
لیکنه : ش،حصین
د بینوا او
څو نورو برښنا پاڼو پرمخ مې د «سرلوڅ مرادزي» هغه لیکنه ولوستله چې سرټکی ېې و «طالبان او شر ګډي روشنفکران». دا ډول له
سپکو سپورو ډکې په ښکاره امریکايي پلوه د تیري او تجاوزپه ګټه لیکنې او څر ګندونې
څه لږې نه وې او نه دی. خو سرلوڅ دا ځل د هیواد اشغالګرو او ورسره مزدور
دولت ته د ښه خدمت په خاطر د خپل ډیر خوار له منطقه تش قلم ژبه د وطن هغو
روښانفکرانو ته ور اړولې چې ټول ژوند او احساس ېې له وطن او د وطن له انسان سره
مینه او د خپل ویاړلي تاریخ او ملي لوړتاریخي هویت د خوندی ساتلو له پاره
وقف
کړیدی.
له تیري،
اشغال او ورسره خونړي له فساده ډک ضد انساني او په عمل کې ضد بشري روان بهیر څخه
ملاتړ، هغه ته مشروعیت ورکول او خپلو خلکو او تاریخ ته شا اړول په هره پلمه چې وی،
یو ښکاره ملي ضد دریځ دی. دا چې پوځي تیري او تر لسو کلونو زیات پردي اشغال
افغانستان ته د سرلوڅ په خبره دموکراسي، د بشر حقوق، د ښځو آزادي، مدنیت، پرمختګ،
او دې ته ورته څه راوړی دي که نه، دا خبره له ټولو موجودوترخو واقعیتونو سره سره
کیدای شي د هرچا د پوهې، تجربې، ټولنیزې پیژندنې، په روانو پیښو کې د ځانګړو پټو
او ښکاره منفعتونو له مخې د بحث وړ وي. خو که په بحثونو کې د مخالف نه ځغمل ،
ځانته لوړه بیه ورکول او نور ټیټ او لویدلي ګڼل را منځ ته شي، نوبیا په طبیعي توګه
د ارواښاد سید بهاوالدین مجروح په خبره د منطق ځای ځانځاني ښامار نیسي او دغه
ښامار ژوند له ټولو ښو او بدو سره له ستوني تیره
وي.
د سرلوڅ بې
شمیره لیکنې مې په تیره بیا په افغان جرمن برښنا پاڼه کې لوستلې دي. هغه د همدې
برښنا پاڼې د امریکايي پلوه نشراتي پالیسی له مخې په ټول توان هڅه کوی چې د وطن
اشغال ته مشروعیت او د اشغال دوام ته د امریکايي پوځي «تلپاتې» اډو په اړتیا پرله
پسې لیکنې وکړي. د ده ټول منطق پردې ولاړ دی چې امریکايي او ناتويي اشغال (دی ېې
اشغال نه بلکې د«لویدیځوالو» شتون ګڼي) دموکراسی، د بشر حقوق، د ښځو حقوق او دې ته
ورته هغه اوتې بوتې چې همدې اشغال جوړې کړي له ځانه سره لري او دا زموږ وطن ته
هوساینه، پرمختګ او تمدن راولي. د دې سترو ښکرورو دروغوپه وړاندې که چا وویل چې د
استعمار او نوي استعمار او د پوځي ګلوبالیزم په ماهیت کې د مظلومو اولسونو له پاره
دموکراسي او دی ته ورته څه نشته، نو هغه بیا سم د لاسه د طالبان ملاتړي بولي. له
دې سره سم طالبان له مخې د پنجاب او آی اس آی نوکران ګڼي ا وپه وطن کې د لس کلن په
ښکاره ملي مقاومت ټول زور هم يواځې له پنجابه بولي.
مخکې له دې
چې د سرلوڅ اصلي لیکنې ته وروګرځم له ده څخه څو پوښتنې اړینې بولم:
۱- د افغانستان
ټول تاریخ د پردو په وړاندې د سر په بیه د مقاومتونو تاریخ و. همدغه تاریخ دې اولس
ته یو ځانګړی کرکتر ورکړیدی. دغه کرکتر«سپی دې یم خو ژوندی دی یم» نشي ځغملی. دا
سمه ده چې د وخت د شوروي اشغال په وړاندې پانګوالې نړۍ او سیمه ییزو لاسپوڅو ېې د
هغه وخت د«جهاد» شاته په دریدو د« نړیوال کمونیزم» ملا ور ماته کړه. خو آیا په
همغه حرکت کې هم زموږ د خلکو او اولسونوله لوري دتیري او تجاوزپه
وړاندې د پاڅونونو او مقاومتونو اصلي تومنه زموږ خلک او اولسونه
وو،،؟
۲- که لږ مخته
لاړ شو دهند د مغولي امپراطورۍ، د ایران د صفوي خونړۍ واکمنۍ،او د انګلیسي نړیوالې
امپراطورۍ پرخلاف زموږ د خلکو او اولسونو شاته څوک ولاړ وو؟هغه وخت خونه پنجاب و،
نه روس و او نه هغه فارس چې نن ېې ایران بولي. او د عربي بنسټپالنې خو لا څه نښه
هم نه لګیدل
کیده؟
۳- همدا «جهادی»
تنظیمي ډلې چیرته را جوړې او د نړیوالو سیاستونو د معاملې کچې ته ورسیدلې؟
همدا اوس هم باور لري چې دا ډلې به له ایران او پا کستان څخه ګوښه شوي وي؟
۴- آیا روانه
واکمني په ښکاره د«لویدیځوالو» د جاسوسي شبکو د څو ښکاره جاسوسانو او د
همدغو«جهادي» تنظیمونو، یو پردو جوړ کړی سهامي ډوله مصلحتي شرکت نه
دی؟
۵- کولی شی د
پنجاب ، طهران او آن روس د جاسوسانو برخه په دې واکمنۍ کې له سترګو
وخورځوۍ؟
۶- د همدې
واکمنۍ اصلې څیرې له کومې دروازې هیواد ته را ننوتې؟ هغوی چې د امریکايي انګلیسي
اشغال له پاره له پخوا روزل شوي وو او د پاکستان له دروازې راتیریدل، دا کار د
پنجاب او آی اس آی له منلو او مرستې پرته شونی و؟ انسان د وجدان په درلودلو انسان
دی، وجدان هغه څه نه دی چې هغه په هر بازار کې پلورلی او بیا را نیول کیدی
شي.
۷- پاکستان به
یو اتومي قوت وي. خو نه د امریکا او پخواني شوروي او ننۍ روسي په شان ستر اتومي
قوت دی او نه هغه ستر اردو ګان او پرمختللی پراخه جګړییز تخنیک لري کوم چې نوموړوي
زبرځواکونو او نوره پرمختللې نړۍ ېې لري. که په دې هیواد کې د دوخت د انګریزي
استعمار، د استعماري نړۍ ستنې کږې شوې او د شرق بلاک لوی او واړه همدلته په ګونډو
شول، نو بیا پاکستان او یا ایران څنګه کولی شی چې په دې خپل خوار لویدونکي توان د
افغانستان د اشغال خبره وکړي؟ مګر دا جوړونه په خپله هم ستا د«لویدیځوالو» جوړونه
نه ده. هغوی څه وکړي د دموکراسۍ، ګلوبالیزم، د بشر د حقوقو، آزاد بازار، مدنیت او
بیا جوړونې شعارونه ېې بې اثره شول. جګړه خو هرومرو یو شعار غواړي. که همدا د
ایران او پاکستان د خطر خبره له حده زیاته ونه پړسوي نو بیا خونه اشغال د دوام
دلیل موندلی شي او نه هم د دایمي امریکايي پوځي اډو جوړول کوم منطق ته رسي. آیا
واقعیت همدا نه دی چې په دې شعار په سیمه کې دپیړیو په عمر دښمني
کري؟
۸- استعمار په
هره بڼه چې وي اخلاق او جوړونه نه لري. پانګوال نظامونه اخلاقي نه بلکې بشپړ
سیاسي، د واکمنو کمپنیو د غوښتنو استازي او د واکمنې مالي الیګارشي اجرايي برخې
دي. د پانګوالې نړۍ ګلوبالیزم د شوروي واکمنۍ د وخت دولتي سیاسي شوی انتر
ناسیونالیزم ته ورته یوه لوبه ده. نه پرلتري انترناسیونالیزم د هیوادونو پوځي
لاندې کول و. نه د ګلوبالیزم اصلې تعریف دغه و چې نن ېې وینو. هغه هم په یوه پوځي
سیاسي غرور ولاړ د اولسونو د ملي کرکتر خلاف یوه ناروا جګړه وه او دغه هم تر هغه
ډیر رسوا او په سخت فساد اخته تر ټولو ډیر خونړی سیاسي پوځي غرور او ورسره د
ملتونو د طبعي شتمنیو غارت دی. ویتنام ته ېې څه ورکړل؟ عراق ته ېې څه پريښودل؟ په
فلسطین څه روان دي؟ له یوسل او دیرسوکلونو زیات استعمار، لاتینې امریکا او تورې
افریقاته کومه انساني هو ساینه ورکړه؟ ولې د افغانستان په خلکو دومره مین دي چې
خپل ټول په همدوی لوروي؟ د دې خبرې منطق چیرته
دی؟
د پوښتنو دا
لړۍ پای نه لري. ما وغوښتل یواځې څو اشارې وکړم.
زه او سرلوڅ
یو وخت د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند غړي وو. په دې توپیر چې دی په همدې
ګوند کې د مور او زه د میرې ځوی وم. ما د همدې ګوند په واکمنۍ کې جبري احتیاط او
جیلونه ګالل، دی د ولایتې ګوندي کمیټې غړی او آن منشي و. په دې ویاړ هم کوي چې د
جلال آباد د دفاع د قرارګاه غړی و. له لیکنو څخه ېې ښکاري چې ده اوس توبه ورکړې،
«لویدیځوال» ورته د آرمان نښې دي، خو لږ!!؟ « نادودې» لري چې هغه هم ورته د ځغم وړ
دې، خو زما په شان یو شمیر لیونیان د ده د« لویدیځوالو» «نادودي»، بشري ضد جنایات
او اخلاقي ضد هغه رسوايي ګڼي چې دبشریت تاریخ ېې ساری نه لري.
سرلوڅ د
زمانې د شیبوپه خدمت کې ولاړ دی خو د ده «شرګډي روشنفکران» د طالبانو ملاتړي دي.
ځکه چې هغوی شیبو ته نه بلکې تاریخ ته ګوري. دا لنډه یادونه هم باید وکړم چې د
سرلوڅ، لوڅې تورې لا تر ما نه دي را رسیدلي او ډیر هغه وتلي په وطن مین روښانفکران
ېې تر دې تورو لاندې را پرځولي چې ټولنیز وطنپال انسان سالار مقام او منزلت ېې له
هیچا پټ نه
دی.
سر لوڅ د
پروني اشغال (البته دی اوس خپله هسې د ورځې په نرخ هغه اشغال بولي) د لوړو ګوندي
کړیو «کادر» و خو اوس هغه ته اشغال او دغه ته د وطن د ناجي په سترګو ګوري. دی ټول
هغه روښانفکران چې د ده په شان فکر او لیکنې نه کوي تر سپکو سپورو لاندې نیسي او
لیکي چې دغه ډله د ډاکتر، پوهاند، پروفیسور، څیړونکي او نورو القابو تر نامه لاندې
ځان غټوي او داسې څه لیکې چې هغه له طالبانو سره د دوی ملاتړښيي. ډاکتر سرلوڅ
مرادزي ته باید لومړی وویل شي چې ته خو هم ډاکتر وې دا څه رمز دی چې خپل
«علمي»عنوان او اصلي نوم دې پټ او مرادزۍ دې غوره کړ؟ په مهاجرت کې به ډیرو ځانته
القاب غوره کړي وي. خو هغه وتلي روښانفکران چې د سرلوڅ تر لوڅې تورې لاندې را غلي
په مهاجرت کې دې علمي مقامونو ته نه دي رسیدلي بلکې ډیر ېې د لوړو زدکړو او
پوهنیزو کارونو روښانه تاریخ لري.هغوی د دومره لویي پوهې او لوی زړه خاوندان دي چې
ښايي د سرلوڅ سپکوته ځواب هم له خپل شان سره سم ونه
بولي.
سرلوڅ
لیکي:«دوی که څه په ښکاره د ډاکتر، پروفیسور، پوهان، څیړونکي او دا شان نورو
نومونو ځانونه غټوي او پړسوي، خو هیواد کې دننه د لویدیځوالو د نادودو، په
دولت کې د فساد او په دولتې واک کې د نظار شورا او جمعیت په غوړ ګډون د نیوکو په
پلمه د طالبانو ملاتړ او لاسنیوي ته پناه وړي. دوی هڅه کوي چې د طالبانو نادودو او
کرغیړنو اعمالوته د منلو نظریاتي جواز وتراشي او ټولنې ته د موجوده نظام د بدیل په
توګه طالباني نظام ور
وپیژني»
په همدې
لومړي پراګراف کې داسې ښکاری چې سرلوڅ د روانې مزدورې په خیانت، وطن پلورنې، جنایت
او فساد لړلې واکمنۍ په مرګ ژاړي. ده ته دده د«لویدیځوالو» جنایتونه نادودې، خو د
طالبانو په نوم هرڅه چې ډیر يي پردیو او دولتي پرو پاګنډو جوړ کړي کرغیړنې نادودې
بللي. پوښته دا ده چې دخلکو په ودونو، جنازو او په کورونو او کاریزونو کې ډله ېیزې
له شمیره وتې وژنې، پر ماشومانو او زړو جنسې تیري، د مسلمانانو دمقدس کتاب پرله
پسې سوځونې، پرمړومیتیازې کول، په کورونو د شپې له خوا ور ننوتل او د خلکو د شرف،
ناموس او عزت لوټول او بیا وژل او شهیدان هم په یوه خونه کې را ټولول چې دا له
زرګونو پیښو اوړي د سرلوڅ له پاره ساده نادودې دي، چې په دې لسو کلونو کې ېې
د ده لویدیځوال ترسره کوې؟ او د دې په وړاندې آیا سرلوڅ رښتیاهم باور لري چې ټولې
د لارو او سرکونو پرسر چاودنې د طالبانو دي؟ مګر د شوروي راوستې واکمنۍ په دوران
کې د تبلیغاتو لړۍ او ورسره پلان شوې وژنې هیرې کړیدي. ولې د نظارشورا او جمعیت په
غوړه ونډه څنګ زن تیریږي، مګر خبره دا نه ده چې د ده ډیر ملګري له شمال ائتلاف سره
وو او اوس هم هملته سر خوځوي؟ دا خبره هم د پام وړ ده چې د مولوی خالص
هغه ډله چې د قدیر کورنۍ ته ېې مشري پاتې شوه په پښتنو کې د نظار دشورا د ملاتیر
وو آیا همدې ډلې د ننګرهار د خلکو اراده د نظار شورا او جمعیت په پښو کې په ګونډو
نه کړه؟ سرلوڅ په دې هرڅه پوهیږي نو ځکه د نظار شورا او جمعیت له روانې لس
کلنې واکمنۍ څخه په څنګ تیریږي. هیڅوک د دې واقعیت انکار نشی کولی چې حامد کرزي په
خپله هم د نظار د شورا ډیر پخوانی غړی و او له همدې کبله د رباني په واکمنۍ کې د
بهرنیوچارو د وزارت معین شو. خود یوه شخصي ټکر په ترڅ کې ېې د مارشال فهیم قسیم
څپیړې او لغتې وخوړې او د هډوکو د سمولو له پاره بهرته وتښتید. له امریکايي او
انګلیسي پوځي یرغل سره د وطن پلورنې د معاملې په سر کې هم همدغه د نظارشورا، جمعیت
او د حاجي قدیر ډله ولاړه وه. او دهمدې ډلو په ملاتړ ېې په بن کې حامد کرزی ته د
امریکايي سناریو له مخې را یه ورکړه. د دغې پردۍ واکمنۍ له همغه پیل څخه، واقعي
واک نه دیوه فرد په توګه د حامد کرزي بلکې د شورای نظار،جمعیت، دوستم، سیاف،
حکمتیار، خلیلي، حاجي د قدیر د کورنۍ او دې ته ورته نورو په لاس کې و.دشورای
نظاراو جمعیت برخه غوړه نه بلکې واک دهغوی دی.دا واقعیت مګر ړوند وی چې وېې نه
ویني.دسر لوڅ او په نندارییز پارلمان کې د حاجي قدیر د زوی ظاهر قدیر دریځ یو
دی.هغه هم د جګړې ددوام ډول وهي او د اشغال د پايښت دعاوې کوي او دغه هم.
د سرلوڅ د
لیکنې عنوان د ده دریځ ښيي. هغه د همدې دریځ له مخې ځانته خپل منطق جوړوي.
طالبان کرغیړن او که چا د ده لودیدیځوال او د هغو پلاس جوړه شوې واکمني وغندله،
هغه شرګډي روښانفکران دي. په انساني او فکري ژوند کې کله چې یوڅه له مخکې منل شوي
وګڼل شي، د منطق ځای یو لیونی دګم نیسې. دغه لیوني دګم ته دلایل هم جوړیږي، هغه
دلایل چې یواځي څښتن ته ېې ډیر غوره بریښي. سرلوڅ په همدې لاره روان دی. د سرلوڅ د
«لویدیځوال» اختراع هم د پام وړ ده، هغه په ښکاره اوښ په بډو وهي. نه غواړي د
امریکا تر مشرۍ لاندې د ائتلاف، ناتو او ناتو آیساف پوځي اشغال په ژبه راوړي. د ده
لویدیځوال په خپله هم افغانستان یو اشغال شوی وطن بولې خو سرلوڅ د دې واقعیت پټولو
ته دخپل منطق بړستن جوړوي.که له ده پوښتنه وشي چې: ستا دا «لویدیځوال» څوک دي، څو
له لویدیځ نه راغلې میلمانه دې؟ چا را بللي؟ دادوه سوه زریزې په مرګوني جګړییزتر
ټولو مدرن تخنیک سمبال لښکرې ، دا د لسګونو جاسوسي سازمانونو تور جال چې په ټول
وطن را خور شوی، دا د بلک واټر، سیتې او دیکچیني دلاس وحشې جګړه مار اجیر ځواکونه،
دا ټول میلمانه دي؟ څنګه کولی شو د دغو میلمنو وحشت په ساده نادودو او د دې په
وړاندې زموږ د خلکو پاڅون په کرغیړن عمل تعبیر کړو. د ده ځواب به څه وي. همدا
پرتله کول په خپله دیوه کرغیړن موقیت ښودنه نه
کوي؟
خو په دولتي
واکمني کې د فساد خبره يواځې دا نه ده چې رشوتونه به وي، بهرنۍ «مرستې» به
ېې لوټ کړي وي، د کار اهلیت او توان به نه وي پکاروړل شوی او دې ته ورته څه.فساد
ډیرې ژورې ریشې لري: جاسوسي د فساد مور ده، جاسوسان د ژوند په اډانه کې اخلاق نه
پیژني، په عادي حالاتو کې د خپل وطن په استخباراتي کړیو کې کار کول یو ماموریت دي،
خو پردو ته جاسوس کیدل د وطن پلورنې لومړۍ خښته ده. وطن یو مجرد او انتزاعي مفهوم
نه دی. وطن یو تاریخ، یو هویت، یوځانګړی فرهنګ یو اخلاقي شخصیت دی. کله چې وطن
پلورل کیږي يواځې خپلواکي ، ځمکنۍ سلامتیا او ملي واکمني له منځه نه ځي. بلکې،
تاریخ، هویت، معنویت، فرهنګ، اخلاق، سنتونه او عقاید ېې ټول پلورل کیږي. د انسان
وژنه دردوونکې ده خو د یوه اولس د فرهنګ او معنویت وژنه او له هغه څخه د خپل هویت،
تاریخ، اخلاقو، کرکتر، او عقایدو اخیستل، اولسونه تاریخي ورکې ته بیايي. فساد د
فحشا په بڼه کې، فساد د دروغو، فریب، ریا، تذویراو نیرنګ په بڼه کې، فساد د شخصیت
لویدنې او بې هویته کیدو او جاسوس کیدو په بڼه کې، فساد د وطن پلورنې د اخلاقو د
رواجولو په بڼه کې او با لاخره فساد د ژوند د ټولو اخلاقي لورو دراپرځولو په بڼه
کې باید ولیدل شي .د فساد پراخه دردوونکې برخه باید په همدې لوروکې وڅیړل
شي.
د یوې
ټولنې د تاریخي شخصیت بدلون په زورهغه هم د پردو په زوریو لیونتوب او یوه وحشت
زیږونه ده. زور زور زیږوي. هغه اولسونه چې د پردو زورېې مقاومت ته را باسي د جګړې
او ناخوالو مسؤل نه دي. مسؤلین هغه دې چې جګړه ېې تپلې ده. د پردو تیري کوونکو
وحشي کړنې کرغیړنې نه بلل خو د خپلو هرڅه کرغیړن ګڼل یو عجیب منطق
دی.
دا سمه ده چې
د طالبانو د واکمنۍ په بهیر کې ډیرې نارواوې تر سره شوې.هغه څه د هیڅ روغ فکر د
منلو وړ نه وې.دهغوی دودودیزه بنسټپالنه او هغه پرکنیز قهریدلی ځواک چې دوی ته ېې
جګړییز توان ور باښه د جهادې تنظیمي نارواوو په وړاندې تر ډیره یو نه ایساریدونکی
بهیر و. تنظیمي واکمنیو په لږ وخت کې د خلکو او اولسونو وژنه، سپکونه، رټنه، لوټ
اود هغوی په شرف، عزت او ناموس هغه څه وکړل چې او لسونه ېې یوه نه ایلیدونکی کسات
ته را وویستل.په دې خونړي خوځښت کې به بې له شکه د پردو لاسونه هم و خو یوه خبره
دهیرولو نه ده چې دطالبانو د پرمختګ ستر شعاریواځې دفساد ،وژنو، لوټ او بې امنیتی
په وړاندې نه و، بلکې وطن دجګړه مارو په مخامخ سلطنتونو اړول شوی و، هرچا خپلې
پیسې، خپل بیرقونه او خپلې لښکرې او جیلخانې در لودلې او هرچا په خپل سر د وطن په
سر له پردو سره معاملې کولې. دغه حالت دوطن د تاریخي یوالي پوښتنه را مخته کړه. د
وطن د یوالي د ساتنې شعار د طالبانو خوځښت ته تومنه ورکړه. جګړه د وطن د یوالي تر
خوندي ساتلو پورې د ورځې په شعار واووښته. جګړه د وژنو په څنګ کې ډیرې نورې
نارواوې هم لري. د ستر تاریخ لیکونکي ویل دورات دا خبره هم د یادولو وړ ده چې که
تاریخ د فاتحینو له خولې ولیکل شي هغه یو ړوند تاریخ دی. د طالبانو د کړنو
تاریخ تر ډیره د امریکا انګلیس او وروسته د ناتو او آیساف د خولی تاریخ دی،
د سرلوڅ په شان دیو شمیرافغان لیکوالو ډیرې خبرې هم همدغه تاریخ جوړې
کړیدي.
یوشمیر افغان
لیکوال یا څیړونکي دا خبره هم زمزمه کوي چې که د افغانستان خلک د استعمار په
وړاندې، د وخت د شوروي اتحاد د لښکرو په وړاندې او دغه شان په ټول تاریخ کې آن
دساساني اومغولي امپراطوریو پرخلاف نه وی دریدلې، افغانستان به اوس په دغه وروسته
پاتیوالي کې نه وای. دغه اخیستنه یو حسن نیت ښيي ، خو دغه شمیر کسان په دې نه
پوهیږي چې ایدیال یوڅه او واقعیتونه نورڅه وي.ددې اخیستنو یو لنډځواب داهم کیدای
شی که همدا مقاومتونه نه وي ، نو ښايي افغانستان به هم نه و.دافغانستان شتون
د همدې مقامتونو زیږنده دی او همدغو مقاومتونو دغو خلکو ته همدغه دمقاومت تاریخي
کرکتر ورکړیدی.یعنې داچې له تاریخ څخه ېې درنه برخه
همداده.
سر لوڅ دا
خبره کشف کړې چې «شر ګډي روښانفکران» دروانې واکمنۍ بدیل په طالبانو کې ویني او له
همدې کبله باید دښمني ور سره وشي.خودی باید دا واقعیت هم ومني چې دافغانستان دکیڼ
اړخه، ښي اړخه،منځپالو،ناسیونال سوسیالیستانوبې شمیره کسان داشغال په دریځ کې په
پټه او ښکاره ولاړ دي او په روان لوټ کې ېې ډیر څه هم تر لاسه کړي.دغه ډلې که دمزو
چړچوپه خوندپوه شوي او ډیرڅه ېې هم په بډو وهلي نو که څوک ووايي که نه، داشغال په
ټولوجنایاتو کې هم دبرخې څښتن دي.څرنګه چې دطالبانو دواکمنۍ نادودې درټلو وړ دې د
دوی د «لویدیځوالو» د جنایاتو بار هم باید همدوی ورسره وویشي.
د سرلوڅ منطق
دادی چې طالبان خپل سنتي اسلام غواړي او هغه دنني تمدن سره سمون نه لري. که څوک د
طالبانو ملاتړ کوي نو هغوی همدغه د څورلسو مخکې پیړیو تاریخ ته ور ګرځي او دا په
نن زمانه کې ناشونی
دی.
سرلوڅ ته
باید ووایو چې اسلام زموږ د خلکو سپیڅلې عقیده ده، اسلام سنتي او غیر سنتي نه لري.
د اسلام مقدس کتاب همدغه قرآن دی. د هغه نوي کول او ستا د«لویدیځوالو» له «تمدن»
سره په بله بڼه اړول یواځې له اسلام سره نه بلکې له ملیونو مسلمانانو سره دښمني
ده. دغه دښمني وینې او مرګونه زیږوي. آن ستا د خوښې وړ پردو جوړه کړې واکمني هم
همدا لس کاله ځان د اسلام تر نامه لاندې پټوي او په همدې خاطر ېې دواکمنۍ نوم
اسلامي جمهوریت دی. اوډیرې کړنې ېې د طالبانو دوخت کړنې دي. که ېې وس ورسي دخپل
واک د دوام له پاره به په یوه واحدهیواد کې د ښځو اونارینه وو دوه ځانګړي دولتونه
هم جوړکړي. له سرلوڅ نه پوښتنه داده چې کوم اسلام ورته خوندور دی، دغه چې«
لویدیځوالو» او له هغوسره تړلو واکمنو جواسیسو او تنظیمي ډلو رامخته کړی، که هغه
چې طالبان ېې په نوم سر ورکوي. سر لوڅ څنګه دا منلی شي چې جمعیت اسلامي، اتحاد
اسلامي، وحدت اسلامي، حزب اسلامي او نور چې په ښکاره د «لویدیځوالو» په جوړه شوې
واکمنۍ کې د واک اصلي خاوندان دي ، خپل اسلامي هویت داسې اړولی چې د لویدیځوالوله
تمدن سره سمون وخوري؟ دغه بدعت له اسلام څخه اوښتون نه دی؟ دغه بدعت د تنظیمي شکمن
هویت ښودنه نه کوي؟ په دغسې یوه شکمن هویت د افغانستان مسلمانې پرګنې باور کولی
شي؟
سرلوڅ د
طالبانوستره تیر وتنه دا بولي چې بن لادن ېې امریکا ته ور ونه سپاره. باور لرم چې
دی په دې پوهیږي چې د افغانستان د لاندې کولو طرحه نوې نه وه. دغه طرحه د سړې جګړې
له پای ته رسیدو وروسته د مغرورې پانګوالې نړۍ د نړیوال پلان ستره برخه وه. د نړۍ
دلاندې کولو خوبونه ډیر زاړه و، د نړۍ د جغرافيي اړول له همدې خوبونو سره تړلي
و،په دې برخه کې که چا ملا عمر هم امریکا ته سپارلی وای، پر افغانستان پوځي یرغل
حتمي و.په لیبیا کې قذافي په دې ترګواښ لاندې و چې د لاکروبي په پیښه کې د ده
لیبیا یانو لاس درلود.له لسو کلونو څخه زیات هره ورځ لیبیا تر امریکايي هوايي او
راکټي اور لاندې وه، او په زرګونو انسا نان ېې له لاسه ورکړل.په پای کې په داسې
حال کې چې دهغې پیښې له اصلي واقعیت څخه هیڅوک خبر نه شول، قذافي امریکاته په
ملیاردونو ډالره تاوان ورکړ څو خپل خلک وژغوري خو همدا چې له دې لارې امریکا او
اروپا ته نږدې شو د خپل مرګ چيټي ېې په خپل لاس لاسلیک کړه. تر دې پخوا د صدام
برخلیک هم همداسې و. همدا چې لویدیځ ته ورنږدې شو د مرګ لاره ېې خلاصه شوه.
د سرلوڅ غوسه
په دې هم راپاریدلې چې یوه د ده په خبره « شرګډي» روشنفکر ولې د نهرو دا خبره
کړیده چې افغانستان د پردو له پاره تل د غومبسو ځاله وه. د فقید جواهرلعل نهرو دا
خبره یو ژوندی تاریخ دی، دهغه تاریخ له لوستلو او ورنه په غوسه کیدو یوه خبره
ښکاري او هغه دا چې سرلوڅ د تاریخ د پګړیو د لید توان نه لري. هغه ته تیرې تاریخي
ویاړنې یادول د ده د لویدیځواالو د خواشینۍ لامل ګرځي. دی باید هغوته چې دغه
یادونې کوي شرګډي روشنفکران
ووايي.
دا خبره چې د
ده لویدیځوال په افغانستان کې د نورو تیرو اشغالګرو په شان وروستۍ سلګي وهي هم
سرلوڅ په ټیټکو را ولي اولږ تر لږه د خپلې ژبې کنترول هم نه کوي. دا یوه عقلي
ناروغي ده. که داسې نه وي د ده لویدیځوال په خپله هم اوس دا خبره مني چې پوځ ېې په
خاورو لګیدلی دی. د پانګوالې نړۍ پرګنیزخوځښتونه دغه جګړه دهغه یو په سلو کې ښيي
چې هم په خپلو ۹۹په سلوکې نارواوې کوي او هم نور
ملتونه دخپلو ګټو لپاره ځپي. دنړۍ حالات اوس په ډاګه ښيي چې دپانګوال نظام
دلویدوبهیرپیل شویدی.امریکا او متحدین به ېې یا له اشغالي جګړوپه شا کیږي او یا به
له ډیره لیونتوبه یوه نړیوال ناتار ته مخه وړي. داشغال اوپوځي اډو
جوړول همدې نړیوال ناتار ته ور دانګل دي.که دا ناتارزموږپه سیمه کې پیل شي لومړنۍ
قرباني به ېې افغانستان وي. سرلوڅ په ناویلې توګه همدې ژرندې ته اوبه
ورسیخوي.
سرلوڅ د خپلې
لیکنې په یوه برخه کې داستسقأ لمونځ په یوډول تمسخر د طالبان کار بولي. په داسې
حال کې چې د طالبانوپه دوره کې د استسقأ د لمونځونو ډیر څه نه اوریدل کیدل یاما نه
دي اوریدلي.دیوه روا هدف له پاره د استسقأ لمونځونه یو اسلامي سنت دی.خو څومره چې
ښکاره ده، د محمد نادرشاه د راتګ په وخت کې د هغه د بري له پاره، د سقأ د زوی حبیب
الله د بري له پاره او هم دا شان د تیرو انتخاباتو په لړ کې دحامد کرزي د بري په
هیله د استسقأ لمنځونه پخوا د شور بازاراو قلعه جواد حضرتانو اواوس ملیاردر
شوي صبغت الله مجددي اداکړل.
سرلوڅ په
طالبانو دا نیوکه هم کوي چې دوی د محمد ظاهرشاه په نوم څه ژمنې درلودې خو هغوته ېې
شا کړه.دده له نیوکې ښکاري چې دا هم یو کرغیړن کار بولي. دی نه پوهیږي چې
دانګریزانو په خبره سیاست دایمي دوست او دښمن نه لري ،هرڅه دشرایطو له غوښتنې سره
سم اوړي. نادرخان دشاه امان الله د بیرته راګرځولو په نوم خلک وغولول، د حامد کرزي
پیشوا او دهیواد دتخت وتاج وارث هم محمد ظاهر شاه و،هغه خپله هم دا هیله پالله
اودکاریزمیردغواووغولانځې ېې په سترګو کې ګرځیدې ،له همدې پلوه ېې تاریخ ته شا
ورکړه او دواک په تمه ېې دتیري او اشغال ملاتړ اعلان کړ.خو همدا چې لویه جرګه جوړه
شوه ،خلیل زاد(دویم بوش) ېې په ستوني کې خبره ور وچه کړه او وروسته خوارکی له ډیره
غمه په تشناب کې را پریوت او قبر غې ېې تیر وبیرشوي او لاړو چې
لاړو.
سرلوڅ پروني
چپیان هم بې داغه نه دي پریښی،دی هغوی ته چې په لویدیځوالو او واکمنۍ نیوکې کوی،
افراطي چپیان وايي او هغه هم غندي.خو داخبره نه کوي چې دغه افراطي چپیان څوک
دي،پرون افراطي وو که نن افراطي شوي. پرون خو زموږ په هیواد کې دننه افراطي چپیان
هغه ګڼل کیدل چې دچین د ترند پلوویان وو. نن خو د هغو چپیانو غټ کسان د روانې واکمنۍ
اصلي ستنې دي. او په بهرکې هم دهغوی تلویزیوني خپرونې او انترنتي پاڼې
داشغال او اشغالي واکمنۍ نغمې غږوي. که دلیکوال موخه داوي چې ځانته په دې خاطر چې
داشغال په څنګ کې ولاړ دی اصولي چپي وايي او هغوی چې دده خلاف پراشغال نیوکې کوې
دطالبانو پلوي او افراطي چپیان دي ، دا نو دده خاص منطق دی.ستونزه داده چې سر لوڅ
غشي ولي خو دخپل هدف نوم نه
اخلي.
سرلوڅ د
لیکنې په یوه برخه کې له نوم اخیستلوپرته دیوه ډیرنامتو پوه څیړونکي او لیکوال د
لیکنې یوه برخه را اخلي او داسې ښيي چې هغه لیکوال په خپله لیکنه کې د طالبانو
پلوي ښودلې ده. دغه لیکوال ښاغلی داکتر رحمت ربی زیرکیار دی. د زیرکیار صاحب د
لیکنې عنوان دی «خوار طالب او مست خان». ښاغلی زیرکیار د لیکنې په سر کې لیکي چې
دغه لیکنه د ده او د یوه بل لیکوال هغه ګډ وړاندیز و چې د سپتامبر له یولسمې نیټې
څخه نهه میاشتې مخکې ېې لیکلی واو یوې رسنۍ ته ېې لیږدلی و خو هغې رسنۍ
لاسوهنه پکې وکړه او عنوان ېې هم ورواړولی و. سرلوڅ د همدې لیکنې یا وړاندیز
یوه برخه را اخلي او د هغې له وړاندې کولو څخه داسې جوړوي چې ګوندې زیرکیار همدا اوس
د طالبانو په پلوی ولاړدی.دزیرکیار صاحب په څه ناڅه یولس کاله مخکې وړاندیز
کې هم امریکاي لوری اوهم دطالبانو لوری یوې روغې او یوه تعقل ته را غوښتل کیږي.له
وړاندیز څخه داسې ښکاري چې دوه مادې يي امریکا او دوه ېې طالبانو ته یوه سپارښتنه
ده. زیرکیار همغه وخت یعنې دسپتامبر له یولسمې، نهه میاشتې مخکې د امریکا د پوځې
تیري چمتو والی وینې. هغه نه غواړي افغانستان اشغال او دغه روان وحشت را منځ
ته شي.زیرکیار طالبانو ته نه نن، بلکې یولس کاله مخکې دا سپارښتنه کوي چې:«په
افغانستان کې دطالبانو مشران باید په دې واقعیت پوه شي چې نن دامریکا حکومت په
«نړیوال کلي» (ګلوبال ویلج) کې یواځنی مست خان دی چې هم وسلې لري،هم پیسې لري ،هم
نغارې لري،هم محکمه لري، هم قاضي لري او هم د دغو ټولو وسلوداستعمال اراده
لري...په نړیوال کلي کې دغه ډول مست خان ستاسې (طالبانو) په شان مخالفین چې دشخصیت
ادعا کوی نشي
ځغملی».
سرلوڅ همدغه
برخه را اخلي پرته له دې چې وګوري دغه لیکنه څه وخت او دڅه لپاره شوې ،زیرکیار
دطالبانو ملاتړی اودنورو په شان هغه شرګډی پوهاند، ډاکتر، پروفیسور او
څیړونکی بولي چې د طالبانو شخصیت دواکمنۍ له نیولوسره تړي .سرلوڅ لیکي : «دلته
نوموړی لیکوال(منظور ېې زیرکیار دی» په طالبانو پورې زړه تړي د نوموړي په آند
طالبان چې په افغانستان کې جګړه کوي ګوندې د خپل شخصیت داعادې لپاره ېې کوي.هغه څه
چې لویدیځوال کوي هغه بیا طالبان نه کوي، اوپه دې ډول د لویدیځوالو د نادودو په
وړاندې یوازینی بدیل طالبان، خلکوته وځلوي. دلته د طالبانو د شخصیت ادعا د
افغانستان د واکمنۍ د نیولو په معنی
ده...»
زموږ د خلکو
په خبره «ده کجاو درختا کجا».دزیرکیارلیکنه څه وخت شوې اود طالبانو د بیا واکمني
خبره دکوم وخت خبره ده.زیرکیار همغه وخت هم دطالبانو د شخصیت حکم نه دی کړې بلکې
وايي امریکا دستاسو«طالبانو»په شان مخالفینو شخصیت نشي منلی.هغه وخت نه اشغال ونه
داشغال دا روانه فاسده اداره،او نه هم ددې اړتیاوه چې زیرکیارددغې واکمنۍ بدیل په
طالبانو کې ولټوي.سرلوڅ ته بلنه ورکوم چې دزیرکیار هغه وړاندیز یوځل بیا
ولولي.دسرلوڅ غوسه په دې نه ده راغلې چې زیرکیار یولس کاله مخکې څه فکر کاوه.دی
هغو واقعیتونولیونی کړی چې هره ورځ په میدیا کې دده د لویدیځوالو د جنایاتو ،
رسواييو او حتمي ماتې خبرې کوي. ښايي زیرکیاردیوه پوه وطنپال څیړونکي او لیکوال په
توګه په خپلونورو لیکنو کې دخپلې ټولنې حالات دتاریخ او روانو واقعیتونو په رڼا
کې انځور کړي وي او دا ېې ویلي وي چې دروانې فاسدې پردۍ واکمنۍ بدیل
په طالبانو کې د لید وړ دی. دا یو ساده نظر نه بلکې که دچا خوښ وي یا نه، له
روانوحالاتو څخه یوجوړ شوی انځور
دی.
د تنظیمونود
کړنو تاریخ روښانه دی، د نیمې لارې پرونیو چپیانو توبې، سجدې او اوښتنې او تاریخ
او خلکوته شا اړونې هم ښکاره دي، په داسې یوه ترخه حالت کې نه بیا له بهره دپردوپه
لښکرو څه راوړل کیدی شي او نه کومه تاریخي معجزه دچپو،ښیو اومنځپالو یوداسې کوم
ځواک جوړولی شي چې په لنډه زمانه کې دطالبانو بدیل شي.د اشغال ماته او تیښته تر هر
څه دمخه هغه وړۍ باد ته ورکوي چې د اشغال په معامله او واکمنۍ کې يې تر اشغال نه
ډیرې کرغیړنې کړنې کړې دي. دهیوادپه دننه کې ډیرو پخوانیو چپیانو د موافقو ګوندونو
هویت خپل کړ، «موافق!!؟» له اشغال او اشغالي واکمنۍ سره. له هیواده بهر هم دبیلګې
په توګه «چپ نوین» ځانته نوی تعریف ورکړ او سیدمنصور نادري ېې د داعيي مخکښ رهبر
شو. دغه واقعیت ته په کتلو د اشغال او روانې فاسدې واکمنۍ بدیل باید څه وي؟ که څوک
همدغه پوښتنه د واقعیتونو په رڼا کې وڅیړي هغه باید د طالب پلوي اوشرګډي
روشنفکران وګڼو؟ دا څه ډول منطق دی،له امریکايي ناتويي دموکراسۍ نه مو ټوله
زده کړه همدا ده؟ او که دا تاسو نه يي چې طوطي وارخبرې کوۍ بلکې دا نور دي چې تاسو
ېې په څه تمه په خپلو ویندویانو اړولي يي؟