
ليکنه : پاينده حکمت
مولوي محمد هاشم منيب دکونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ د څانګار درې اوسيدونکی وو، نوموړي له دينې زده کړو وروسته په افغانستان کې د روسانو پرخلاف وسله وال جهاد ته ملاوتړله او په دغه لارکې يې زيات تکليفونه وګالل ،خو کله چې روسان په افغانستان کې له ماتې سره مخ شول او مجاهدين د واک پرګدۍ کښيناستل په هيواد کې کورنۍ جګړه پيل شوه.
مولوی محمد هاشم منيب، له دغه جګړو څخه ډډې ته شو او د پاکستان د پښتونخوا ايالت اړوند د باجوړ ايجنسۍ د ډمه ډولی په پنډغالي کې يې له خپلو هم سنګرو ملګرو سره عادی ژوند ته دوام ور کړ.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پرمټ د طالبانو واکمنۍ پاې ته ورسيده او د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې دنوي حکومت له رامنځته کيدو وروسته بيا هم نوموړی په باجوړ کې له خپلو مهاجرينو ورونو سره اوسيدو.
خو په 2005 کال کې د پاکستان حکومت د پريکړی پراساس په باجوړ کې دميشتو افغان مهاجرينو د کمپونو له تړول کيدو سره سم مولوی هاشم هم افغانستان ته راستون شو.
کله چې په افغانستان کې د استاذ برهان الدين ربانی تر مشرۍ لاندي د سولې عالی شورا رامنځته شوه د کونړيانو د غوښتنې سره سم مولوي منيب په دغه ولايت کې ديادی شورا د رېيس په توګه وټاکل شو. مولوي هاشم، په خپل ټول توان سره هڅه کوله چې په افغانستان کې دسولې او ورورګلوۍ فضا رامنځته شې او ټول افغانان يوبل ته ورغاړی اوځی .
د مولوي منيب سره زما پيژندګلوۍ له پخوا څخه وه، په دين او وطن مين شخصيت وو او له هرچاسره يې ښيګړه کوله،پرنوموړي خالق لايزال ذات د ښه فصاحت، بصيرت، تحليل او د خبرو د منطقې تسلسل پيرزونه کړی وه،
مولوي محمد هاشم له هرڅه دمخه په دې ټينګار کولو او ويل به يې(( په افغانستان کې د موجوده ستونزو دحل يواځينۍ لار ملي وحدت او يوالي دی))
په همدغه ترتيب غواړم چې دلته د نوموړی له يوې کوچنۍ خاطرې څخه يادونه وکړم:
دوه مياشتې دمخه مې د هيواد په پلازمينه کابل کې د پوهنې وزارت مخې ته په يو کرولا ډوله موټر وليد چې مولوی محمد هاشم منيب پکې ناست وو، يوبل ته مو لاس پورته کړ خو بياهم موټر يې زما مخ ته ودريد او دغه ستر عالم ترينه راکوز شو ، زه يې خپلې سينې ته جوښت ونيولم اوپرته له مقدمې يې راته وويل ،(( حکمت جانه له موږ پوره نه شوه تاسو ځوانانو ته مې توصيه ده چې کونړ راجوړ او متحد يې کړئ))
ما چې مولوی صيب ته وکتل په څيره کې يې دغم ، درد او صداقت روښانه نښې ښکاريدی اودغو لنډو جملو يې ماته ټکان او يوه انګيزه راکړه، له هغه سره مې ژمنه وکړه ، چې حتما به په نزدې راتلوونکی کې کونړ ته درشم او ستاسو له ګټورو مشورو او لارښونو څخه به برخمن شم ،د لږ ځنډ وروسته مې له دغه ستر عالم سره په مسکا خدای په امانی وکړه او په دی هيله ووم چې حتما به يې سلام ته ورځم ، خو په تاسف سره چې د نوموړی سره په شوی ژمنه کې پاتې راغلم.
په زياتي خواشينۍ سره مې د 1391کال دوري دمياشتي په ۱۸مه نيټه پردوه بجو خبر ترلاسه کړ چې مولوی محمدهاشم دکونړ ولايت دوټه پور په ولسوالۍ کې د جمعې دلمانځه د ادا کولو څخه وروسته په يوه ځانمرګې بريد کې له خپل ځوان زوی سره ووژل شو.
ريښتا هم ددغه خبر په اوريدو سره ډير خفه شوم سترګو مې اوښکې توی کړې او پرنوموړی د ځانمرګې بريد په اړه په چرت کې شوم او فکر مې کولو چې دغه سترعلمی او سياسي شخصيت باندی ولی ځانمرګې بريد وشو؟ هغه خو د سولی له پيغام څخه پرته بل څه نلرل؟
د وسله والو ډلو لخوا د نوموړی د وژنې د مسووليت نه اخيستوله هرچاسره ډول ډول پوښتنې راټوکولې او په دې فکر کې دي چې دغه بريد به چا او ولي ترسره کړی وې ؟ ترشاه يې کوم اهداف کيداى شي؟ ايا دغه کار د سيمې د استخباراتې کړيو په خوښه او فرمايش شوی ؟داټول هغه څه دی چې د وخت په تيريدو سره به روښانه او څرګند ه شي.
اوس دی لوستونکي په دی اړه قضاوت او پريکړې چې ايا په ريښتا هم مولوی محمد هاشم منيب په ځانمرګې بريد ارزيد ؟
په درنښت
ليکنه : پاينده حکمت 0772880089