ستا په نوم


ډېره موده وشوه چې له يو بل څخه لرې يو، زه پوهېږم چې ته انګېرې چې له ما هېره شوې يې. ستا انګېرنه سمه ده!که زه ستا پر ځای وايی نو ما هم داسې انګېرل چې چې درڅخه هېر شوی يم.خو!!!له ما نه ته نه يې هېره شوې، بلکې ما غوښتل چې د خپلې مينې د جدايي خوند وګورم. ځکه ما غوښتل چې پدې ګلوبل نړۍ کې چې د هر څه مزه يې وړې ده، د خپلې مينې د خوند څخه بې برخې شم . دا خو درته مالومه ده چې دا نړۍ داسې بدله شوې ده چې د ميوو، سابو او خوړو سربېره يې د مساپرۍ، مينې او  ان د غرو نود مزلونو خوند يې هم وړی دی.دا ځکه!!!مينه خوږه وه چې جدايي پکې وهمينه خوږه وه چې وېره پکې وهمينه خوږه وه چې درد پکې وومينې بيه درلوده ځکه چې د سر په بدل وهځکه چې!ديدن د سر  په بدله دیسر چې ساتي خاورې به وکړي ديدنونهنه خو اوس د ديدن لپاره ريبار پکار دی، نه ورته په ټکنده غرمو د جانان لارې څارل.نه د دروازي په ځنځير ځان مشغولول غواړي، نه  ...دا ځکهمينه هله خوږه وه چې درد وومينه هله خوږه وه چې وېره وهمينې هله قدر درلوده چې د سر په بدل وهنن خلک وايي مينه نشته او ګيله کوي چې، خو!مينه شته خو درد پکې نشتهمينه شته  خو وېره پکې نشتهمينه شته خو جدايي پکې نشتهمينه شته خو د سر په بدل نه ده نو دا چې په مينه کې درد، جدايي، وېره او ... نه وي هاغه مينه نه ده. نو ما نه غوښتل چې زه هم ووايم چې مينه نشته.خو اوس مې درپسې سترګې اوړي او ستا خبرو ته مې داسې زړه کيږي لکه للمه چې د باران تږې وي.د ميني د ليکونو څخه