یوکال داسامه بن لادن ترشهادت وروسته !

شاهد (غزنیوال )
د۱۹۹۶ کال د نومبر دمیاشتې  یوه باراني ورځ وه چې  په جلال اباد کې دمولویصاحب خالص پاملیوته د اسامه بن لادن دلیدو په غرض دهغه  استوګن ځای ته ورغلو.
له اسامه بن لادن سره زمونږ دلیدني منسجموونکی دهغه نیږدي ملګری ابوخباب المصری ،کوم چې دامریکایانو لخوا دالقاعده تنظیم دکیمايي توکودمتخصص په نوم یادیده اود ۲۰۰۸ کال په اګست کې دامریکايي بي پيلوټه الوتکې په بریدکې دجنوبي وزیرستان  په زیږه غونډۍ کې ووژل شو.
اسامه بن لادن  دامهال تازه له سوډان څخه افغانستان ته راغلی اوپه ننګرهارکې دمرحوم خالص بابا ترحمايې لاندې  دشهید انجنیر محمود په  یوه  شخصي تعمیرکې استوګن وه.
دغه تعمیر ښې ډیرې الحاقیه ودانۍ لرلې چې په هغو کې له اسامه سره یوځای دهغه نیږدي همکاران  اوشخصي ساتونکي هم  یوځای میشت ول.
مونږ په داسې مهال کې هالته ورسیدلو چې دوئ دهمدغه تعمیر په دننه مسجدکې دجمعې دلمانځه لپاره سره راټول شوی ول
مصطفى أبو اليزيد چې وروسته په ۲۰۰۷ کې په افغانستان کې دالقاعده پوځي مشر او په ۲۰۱۰کې دامریکايي ډرون حملې په ترڅ کې په وزیرستان کې ووژل شو دجمعې دلمانځه خطبه ویله .
تردې یوه ورځ له مخه په کابل کې طالبانو په رسمي توګه  ددوئ  ترواکمنې لاندې ساحه کې داسامه بن لادن دمیشتیدنې اعلان کړی وه ، چې له همدې امله دالومړی ځل وه چې  دوئ  دجمعې  دخطبې  اولمانځه لپاره له لوډسپیکرنه  استفاده کوله.
دجمعې لمونځ مو دابومحمد المصري په امامت اداء او بیا  دمیلمنو ځانګړي میلمستون ته ولاړو چې لیږ شیبه وروسته اسامه اوابوحفص المصري (محمد عاطف) دهغه لومړی  مرستیال هم هالته راغلل.
ما تردې له مخه  اسامه   نه وولیدلی ،خوابوخباب  المصري راته هغوئ دواړه له لیري راوښودل چې لومړی کس شیخ اسامه او دوهم دهغه مرستیال  ابوحفص المصري  دی.
له مقدماتي معرفي وروسته موسمدستي د ډوډی په خوړلو پیل وکړ ، په همدغه ستارخوان له اسامه سره دابوحفص ترڅنګ دهغه څوساتونکي هم ناست ول ، که څه هم  چې ډوډۍ په تشریفاتي لحاظ کمزوري ،  خو داچې له یوې خواهغه ډیره ځنډیدلې او له بلې خوا ډیره خوږه تیاره شوې وه نودمیلمنو او کوربنو لپاره ډیره خوندوره  او په ښه اشتهاء  مو نوش جان کړه.
اسامه د ډوډۍ خوړلوپه سردافغانانو دمیلمه پالنې اود میلمنولپاره دهغوئ دزیات تکلف کولو خبرې کولې او داکارېې ډیرستایه ، ترډوډۍ خوړلو وروسته  دافغاني دود مطابق چاي راوړې او شیخ هم ورسره سمدستي رسمي خبري پیل کړي ، داچې نوموړی دافغانانو له طبیعت سره ښه بلدوه نو ځکه يي اصلي مجلس هم دچایو په سر پیل کړ.
دمجلس په  شروع کې شیخ اسامه لماڅخه  د ده دحمایت په اړه دطالبانو دپروني اعلان په اړه توضیحات وغوښتل .
ماورته وویل چې هو تیره ورځ دطالبانو مطبوعاتي مسؤل (داطلاعاتو او کلتور وزیر) ملا امیرخان متقي له رسنیوسره په څرګندونوکې په افغانستان کې دهغوئ ترواکمني لاندې ساحه کې ستاسو دموجودیت او حمایت اعلان وکړ.
شیخ په دې توضیحاتو ډیرخوښ شو اونوریې راته دسوډان دولسمشر عمر البشیر دهغو خبرو نکل شروع کړ کوم چې دته يې دامریکا دفشار له امله له سوډان څخه دوتلو په اړه کړي وې.
ده دطالبانو دحمایت ترڅنګ دمرحوم خالص بابا اودهغه دمجاهدینو له میلمه پالنې او له ده سره دخاصو مرستو په اړه  باربارمننه کوله اوویل یې چې افغانان  هغه غیرتي قوم دی  چې  په اسلامي شهامت کې یې په نړۍ  ساری کم لیدل کیږي.
نوموړی ډیر په ارامه لهجه غږیدو،اوپه همدغه ارام مجلس کې راته دخپل جهادي فکر دانګیزې په اړه کافي معلومات راکړل.
په سعودي عربستان کې  یې دملک فیصل پوهنتون داقتصاد په پوهنځي کې دخپلو تحصیلي زدکړو له نیمګړیو پریښودلو څخه خبره راپیل کړه، بیایې  له اخوان المسلمین تنظیم سره ترلومړنیوسیاسي اړیکو ، په افغانستان کې دروسي ځواکونو په خلاف جهادکې ګډون  ، دمجاهدینو تربریا اودروسانو ترماتې پوري  ټول  یو په بل پسي ښه راته  تشریح کړل.
ددې ټولو په تعقیب یې  دکمونیزم له ماتې وروسته داسلام او مسلمانانو په خلاف  دامریکا د تخریبي پلانونه او دهغه په خلاف داسلامي نړۍ دمقابلې  او دفاع خبره وکړه او ښه ډیروخت ورباندې وغږیده،په هغه وخت کې دده په خبروکې له امریکایانوسره ددومره په لوړه کچه پوځي مقابلې څرک نه ترسترګو کیده ،بلکې یواځې ده په خپلو خبروکې په دې ترکیزکاوه چې مسلمانان  باید دې ټکې ته متوجه وې چې څرنګه وکولای شي  دغرب له  دسیسو ځان وژغوري .
په دې موضوع یې ترهغوبحث وکړ ترڅو  دمازدیګر لمانځه  آذان وشو بیاهماغه  مسجدته یوځايي ولاړو لمونځ مو په جماعت  اداکړ اوبیرته دمیلمستون تر دروازي پوري يوځای راغلو ،هلته  ده را سره مخه ښه وکړه او ترباندنۍ دروازې پوري  ابوحفص بدرګه اونورموله هغه څخه هم دجلال اباد ښار په لوري رخصت راواخیستی .
له هماغې نیټې ۶ کاله وروسته مو د وروستي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال داګست  په میاشت کې په کندهارکې ورسره ملاقات درلود داځلې  مو ملاقات  دده په  استوګنځي کوم چې دکندهار ښار په لویه ویاله کې موقعیت درلود  ترسره شو.
داکرت  داسامه بن لادن  په پوځي وضعیت او خبروکې تر هماغه لومړني وضعیت  ډیر  توپیر لیدل کیدو ، دنوموړي له خبرو او حرکاتوڅخه  داسې ښکاریده لکه چې عملا له امریکایانوسره  دمقابلې په  ډګرکې ولاړوي ، دخصوصي استوګنځي په میلمستون کې یې  دهغو هیوادونویوه تشریحي جغرافیايي نقشه ځوړنده وه  په هغې کې یې  ټول هغه  هیوادونه  په سروکرښو په نښه شوي ول کوم چې یومهال دعثماني خلافت ترحاکمیت لاندې ول، اسامه بن لادن هماغې نقشې ته په اشارې سره وویل چې داسیمه یومهال ټوله دیوه متحد اسلامي خلافت دواکمنۍ ساحه وه مګر دسایکس بیکو  استعماري معاهدي  له مخې  هغه  په  ۱۹۱۶-۱۹۱۵ کلونوکې په بیلابیلو ټوټواو هیوادونو وویشل شوه ،مسلمانان باید بیرته  دهمدغې  ټوټه  شوې ساحې دیوځای کولو اوهالته داسلامي خلافت قائمولو کوښښ وکړي .
داکرت دشیخ  اسامه ترڅنګ  دهغه  دوهم مرستیال  ډاکټر ایمن الظواهري  هم  ناست وه او کله کله به يې دنوموړې په خبرو کې دهغو دتائید لپاره مداخله کوله .
تردې ملاقات یوه میاشت وروسته  دسپتمبر خونړې پیښې رامنځته شوې  چې دشیخ اسامه او امریکا ترمنځ مقابلې ته یې عملې بڼه ورکړه  او په پایله کې یې په افغانستان کې دطالبانو واکمني ته هم دسقوط پلمه جوړه کړه . 
له دغې خونړۍ پیښې  لس کاله وروسته امریکایان وتوانیدل چې  په ایبټ آبادکې  اسامه بن لادن  دیوه پوځي برید په ترڅ کې شهید او په دې سره دهغه  اوامریکاترمنځ  دپیل شوې مقابلې یوه مرحله  دامریکاپه ګټه  پایته ورسیده.
اوس داسامه بن لادن د وژل کیدوپوره یوکال کیږي خو په امریکایانو باندې دامریکاپه داخل اوله امریکانه بهر دهغه  دپیل کړې مقابلې  ویروونکې اغیزې  په هماغه اندازه مسلطې دي ،له امریکانه  بهر په کابل کې داسامه بن لادن دکلیزې دلومړۍ ورځې په مناسبت دامریکې په سفارت کې دخطر زنګونه کړنګیږي ،اودامریکاپه داخل کې  دامنیتي ګواښونودخطر درجه  ترسرې کرښې هم  لوړساتل کیږي.
که خبره ریښتیاهم  داسامه او امریکادمقابلې په سروه نو هغه یوکال ترمخه  تصفیه شوه  ،اوکه دافغانانو دځورونې اودهغوئ دهیواد داشغال لپاره  دامقابله یوه پلمه وه نوفکرکوم چې هغه به  ترکلونو پوري نوره هم دوام وکړي او  پایله  به يې  دپخواني   شوروي اتحاد په برخلیک  باندې  دمتحده ایالاتو له اخته کیدلو ماسیوابل څه نه وي.