د حقيقت او افسانو جنګ

 قاري حبیب
یوه  پوه سړي ویلي  چې هوښیار په خپل عمل او کار تکیه کوي او بې عقل په خپلو ارزوګانو او خیال پلوونو  ، معمولا چې په افغانستان کې دژمي په موسم کې دکابل په رژیم او بهرنیانو باندې دطالبانو پوځي بریدونه ساړه شي ،  نو دامریکایانو د تبلیغاتي  جنګ  او لاپو شاپو  ډګر تود شي   .
امریکایان او ملګري یې چې په تیرو لسوکلونو کې  دلته دواقعیتونو په مسخه کولو کې پاته راغلي ، او په رښتیني ډګر کې یې ماتې خوړلې اوس دا هڅه کوي ، چې  که وکړای شي له دروغجنو تبلیغاتو او صحنه سازۍ نه په استفاده  په خیالي توګه  خپله  بریا تمثیل او شړیدلې آبرو  ته کومه د اوړو پوزه پیدا کاندي .
که تاسو دقیق متوجه شئ ، همدا اوس ددوی هره هڅه  خیالي او تمثیلي ماهیت لري  ، دسولې  منډې ترړې  ، دمسؤلیتونه دلیږد پروسه ، دافغاني قواوو د بسیا کولو هڅه او په ټوله کې دکابل وارداتي دیموکراسي ، او تپل شوی  حاکم جریان  چې هیڅ اړخ یې  هم له خپل ورکړل شوي عنوان سره  واقعي  تطابق نلري  .
له بلې خوا  امریکایان او ملګري یې  چې دخپلو لاسته راوړنو په برخه کې  دحقائقو له نیستۍ سره مخامخ دي ، هم   په غیرواقعي تبلیغاتو په تېره دصحنو په تمثیلولو اتکاء کوي ، او بیا په ډیر سادګۍ داسې انګیري چې ممکن  واقعي وضعیت به هم همداسې وي .
موږ تاسو وینو چې هره اوونۍ  او میاشت دکابل استخباراتي چارواکي دنیول شویو کسانو په نامه خلک  دخبریالانو مخ ته دروي  ، او بیا دخپل داستخباراتونبوغ لاپې وهي ، چې دا کسان مو دبرید نه لږ مخکې لاس په لستوڼي ګیر کړل ، دوی په ډیره سادګۍ فکر کوي چې په دې خندوونکي تمثیل او ممثلانو سره به دتقدیرلوری  بدل کړي ، او په واقعي  دنیا کې به وضعیت ته تغیر ورکړي .
له بلې خو دامریکایانو او کابل حکومت ویاندویان چې  کله د خبري کانفرانس میز ته ودریږي  ، نو بیا هیڅ حقیقت هم په رسمیت نه پیژني ، هغه شیبه بیا دوی دطالبانو ملا ماته کړي وي ، دجګړې ابتکار یې ترګوتو کړی وي ، خپلې امنیتي او دفاعي وړتیا وې یې داسې کچې ته رسولي وي ، چې هیڅ آسیب پذیري هم نه قبلوي .
په داسې حال کې چې  امریکایان او ملګري یې  په دروغجنو تبلیغاتو ، افسانوي ادعاګانو او دخپلې بریا په تمثیل ورځ اړوي ، بالمقابل  طالبان  په پوره هوښیارۍ یوازې عملي ډګر ته متوجه  دي ، دوی  عملا باور څرګندوي چې دممکناتوپه دې نړۍ کې نتائج  په واقعیتونو او حقائقو  مرتبیږي نه په تشو خیالاتو او افسانو .
په  ۱۴۳۳/۵/۲۴  هــق نیټه  طالبانو یوځل په خورا یوه مناسبه زماني مقطع کې دافغانستان په پلازمینه  کابل ، ننګرهار ، لوګر او پکتیا کې په بیلابیلو اهدافو یو داسې بریالی برید ترسره کړ ، چې د مبارزې په ډګر کې یې واقعیت ګرایي ته  د دوی تعهد په اثبات ورساوه .
په داسې حال کې چې دکابل رژیم په افسانوي او تمثیلي تبلیغاتو ځان پړساوو ، او ناټو دخپلې سرتاسري فتحې دنغارې ډنګولو ته ځان جوړاوو ، طالبان دښمن ته په ترټولو مهمو او حساسو نقاطو کې راڅرګند شول ، او د جګړییز دریځ ازمویلو چیلنج یې ورکړ .
دیکشنبې په غرمه دطالبانو   مجموعا ۳۰ تنه فدایي مجاهدینو په کابل ، ننګرهار ، لوګر او پکتیا کې درژیم په حساسو مراکزو بریدونه پیل کړل ، په کابل کې چې ۱۳ تنه فدایانو په برید کې برخه درلوده ، دپکتیا کوټ په ساحه کې دملي اردو په روزنځای  او غازي کمپ  باندې بریدونه پیل شول ، دکابل په دیپلوماتیکه سیمه کې له یوې لوړې ودانې څخه  په ارګ ، دامریکا، برتاینې ، جرمني او نورو لویدیځو هیوادونو په سفارتونو او دناټو په مرکز بریدونه پیل شول ، او دکابل په لویدیځ کې دپارلمان ودانۍ دبرید هدف وه .
په پکتیا کې دبرید هدف دپولیسو دزون قومنداني ، په لوګر کې د ولایت ودانۍ،داستخباراتو ریاست  او پي آرټي دغه راز په جلال اباد کې هوایي ډګر او امریکایانو ستره هډه  دبریدونو اهداف  ووچې ټول له لوړودانیو او حاکمو نقطو څخه ترسره کیدل .
دې بریدونو چې ۲۴ ساعته یې دوام وکړ په پراخه پیمانه یې په نړیواله کچه  دمطبوعاتو او عامه  خلکو پام جلب کړ ، بریدونو په  ترټولو حساسو نقاطو کې ترسره شوي وي ، چې ناټو او دکابل رژیم  یې په بشپړه توګه غافلګیره کړي وو .
څرنګه چې بریدونه خورا دقیق او پلان شوي وو ، دکابل چارواکو دخپلې ناکامۍ دپټولو لپاره ټوله هڅه په کار واچوله ترڅو یې له عامه رسنیو نه پټ وساتي ، دوی په ټولو ساحاتو کې دبریدونو په سیمو کلابندۍ راوګرځولې ، او هیچا ته یې اجازه نه ورکوله چې ساحاتو ته نږدې ورشي او حالات په سترګو وویني ، خو له دې سره سره هغه څه چې په دې مهال یې مطبوعاتو راپورونه ورکړل  ، دبریدونو مؤثریت  یې په اثبات رساوو.
رسنیو وویل چې دبریدونه له امله  امریکا او بریتانیې خپل سفارتونو تړلي دي ، کرزی له ارګ څخه  په نامعلوم لوري تللی او په ارګ کې ټولې چارې تر دوهم امر پورې معطلې شوي دي ، دکابل په دیپلوماتیکه سیمه کې دټولو اداراتو کارکوونکو کاري دفترونه پرې ایښي او تلخونو ته ننوتي دي  ،دغه راز دپارلمان وکیلان هم  په زیرزمینیو کې پټ شوي دي ، له لوګر ولایت څخه رسنیو وویل چې دلوګر والی دبریدو نو له ویرې دامریکایانو اډې ته پناه وړې ده  .
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دخپلو معلوماتو په بنسټ  دبرید له پای ته رسیدو وروسته په خپله خبرپاڼه کې ولیکل چې په بریدونو کې تر ۲۰۰ زیات کورني او بهرني عسکر مړه او ټپیان دي  ، دغه راز یې دخپلو  ۳۰ تنو فدایانو شهادت هم تایید کړ .
له دې عملیاتو وروسته هغه څه چې دبریدونو لومړۍ نتیجه وبلل شو ، دکرزي درژیم او ناټو درهبرۍ ترمنځ لفظي ناندرۍ وې ، چې دوی ته درسیدلي زیان او درد له حجم یې پرده پورته کوله ، حامد کرزی چې خورا ناوخته  یې دبریدونو په اړه غبرګون څرګنداوو ، په خپله اعلامیه کې وویل چې دا شرمندګي  ورته دناټوله امله رسیدلي ده ، ځکه دده په وینا دناټو استخبارات خورا کمزوري دي ، چې حتی خپل سفارتونو هم نشي ساتلی ، خو دناټو سرمنشي  اندر فوګ راسموسن  دکرزي خبرې بې اغیزې اتهامات وبلل ، او ویې ویل  کرزی دې په دې خوشاله شي چې عسکر یې دبریدکوونکو په وړاندې جګړه کوي ، ښایي دنوموړې اشاره به دې ته وه چې کرزی له هره اړخه دناټو منت بار دی او ددوی په راشن  چلیږي .
 دطالبانو لخوا دترسره شویو دې عملیاتو په اړه نړیوالو  او کورنیو مبصرینو خورا ډیرې تبصرې وکړې ، او دا عملیات یې له هره اړخه موفق وبلل ، رښتیا هم دې عملیاتو ثابته کړه ، چې دطالبانوجګړه ایز ځواک او اراده نه یوازې کمزورې شوې نه ده بلکې ترپخوا ډیره قوي شوې  ، او له تاکتیکي لحاظه یې انکشاف کړی ، دې بریدونو ثابته کړه چې که  طالبان هر وخت او په هرځای کې وغواړي دکرزي دحکومت پوزه په خاورو موښلی شي او دنړیوالو دخندا کولای  یي شي .
دغه راز دې عملیاتو دکابل دحکومت او ناټو له افسانوي برلاسۍاو بریالیتوب څخه هم پرده پورته کړه ، او ثابته یې کړه  چې د کابل میشتو بهرنیو او کورنیو  ټولې لاسته راوړنې او بریاوې همداسې  کاغذي او دروغجنې دي ، چې واقعي وجود نلري .
دکابل وروستیو عملیاتو دکابل رژیم او ناټو دکلونو تبلیغات په اوبو لاهو کړل ، دا ځل افغانانو او نړیوالو په تمثیلي شکل نه بلکې په واقعي توګه ولیدل چې څوک په کوم دریځ کي دي ، نور به ښایي هیڅوک هم دناټو او افغاني ملګرو په ادعاګانو او تبلیغاتو باندې یې  باور ونه وکړي ، ځکه  ددې ۲۴  عملیاتو په مهال داسې حقائق ټولو دعقل خاوندانو ولیدل ،  چې  دکرزي او ناټو دکلونو لاپې او افسانې یې له مخې پوپناه کړې  .