئ کې دځینو غړو دغداري په نتیجه کې ګل اغاشیرزي ته په کندهارکې سپارل شوې او دپاتې پیسو په اړه یې هم ضدو نقیض معلومات ورکړل،داوخت دطالبانواوسپنیزنظامي قومندان ملابرادراخند دیوې جګړې په ترځ کې دامریکایي بمباري په نتیجه کې سخت زخمي سوی و،په پټه تر درملنه لاندي و،چې دملامحمدعمر اخند له له لوري یوه اډیویی کیسټه دطالبانو دمهمو مشرانوپه نامه راواستول شوه،په دې کیسټه کې ملامحمدعمر ملابرادر دلومړي مرستیال اوملاعبیدالله د دوهم مرستیال په توګه اعلان کړي و او دنورو کارونو دترتیب ټول اختیار یې دغو دومشرانوته ورکړی وو،(ملاعبیدالله دطالبانو د دورې ددفاع وزیر اوملابرادر دلوی درستیزپه دندو کارکړی وو)دغو دواړو مشرانو دا مناسبه وبلله چې دیوحکمت له مخي ملا اغاجان دڅو وخت لپاره دمالي چارو دکمیسون مشر وټاکي، ترڅو ورسره پاتې بودیجه په تدریجي ډول ترلاسه کړي اوبل علت داوو.چې ملابرادر او ملاعبیدالله له سختو امنیتي ستونځو سره مخ و،اوپه ډیره مخفي اومحتاطه توګه یې کارونه تنظیمول، چې دملااغاجان یوناڅاپي خفګان ورته زیان رساوه،ځکه چې اغاجان ډیرښکاره اوسیدو او دسیمې له مقاماتوسره یې ښکاره اړیکې لرلې،ملابرادرچې زیاته توجوه یې جګړې ته وه په لمړي سرکې دې مسائلوته پاملرنه نکوله،خوچې دجګړې لړۍ اوچته اومصارف درانه شول،نوهغه اوملګری ملاعبیدالله یې دي ته اړشول چې ټولې مالي سرچینې سختې کنترول کړي هغوي دواړودتحریک له نورو مشرانوسره په ګډه په ډیره دقت دتحریک هغه بودیجه چې له کابل نه پرته له نورو مراکزو راټوله شوې وه(لکه کندهار،هرات اوجلال اباد) تنظیم کړه اویوچوکاټ ته یې واچوله اوملااغاجان ته یې هم وریاده کړه،چې نور باید دیومسلمان اومجاهدپه صفت دتحریک مشرانوته خپل ټول حساب ورکړې،ملا اغاجان چې دا وخت دملا عبیدالله او ملابرادرپه څیر نه و.چې دواړه به په پټه په یوموټرسایکل په کوڅوکې ګرزیدل،بلکې اغاجان په مجللو قصرونو،لوکسوموټرونوکې ګرځېدو اویودرجن تنخوا خواره یې لرل، چې دده هرې روا اوناروا غوښتنې ته یې لبیک وایه،حتی تر دې چې دده دخصوصي کسانومعاشات ډیر لوړ وو،اودتحریک دنوروغړو لپاره یواځې ضروري مصارف ورکول کیدل،(زه اوس هم هغو خلګوته حیران یم چې ځانونه یې مجاهدین بلل خو دملاعمرله اجازې پرته یې داغاجان لخوا دومره لوړ معاشات یې څنګه ځان ته روا ګڼل) ملااغاجان دملابرادر اوملاعبیدالله اودملاعمر دخصوصي مالي مسئول ملاګل اغا دحسابي غوښتنې ته مثبت ځواب ورنکړ،ځکه داوخت ملا اغاجان په هرلحاظ بدل شوی و،نه دملاعمر ویره ورسره وه اونه ملاعمرته هغه پخوانی تابعداري،بلکې په اخلاقي ډول هم هغه دشخصي مجلل اولوکس ژوند له امله کومې فداکاري ته حاضر نه و،اودسواد له ډېرې ټیټې کچې سره سره دمغرضوچاپروسانو په هڅونه ددبدبې اوقیادت په سوچ کې و،داوخت هغه په ډیرو طالبانوکې ددوهم خاکسار په نامه شهرت لاره،((ملاخاکساردطالبانوددورې دداخله چارو دوزارت مرستیال و،چې په اخیرکې له احمدشاه مسعود سره په ارتباط تورن شو اوبیا دطالبانوله سقوط نه وروسته له امریکایانوسره ملګری شو))لنډه داچې له دې جریانه ملامحمدعمراخند خبرشو، چې هسي هم ملابرادر اوملاعبیدالله مرحوم ته دمالی کمیسون لپاره داغاجان په ټاکنه په غوسه و،سمدستي اډیوي پیغام را واستاوه،چې اغاجان دې په هېڅ ډول مالي چارو کې مداخله نکوي ،داوخت چې سیاسي کمیسون کومه عملی جنبه نلرله ملا محمدعمراخند اغاجان دسیاسي کمیسون دمشرپه توګه وټاکی ،اغاجان دهمدې کمیسون له لاري خپل زوړ کارته دوام ورکړ،اوپه لرې پرتوهیوادونوکې یې دطالبانودخواخوږو مالي مرستې دتحریک دنماینده په نامه دځان لپاره راجلبولې اوخپل شخصي ډلګۍ یې پرې پاللـه ،دپيسو اولوړو معاشاتوپه بدل کې یې دقلم خاوندان اوکلک مشاورین خپل کړل،دعربي نړۍ دمرستو لپاره یې یوسمبولیکه عربی مجله اویوعربي ویب پاڼه خلاصه کړه،اخیر ملامحمد عمرهغه دسیاسي کمیسون له مشري لیری کړ اوله تحریکه یې ویسته، چې پدې سره دهغه دزوال شپې پيل شوې دهغه ډیری طالب ملګرو له هغه نه لاس واخیست(ځکه دادطالبانو همیشنې مزاج دی،چې څوک ملاعمر ورټي،له هغه نه بیا ټول طالبان مخ اړوي)
په طالبانوکې دټیټې طبقې سخت دریځو دهغه په وړاندي زیاته کرکه لرله،همدا کرکه دهغه لپاره ډیره خطرناکه وه،ملاعمر دهغه په اړه هيڅ دا ډول بده اراده نلرله،هغه په مر موز ډول ټپي شو،او په پاکستان کې له ټپونو مکمل جوړ شو،خو دافغانستان اوپاکستان دحکومتونوپه پټه همکاري دکابل له لارې ترکې ته ورسول شو،هلته غربي میډیاته وړاندي شو،دلته هر دعقل خاوند په دې پوهیږي چې ترکیه چې دناټو غړی هيواد دی، هيڅکله یو داسي طالب مشرته پناه نه ورکوي ،چې په څرګنده دعوه لري چې زه اوس هم په افغانستان کې وسلوال جنګیالي لرم،لکه ملا اغاجان چې له یوې غربي ورځپاڼې سره پخپله مرکه کې ویلي!
البته داغاجان له ورستیو څرګندونو څخه دخفیه کړیو دوه هدفه دي،یو داچې ملا اغاجان په طالبانوکې اوس هم یوه مطرحه څېره وښيي اوله دې لاره په طالبانوکې دګډوډې رامینځ ته کولو هڅه وکړي،دوهم داچې په دې سره دطالبانو بدنامي وکړي!!!
زما په اند په دې سره دطالبانو څه ناڅه بد نامي ضرور کیږي،خوپه طالبانوکي دګډوډي او اختلاف سبب نشي ګرځیدي،ځکه چې دهغه جنایات په طالبانو کې له څوکلونو راهیسي مشهوردي او په لوړه اوټیټه کچه طالبانوکې له سختې کرکې سره مخ دی،البته یومحدود شمیر خلګ چې دمالي مرستو اوانعام په بدله کې له اغاجان سره اوس هم خواخوږي لري،ښاي بیا یې هم ولري،خو دپيسو یاران دعمل دمیدان خلګ نوي،اونه دا ډله خلګ دومره مخلص اوزړور دي چې پدې شرائطوکې دهغه ترشا ودریږي...
ع:مخلصیارــ کندهار