
له څه مودی راهیسی په بریښنايي رسنیو کې د هند میشته
افغان محصلینو په اړه ځینی لیکنی تر سترګو کیږي، لیکونکو کوښښ کړی تر څو داسی
وښايي چې په هند کې افغان محصلین له یوی مخی عیسویان شوي او هلته د نصرانیت لپاره
تبلیغات کوي...
تر څو ورځو خو می دا خبره هسی یو ډول بی مفهومه تبلیغات وګڼل او داسی مې و انګیرله
چې دومره د تشویش وړ خبره نه ده او نه به څوک ورته دومره اهمیت ورکړي، خو داسی نه
وه، اوس د دی خبری له یوی ورځی بلی ته نوي، نوي اړخونه را څرګندیږي، تر دی پوری چې
په هغه پیښه کې چې په هند کې افغان عیسویانو ته منسوبه شوی هم ښکیل ګڼل شوي چې د
قرآن عظیم الشان سپکاوی په کې شوی وو، ورسره داسی انګیرنی هم تر سترګو کیږي چې
ګواکې افغان محصلین د هند د حکومت لخوا دی کار ته هڅول کیږي، دا خبری هم ورسره
غبرګی روانی دي چې هند غواړي افغان محصلین په افغانستان کې د خپلو ګټو د تحفظ لپاره
او د پاکستان په خلاف د یو سیاسي سنګر د پرانیستلو په موخه تربیه کړي،روزنه او امکانات
ورکړي او بیا یی د افغانستان سیاسي ډګر کې استخدام کړي.
د دی ټولو خبرو په پام کې نیولو سره اوس غواړم د دی
موضوع په اړه یو څه ولیکم:
۱- لمړی به په دی خبره یو څه رڼا واچوم چې ایا په هند کې
افغان عیسویان شتون لري او که نه؟ که شته څومره کسان دي؟ څوک دي؟ او له څومره مودی
راهیسی دلته استوګن دي؟
هو، په هند کې افغان عیسویان شتون لري، چې کیدای شي
شمیره یی د ۲۵۰ تر ۳۰۰ کسه وي، دا هغه افغان مهاجر دي چې له افغانستان څخه د ځینی
ستونزو او مشکلاتو له امله را کډه شوي، ځینی یی له نیږدی لسو کلونو او ځینی نور یی
بیا تر دی کمه او یا ډیره موده کیږي چې دلته استوګن دي، داسی کورنئ هم په کې شته
چې له نیږدی یو کال څخه دلته استوګن شوي، خو دا هم روښانه خبره ده چې اکثریت یی په
پاکستان کې عیسویت ته ور اوښتي او ځینی نور بیا په افغانستان کې دی ګروهی ته اوښتي
او اسلام یی پریښی.
دلته په هند کې ډیر افغانان ژوند کوي، که په ټولو د عیسویانو نوم کیښودل شي نو
دابه له انصافه لری خبره وي، یواځی د ډیلي په ښار کې د ځینی شمیرو له مخی تر ۱۵۰۰۰
ډیر مهاجر افغانان ژوند کوي، که د ۲۵۰ عیسویانو لپاره باید ټول افغان مهاجر
عیسویان ونه بلل شي، پاته شوه د افغان محصلینو خبره، دا زه په پوره مسؤلیت او ډاډ
ویلای شم چې هیڅ افغان محصل نه دی عیسوي شوی، نه دلته عیسویت ته تبلیغ کوي، او نه
په هغه پیښه کې چې هند میشته افغان عیسویانو ته منسوب شوی ښکیل دي.
هغه افغانان چې عیسویان شوي په ډیر بد حالت کې ژوند
تیروي، له هره اړخه د ګواښ سره مخ دي، هم د افغانانو له خوا ( په ځانګړي ډول د
افغان محصلینو له لوري ورته اخطارونه ورکول شوي) او هم د هندي مسلمانانو له لوري،
هغوی (هندي مسلمانان) دا کار اسلام ته سپکاوی ګڼي.
د هند حکومت د مهاجرت نړیوال کنوانسیون نه دی لاسلیک
کړی، نو له مهاجرو سره هیڅ ډول مرسته نه کوي، یواځی یی له هیواد څخه په زور نه شړي
او بس مهاجرین دلته په آزاد ډول کار نه شي کولای، له افغان عیسویانو سره څوک راشه
درشه نه لري، له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، تر یوه حده
عیسویت ته تبلیغ هم کوي، خو دا خبره بیا په زغرده کووم چې هیڅ افغان محصل په دی
کړنو کې ښکیل نه دی.
۲—د هند د حکومت د تشویق په اړه باید ووایم
چې دلته په هند کې له عیسویت سره یو ډول تبعیض وجود لري، په تیرو کلونو کې په هند
کې هغه هندیان چې عیسویت ته اوښتي وه په ژوندوني سوځول شوي، کورونه یی لوټ شوي او
تر هر ډول ممکنه شکنجو لاندی نیول شوي، نو په داسی حالت کې به د هند حکومت څنګه
افغانان عیسویت ته د ور اوښتلو لپاره تشویق کړي، سره له دی چې په هند کې اکثریت
هندوان دي، په دوهمه درجه کې مسلمانان راځي، په دیریمه درجه کې سکان او په څلورمه
درجه کې عیسویان.....
څنګه چې مخکی ما یادونه وکړه، اکثریت د دی
عیسوي شویو افغانانو په پاکستان کې اسلام پریښی او عیسویت ته ور اوښتی دي، که دا
خبره مطرح کیږي چې دوی په هند کې عیسویان شوي نو ځکه د هند حکومت تشویق کړي، نو
اصلآ باید داسی و انګیرل شي چې دوی په پاکستان کې عیسویان شوي، نو د پاکستان حکومت
تشویق کړي؟؟؟
د هند د حکومت له خوا عیسویت ته د تشویق خبره خو په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.
۳- په هند کې افغان محصلین یواځی د لوړو زده کړو لپاره راغلي، بله هیڅ سیاسي موخه
نه ده په کې نغښتی، که د پاکستان سره د نفرت خبره وي، هغه خو د هر ریښتیني افغان
په رګونو کې لکه وینه بهیږي، هغه که د نړئ په هر ګوټ کې وي له پنجاب سره به نفرت
لري، ځکه همدا پنجاب دی چې د خپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره یی په هر وخت کې
افغانان قرباني کړي، تر دی پوری چې د ټولو نړیوالو قوانینو په خلاف یی د افغانان
په امریکايي یرغلګرو د یو څو ډالرو په مقابل کې پلورلي، ځورولي او د مرګ تر بریده
یی شکنجه کړي....
۴— اوس به په هند
کې د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان محصلینو په ستونزو رڼا واچوو، دلته ټول
افغانان د ژوند په ټولو چارو او برخو کې د ګڼو ستونزو سره مخ دي، هغه افغانان چې د
ناروغانو سره د علاج په موخه هند ته سفر کوي د نا بلدتیا تر څنګ د ژبی او اوسیدلو
د ځای له ستونزو سره مخ دي، ځیني افغانان د ژباړونکو او لارښوونکو په نوم له هند
ته راتلونکو افغانانو سره مرسته کوي، په همدی ژباړونکو کې ځینی داسی کسان هم پیدا
کیږي چې د مرستی په نوم د ناروغ لرونکو بی وسه خلکو د جیبونو د پری کوونکو دنده تر
سره کوي، په بیلا بیلو ډولونو یی پیسی خوري او په هر څه کې د یو شریک په ډول خپل
کمیشن تر لاسه کوي، که هغه ډاکټر دی، که لابراتوار، که دکاندار دی او که ټیکسي
چلوونکې ټول ژباړونکو ته خپل کمیشن ورکوي، او همدا کسان بیا کمیشن له ناروغ لرونکو
څخه د ډیرو پیسو په اخیستلو سره بیرته وصولوي، د ناروغ لرونکو تر څنګ هغه افغان
محصلین چې د لوړو زده کړو لپاره هند ته راځي هم له بیلابیلو ننګونو او ستونزو سره
مخ دي، د ویزی تمدید، د اوسیدلو د ځای پیدا کول، د پولیسو راجستر او د ځینی کلتوري
ستونزو تر څنګ تبعیضي چلند هم ورسره کیږي.
هغه ښاغلي لیکوالان چې په هند میشته افغان محصلینو دا
تورونه لګوي، چې دوی عیسویت ته اوښتي او یا د هند د حکومت له لوري تربیه کیږي، د
دی خبرو د ثبوت لپاره بی له دی چې افغان محصلین په هند کې ژوندکوي بل هیڅ ډول دلیل
او ثبوت نه لري، دلته د دوه خبرو شونتیا شته، لمړئ خبره دا چې دوی ښاغلو ته چا غلط
مالومات ورکړي او یواځی خیټالوجې غږوي او په دی خبرو غواړي ځان مشهور کړي او بس،
او دوهمه خبره چې شونتیا یی هم ډیره لیدل کیږي او هغه دا چې کیدای شي دا د بهرنیو کړیو یو داسی
چال وي چې غواړي افغانان له لوړو زده کړو راوګرځوي، تر ډیره بریده دا کارونه د
افغانستان د ګاونډیانو په نغوته تر سره کیږي، . مونږ په هند کې د افغان محصلینو
ټولنه، په هندوستان کې د پښتون یون مرکز او د پښتون یون چلوونکې جرګګئ دا خبره په
کلکه ردوو او په سختو ټکو یی غندو، په هندوستان کې تر ۵۰۰۰ پوری افغان محصلین زده
کړی کوي او یواځنئ موخه یی د خپلو لوړو زده کړو پوره کول دي او بس، دا بیځایه
تورونه د پښتون ضد کړیوله لوري لګول کیږي، دوی په دی ښه پوهیږي چې افغاني ټولنه
یوه عقیدوي مسلمانه ټولنه ده، د دا ډول تورونو او تهمتونو په لګولو سره دوی څو
موخی لري، یوه دا چې دوی پوهیږي د داسی بی
ځایه تورونو په لګولو سره به د هغه افغان محصلینو په ځانګړي ډول د پښتنو محصلینو د
لوړو زده کړو مخه نیول شوی وي، ځکه د هغوی کورنئ به هغه محصلین چې هند ته په دولتي
بورسونو راځي له تګ څخه منع کړي او له لوړو زده کړو به پاته شي، بله موخه یی دا ده
چې د کورنیو تر منځ د بدبینئ او بی باورئ فضا را منځ ته کړي، دوی پوهیږي چې ټول
افغانان په ځانګړي ډول پښتانه په خپل کور او کلي کې شخصي ستونزی او دښمنئ لري، د
هغوی مخالف لوری به دا خبره د یوی وسیلی په ډول وکاروي او خدای مه کړه د هند میشته
افغان محصلینو په ضد به په هیواد کې یوه څپه را پورته شي، دا ډول لیکنی د افغان
محصلینو ژوند ته ګواښ پیښولای شي. دا ښاغلي لیکوالان بی له دی چې افغان محصلین په
هند کې میشت دي بل هیڅ ډول ثبوت او دلیل نه لري چې دا خبره روښانه کړي چې افغان
محصلین عیسویان شوي او یا د هند د حکومت له خوا تربیه کیږي، دوی دا دلیل راوړی چې
امریکا غواړي له افغانستان څخه له وتلو وروسته د هند په واسطه چې له پاکستان څخه
یی نیږدی ستراتیژیک ملګری دی په افغانستان خپل اثر او رسوخ همداسی پاته وساتي چې
دا خبره هیڅ ډول حقیقت نه لري او بی بنسټه ده، دوی د دی خبری د اثبات لپاره هیڅ
ډول دلیل نه لري چې په هند کې افغان محصلین د هند د حکومت لخوا د افغانستان د
کنټرول او د پاکستان په خلاف تربیه کیږي، د پاکستان په خلاف شعور د هر با غیرته او
با ضمیره افغان په خټه کې اخښل شوی، افغان محصلین که د نړئ په هر ګوپ کې دي د
پاکستان ضد احساسات یی د تل په څیر ژوندي دي....
په هند کې د زده کړو مطلب دا نه دی چې دلته ټول افغان محصلین د هند غلامان شول، که
داسی وي نو د دی ښاغلو په نزد به بیا د
افغان جهاد په دوران کې په بهرنیو هیوادونو کې میشت افغانان ټول د هغه هیوادونو
اجنټان وي؟؟ د طالبانو مشران چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي او هغه هیواد د خپل
مرکز په ډول کاروي نو دا به بیا په دی ما وي چې طالبان د پاکستان پیدا وار دي او
دا یوه پاکستانئ پدیده ده؟؟
مونږ دا خبره ځکه کوو چې دلته په هند کې افغان محصلین په
ځانګړي ډول پښتانه ځورول کیږي، هیڅ ډول اسانتیاوی نه لري او د ویزی په تمدید او
راجستر کې ورته ډیری ستونزی راولاړیږي، ښه بیلګه یی په پونه کې د افغان محصل ښاغلي
ریاض سادات کیسه ده چې ډیری افغانان تری خبر دي، که یو هیواد کې سړی د تحصیل په
بهیر کې د ویزی په تمدید کې له ستونزو سره مخامخ کیږي او تر دی پوری چې له هغه
هیواد څخه د شړلو له ګواښ سره مخامخ کیږي دا به د هغه هیواد د تربیه شوي اجنټ په
ډول وي او که هغه څوک چې په کوم هیواد کې بی له ویزی، پاسپورټ او د اوسیدلو له
قانوني اسنادو څخه هلته له کورنئ سره ژوند وکولای شي او حتی تر دی پوری چې د خپل
هیواد د ورانولو لپاره له هغه هیواد او خاوری څخه ګټه پورته کړای شي او مشران یی
ټول په یاد هیواد کې میشته وي، دفترونه ولري او د هغه هیواد د پوځ په ځانګړی اجازه
وسله له ځان سره وګرځوي....؟؟؟
د دی لیکنو څخه په ښکاره ډول داسی څرګندیږي چې لیکوالانو
یی کوښښ کړی چې د پاکستان په ګټه یو ډول ذهنیت را منځ ته کړي، د هند په خلاف
افغانان را وپاروي او خپلو ناولو موخو ته ورسیږي، دوی یواځی غواړي د خپلو بادارانو
د خوښالولو لپاره داسی لیکنی وکړي، که په ریښتیا د افغانانو او اسلام دومره غم
وروسره وي نو بیا ولی د هغه کلیساوو په
هکله لیکنی نه کوي چې په پاکستان کې په ښکاره ډول د پولیسو د ساتنی او پیری لاندی
افغانان ورځي، د هغه راډیوګانو په اړه ولی لیکنی نه کوي چې له لاهور څخه په زغرده
په پښتو او دري خپرونی کوي، خلک عیسویت ته رابلي، د هغه پاکستاني مؤسساتو په اړه
ولی لیکنی نه کوي چې په لاهور کې په پښتو او دري ژبو انجیل او نور د عیسویت د
تبلیغ کتابونه چاپوي او بیا یی په وړیا ډول په افغانانو ویشي، له دی ټولو خبرو څخه
داسی څرګندیږي چې دا لیکوالان یواځی د ګاونډیانو د موخو لپاره کار کوي او بس، که
داسی نه وي نو بیا ولی په پاکستان او ایران کې د کلیساوو په اړه پټه خوله دي؟؟؟
ښاغلو لوستونکو نور قضاوت ستاسو په لاس...
مونږ له ټولو
ښاغلو لیکوالانو څخه په ډیر درنښت هیله کوو چې د هوايي خبرو او افواهاتو په اساس
داسی لیکنی ونه کړي، څنګه چې مخکی مونږ یادونه وکړه دا ډول لیکنی د افغان محصلینو
ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي، په هیواد کې په ځانګړي ډول په پښتون میشته سیمو کې
د زده کړو په ضد یوه داسی څپه را پورته کولای شي چې دا اوسنی نیم ژوانده ښوونیز
بهیر به هم په ټپه ودروي او د ښوونځيو د سوځولو، د ښوونکو د وژلو او ترټلو لړئ به
نوره هم ګړندئ کړي او د پښتون دښمنه کړیو دا دسیسه چې پښتانه له زده کړو پاته کړي،
به په ډيره اسانئ سره پلی شي.
څړوال