
لیکوال٬ رحمت زلمئ مندوخېل
٬٬٬
هغه پېغله چي لحد یې نن مسکن دی
دناکامه غم داستان یې ډېر غمجن دی
دغه پېغله هغه وخت چي وه ماشومه
حیاناکه وه دګل په څېر معصومــــه
دکوڅې همځولي نجونه او هلکان هم
چي په لاس کې به دټولووو قرآن هم
هغه وخت چي داماشومه وه نادانه
سیپاره به یې په لاس کې وه روانه
دیني زده کړې یې هم وکړې تر اخیره
دقرآن او دحدیث شولـــــه مــــــــــاهره
خپل حقوق ورته معلوم شول په قرآن کې
وه سپېڅلې داغ یې نه وو په ایمـــــــان کې
مدرسې څخه چي کله شــوه فــارغه
دمورپلار عالمـه لـورهـــم وه بــالغه
نوهغه وخت پلاریې وویـــل چي ګلې
له تاجارشم پرمـــــا ګــــــرانې نازولې
ته خبره یې چـــي مــــــوږ دافیصله کړو
ستا کوزده هم ستا دتره له زوی سره کړو
هغه لورچي وه عالمـــــه بـــــاخبره
هغه لورچي دقرآن هـــــم وه مــاهره
ورته ویې ویــل واوره بـــاباجــــــانه
ماذده کړي لـــــــه حدیث او لـــه قرانه
چي دزوي او لورواده دې په خوښي وي
داښادي دې پـــــه رضا دخپل زړګي وي
باباجانــــــــه داواده دژوند ښــــادي ده
زما واده دی ځکه زما پکې مرضي ده
دتره زوی سره هیڅکله کــــوزده نه کړم
زما په زړه کې یو جانان دی زه هغه کړم
ماته دغه حق راکړی لــوی څښتن دی
زما ژوند هم امانت دخپــل څښتن دی
اودپلار چي یې ترغوږ حقه کیسه شوه
حق ترخه وو ځکه خوله دده ترخه شوه
هغه دم پلاردتوپک پرخواکـــړه منډه
لورغریبې یې دمورترشـا کــړه منډه
تورتوپک چي بابا جان ورته راواخیست
له تاخچې یې لورقران ورته راواخیست
اوپه زور زور یې ژړل چي بابا جانه
وسیله مـــې کــــړه قبولــــه لــه قرآنه
خو دپلار سترګې خوني زړه یې ډبره
نـــــه یې اورېـــده دخپلې لـــور خبره
هغه لورچي یې په لاس زړه کې قران وو
نن یې رنګ قران په وینو دخپل ځان وو
هغه لورچي یوه پــــــاکـــه فـــــرشته وه
نن هغه سپنه پـــه وینــو تـــــکه سره وه
پاکه لوریې په مرمیو نن غلبېل کړه
په مرګي یې له جانانه څخه بېل کړه
٬٬٬
لیږونکی٬
محمدعلی عمری٬ مسلم باغ