
بریالی پښتون
یو وخت مې د پښتانه په نامه د شاعر نذیر احمد نذیر یو شعر ولوست، هغه وخت مې په زړه ولګېد او ډېر مې خوښ شو؛ خو په هغه وخت کې مې نوې په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې وې، لیکل مې نه شو کولای په زړه کې به مې ډېر څه وو؛ خو د کاغذ په مخ مې نه شو را وړلی، له رسنیو سره مې هم نه پېژندل، چې لیکنې مې را ته خپرې کړي او له کلي راغلی وم انټرنېټ ته مې هم لاسرسی نه در لود، نه له وېب پاڼو خبر وم او نه هم له نورو بلاوو، بس یوازې راډیو، ټلویزیون او اخبار مې پېژانده؛ نو ځکه مې نه څه لیکل او نه مې هم دا جرات در لود، چې څه ولیکم او ددې ځای مې هم نه در لود، چې پکې خپاره یې کړم.
خبره مې د پښتانه تر سرلیک لاندې د شعر کوله، په دې شعر کې د پښتنو غمونه ښه په ښکاره ویل شوي وو، یو ځای کې یې راغلي وو:
نړیوال په یوه ژبه په یوه واک دي
وایي دا خلک نړۍ ته خطرناک دي
زه اوس پوه شوم، چې ټوله نړۍ او په افغانستان کې ځینې کړۍ د پښتنو پر وړاندې را پورته شوې دي او په دې هڅه کې دي، چې څه ډول پښتانه وځپي، بې سواده یې کړي، ویې وژني او د سیاست له ډګر څخه یې لرې کړي. پښتانه څوک په له هوا په بمونو ولي او څوک په ځمکه ورته بمونه ږدي، څوک یې د طالب په نامه وژني او څوک یې له دولت سره د همکارۍ له امله، څوک یې ښوونکي وژني او څوک یې ښوونځي سوځوي، څوک یې قومي مشران وژني او څوک يې په دولت کې د طالب او القاعده په نامه نه پرېږدي. نو اوس په رښتیا هم نړیوال سره په یوه خوله او یوه واک شوي، چې دا پښتانه له منځه یوسي، بې سواده یې کړي، یتیمان یې کړي، ژوند ترې واخلي او پرمختګ ترې واخلي. پښتون، چې نالوستی شو، نور نو د ژوند کولو نه دی.
په اوسنۍ نړۍ کې، چې څوک نالوستی شو، د ژوند کولو نه دی او که ژوند هم کوي؛ نو د نورو غلام به وي، تل به نورو ته محتاج وي، نور به پرې امر کوي او پښتانه به امرونه پر ځای کوي.
دا څو کاله کېږي، چې له یوې خوا په پښتني سیمو کې نا امني ده او له بلې خوا بیا همدې جنګ ځپلي قوم ته د زده کړو سم شرایط نه دي برابر، په مورنۍ ژبه زده کړې نه شي کولای، په ښوونځیو کې یې مسلکي ښوونکي نشته، په کانکور کې له دوی سره ظلم کېږي، په پوهنتون کې دوی په خپله ژبه د خبرو کولو حق نه لري او هر ځای د طالب په نامه رټل کېږي. له هغې ورځې، چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر شوی دی، په هره برخه کې د پښتنو ځپل پیل شوي دي. په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې له پښتنو سره دومره زیاتی شوی، چې په تاریخ کې هم ور سره نه و شوی. د لوړو زده کړو وزارت تل داسې کسانو ته ور کړل شوی دی، چې له پښتنو سره په ښکاره دښمني لري او نه غواړي، چې پښتانه لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي. زه د کرزي دې منطق ته حیران یم، چې ولې یې د لوړو زده کړو وزارت پښتون ضد عناصرو ته په اجاره ور کړی دی او تل باید هغه کس د لوړو زده کړو وزیر وي، چې یا یې کور په ایران کې وي، یا يې په ایران مې سفارت کړی وي او یا هم که داسې کس پیدا نه شي، نو باید د ایران په ګاونډ کې له پراته ولایت څخه خو باید وي.
له شریف فایز څخه را نیولي تر سرور دانشه او تر عبیدالله عبید پورې دا ټول هغه کسان دي، چې له ایران سره اړیکې لري او نه غواړي، چې پښتانه پرمختګ وکړي. شریف فایز د هرات له فاسېشتانو څخه و، چې د پښتنو سرسخت دښمن او د ایران ګاونډی و، سرور دانش، چې په قوم هزاره او په مذهب شعیه و، د ایران رسمي کس و، کور یې په ایران کې و او په خپله د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر و او تل یې دا هڅه کوله، چې د افغانستان د لوړو زده کړو په موسسو کې د ایران فرهنګ او ترمینالوژي رواج کړي. په خپله یې هم د لوړو زده کړو په یوه داسې موسسه کې تدریس کاوه، چې د ایران له لوري یې ملاتړ کېږي او هزاره ګانو ته مفت دی؛ خو له نورو کسانو څخه فیس اخلي. عبیدالله عبید تر دې وړاندې هم یو ځل ولسي جرګې ته د باور رایې د تر لاسه کولو لپاره دلوړو زده کړو د وزیر په توګه ور وپېژندل شو؛ خو په هغه وخت کې د تحصیلي اسنادو د نه سمون او په اسنادو کې د غلطۍ له امله وزیر نه شو؛ خو کله، چې په ایران کې سفیر شو، هم یې اسناد پوره شول او هم وزیر شو، نه د ایران جاسوس شو او نه یې هم په تحصیلي کومه ستونزه ده.
په دشت برچي کې له یوې لېسې څخه ۳۰۰ کسان د کابل طب او انجینرۍ ته بریالي شول؛ خو پښتانه دې پوهنځیو ته ډېر کم بریالي شوي دي، ټول پښتانه یا ښوونې او ورزنې ته بریالي شوي دي او یا هم بې نتیجې شوي دي. داسې هم نه ده، چې پښتانه نالایقه دي؛ بلکې له دوی سره ظلم شوی دی، پوښتنې ورته سختې جوړې شوې دي، نومورې د فیصدۍ په ډول کمې شوې دي.
له دې داسې ښکاري، چې افغان دولت په لوی لاس پښتانه د بېسوادۍ کندې ته ور ټېله کوي. کله چې د یوه هېواد ډېری وګړی نالوستي وي، نو هغه هېواد به څرنګه پرمختګ وکړي او په هغه هېواد کې به څه ډول امنیت راشي، په داسې یوه هېواد کې به څه ډول یو پیاوړی حکومت راشي، چې د هغه هېواد ډېری وګړو ته په حکومت کې کمه ونډه ور کول کېږي او لږکي پرې واکمن وي؟
په داسې هېوادونو کې ډېری وګړي یې نالوستي وي، په حکومت کې ونډه نه ور کول کېږي، په یوه او بل نامه وژل کېږي، په هغه هېوادونو کې نه د پیاوړي حکومت د جوړېدو امکان شته او نه هم د سولې د راتګ. حکومت ته په کار ده، چې پښتنو ته لږ پاملرنه وکړي او داسې و نه کړي، چې ټول پښتانه د لږکیو له ګټو قربان کړي. پښتنو ته دې د تحصیل شرایط برا بر کړي او د لوړو زده کړو وزارت دې ددې مافیا له منګولو وژغوري.