له گلاب منگله گيله

م:هلمندى
شنبه (١٣٩١-١-٢٦) په هلمند لښکرگاه ښار کي د کابل د دارالمان اوتاج بيگ ماڼيو د بيا رغوني له پاره دکابل ښاروالۍ سره دمرستي په موخه د ښاغلي ګلاب منگل په غوښتنه يوه شانداره غونډه جوړه شوه.
په غونډه کي دهلمند زيات شمېر دولتي چارواکو او ملي پانگه والو برخه اخيستې وه ترڅو د يادو زړو تاريخي ودانيو لپاره چنده راټوله کړي؛ چي په پايله کي يې د دوو-درو ساعتونو په بر کي نيولو سره له خپله ښاغلي منگل څخه نيولې ،ريسانو،دولايتي شورا وکيلانو ،مامورينو او پانگوالو له خوا تقريبا يو نيم ميليون افغانۍ چي (٤٢٠٠) امريکايي ډالر او يوميليون او اته شپيته (١٠٦٨٠٠٠) افغانۍ وې راټولي شوې ، په دې مبلغ کي (١٠٠٠٠٠) يو لک افغانۍ يې يوازي د ښاغلي والي صاحب له جېبه وې .
ياده هڅه په خپل وار پر ځاى کار وو خو هغه وخت چي ښاغلي والي صاحب دده له قصره څخه پنځه – شپږ کيلو متره ليري د (بست ) لرغونۍ کلا او تاريخي شهکار او د غزنوي دورې وياړ (لښکري بازار) زړې ودانۍ د تباهۍ له گواښه ژغورلي واى هغه چي نوموړى يې د ولايت د ودانۍ له کړکۍ څخه دورانۍ دوړي ويني ، دې ته ورته دهلمند نوري لرغوني ودانۍ هم  د  بشر اوطبيعت له خوا زيانمنيږي  او ورځ  له هغې بلي څخه خپل لرغونى او تاريخي هويت له لاسه ورکوي .
د(بست) تاريخي کلا چي د هلمند سيند اوبه يې تر بيخ پوري رسېدلى  هره شېبه يې د تباهۍ ده ، له نيکه مرغه ووايو که له بده مرغه تېر څو کلونو وچکالۍ ددې لامل شوي دي چي هلمند سيند ډک رانشي او بست کلا و ژغورل شي کنه له وړاندي به يې لا والي صاحب فاتحه اخيستې واى .
ښاغلي والي صاحب که دهيواد پر تاريخي ارزښتونو باندي مين دى لومړى يې بايد هغو لرغونو ارزښتنو ته وړانديتوب ورکړى واى چي اړتيا يې تر نورو هغو زياته ده ، د دارالمان قصر او تاج بيگ يوازي شاوخوا يوه پېړۍمخينه لري او د(بست قصر) دتاريخپوهانو په وينا تر اويستايي دورې مخکي ياني شاوخوا پنځه ديرش پېړۍ يا (٣٥٠٠) کاله مخينه لري ستاسو په اند والي صاحب کوم يوه ته بايد وړاندي توب ورکول شوى واى؟!
ددې تر څنگ نوري تاريخي ودانۍ هم شته چي په تېرو دوو لسيزو کي يې دومره زيان نه دى ليدلى لکه په دې ورستي يوه لسيزه کي په ځانگړې توگه تېر پنځه – شپږ کاله اوهغه هم يا خپله افغان سرتيرو پکي نظامي چوڼۍ جوړي کړي او يا هم دبهرنيو ځواکونو له خوا پکي چاودني وشوې چي بيلگي يې دخانشين ، نوزاد او سروان کلا زړې کلاگاني يادولاى شو چي انگرېز او امريکايي پوځونو پکي چاودني کړي او تاريخي شتمني يې له ځان سر بريټيش او نيويارک موزيمونو ته يو وړل . ايا ښاغلى والي صاحب تاسي يې پوښتنه کړې ده .
ايا والي صاحب تاسو د نادعلي،نوزاد،خانشين ، زمينداور او باغران په تاريخي کلاگانو او وياړنو ځان خبر کړئ؟! که تاسو دخپل واک په دوره کي د هلمند دلرغونو شتمنيو دساتلو په موخه يوه هڅه هم کړې وي بېلگه يې وړاندي کړئ ! که نو (نواندېش) بيا تر هلمنديانو تاسو ته ډېر هم دى !
گيله دلته ده ښاغلى والي صاحب دا چي د کابل ښاروال نوانديش په نيمه وينا دي د خپل او دنورو جيبونه ټک وهل ايا هلمنديان دا حق نه لري چي د خپلو پلرونو او نيکونو دلاس نښي يې وساتل شي او دا ورته څرگنده شي چي زموږ درانه مشران دتاريخ په اوږدو کي لاس تر زني او هوسا نه دي کښيناستي بلکه دا ددوى دميړاني او غيور يادگارونه دي ! ښاغلى والي صاحب اوس خو تاسو دواک پر پلاز ناست ياد لرۍ چي هلمنديان ستاسو ټولي کړني څاري او شمېري . ياد يې لرۍ !!! . ( خداى مو راوله !!! )
 
پاى