په سپوږمۍ ورتوکول .....

ژباړه . مسيح الله عصام
Wednesday, 06.01.2011, 10:56am (GMT)
 
 
په سپوږمۍ د ورتوکولود سپوږمۍ رڼا نه کميږي او نه يې ښايښت ته کوم زيان رسيږي خو په ځمکه کې د هغه د نفرت په پايله کې فساد رامنځته کيداشي .
د امريکا پادرى ټيري جونز نعوذباالله من ذالک دقران کريم په بي حرمتۍ سره په اصل کې په سپوږمۍ ورتوکلې اود دغه ناوړه عمل د فساد فى الارض او ترهګرۍ په رمزه کې راځې د دغه دهشت ګردۍ لپاره نوموړي د امريکا يو چرچ ( کليسا) کارولي اود امريکا حکومت ونه شو کړاى چې دغه ناوړه او پارونکى عمل ودروي .
ملعون پادرى تيرکال په يولسم د ستمبرد ددغه ناوړه عمل د کولو اعلان کړي ؤ چې له اعلان روسته په ټوله اسلامي نړۍ کې بيلابيل سخت لاريونونه وشول چې وروسته د امريکا حکومت ټيري د قران مجيد له سپکاوى منع کړ، کانادا، المان اود فرانس حکومتونو د ټيري جونز د ناوړه عمل غندنه وکړه او ياد ملعون خپله اراده پريښوده .
مګر د مارچ په ١١ نيټه دغه کس قرانکريم وسوځاوه او وويل : چې ده خپل هغه حق استعمال کړ چې د امريکا هيواد قانون ورته ورکړى . يقيناً د امريکې په قانون کې د خپل نظر د اظهار لپاره حق موجود دى مګر د امريکا په قانون کې د اقليتونو د حقوقو د ساتنۍ لپاره آيا کوم ضمانت شته دى که يه ؟
دا هغه سوال دې چې د امريکې هيواد يې د پاکستان سره مطرح کوي اوله دي حقيقته هم انکار نه دي کول پکار چې په پاکستان کې هم د نورو اقليتونو سره د بي انصافۍ او زور زياتي پيښې کيږي.
مګر په پاکستان کې کله هم داسې نه دې شوې چې اعلان وشي ديوي مذهبي ډلې مقدس کتاب سوځول کيږي.........، ټيري جونز د قران عظيم الشان په سوځولو سره دا ناکام کوښښ کړى چې آيا که چيرته قران کريم واقعې مسلمانانو ته د الله جل جلاله لخوا کتاب وي نو الله ج ولي ونه کړاى شو چې خپل کتاب د سوځولو نه وژغورى . نعوذ باالله
د لعنتى ټيرى جونز پدي ناپاکه حرکت سره ډيرى مسيحې مشرانو هم دغه ناوړه عمل بللي او ويلې چې ددغه شرارت په وجه بايد مسلمانان نورو عيسويانو ته کوم زيان ونه رسوي .
مګر ددې پارونکى واقعي نه وروسته د امريکا هيواد څخه ډير سوالونه پيداشوي د امريکا حکومت په پاکستان او ټوله نړۍ کې مذهبي تودندروى اود ترهګرى غندنه کوي ليکن تراوسه اوباما او هيلري کلنټن د جونزدغه مذهبي تودندروى او ترهګري ولي ونه نوموله ؟
د ټيري جونز دغه ناوړه عمل ته د په پاکستان کې خلک په يوه بله زاويه ګوري کله چې پاکستاني حکومت په شرمونکې ډول د امريکا يو قاتل ريمنډ ډيوس په لاهور ښارکې د جيل څخه خلاص کړ پدغه کار باندې د يادهيواد عام وګړې ناخوښه ؤ ددغې قاتل قصاص او ديت د اسلامي طريق څخه د مقتولينو ورثاء ته د سپارلو روسته پريښودل شو ، د قانون مطابق ديت د قاتل لخوا ورکول کيږې . مګر دقاتل د خلاصيدو روسته سملاسې هلري کلنټن اعلان وکړ چې د امريکا هيواد هيچاته روپۍ نه دي ورکړي په دويمه معنى يې د اسلام د سپيڅلې دين يو قانون پوري خندنى وکړ چې دغه قانو ن يې د خپل ځان د خلاصولو لپاره استعمال کړ ..
او لدي وروسته يې په شمالى وزيرستان په دته خيلو سيمه کې په يو ه جرګه باندي ميزائيل وروتوغول چې لامله يې ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته . لدي څو ورځې روسته ملعون پادري په فلوريډا ايالت کې دقرانکريم سپکاوى وکړ.
د کفارو دغه ناوړه عملونه د پيړيو پيړيوڅخه را روان دي ، کفار د مسلمانانو د کمزورو ښودلو لپاره اکثر په قران مجيد باندې حملى کوي .
کله چې د پيغمرصلى الله عليه وسلم ته داسې خلک ورغلل او ورته يې وويل چې موږ ته د اسلام دين د ښوولو لپاره استادان راکړه نو هغه ورته دقرانکريم قاريان ( اصحاب صوفه رضى الله تعالى عنهم) د مقدس دين د ښوولو لپاره ورکړل او کارفرانو هغوى ټول په شهادت ورسول ،لدي وروسته هم پخيل ناړه عمل کې بريالى نه شوي نه دې دوى داسي ګمان کاوه چې پدي سره به اسلام دين ختم شي مګر د اسلام دين د نړۍ ګوډ ګوډ ته رسيدلې دي نن په نړۍ کې يو هم داسې ښار نشته چې په هغي اذان نه کيږي او قرانکريم د لکونو لکونو خلکو په زړونو کې پروت دى
مګر د قران کريم د ا هم يو اعجاز دى چې د مسلمانانو په ډيروالي کې په مسلسل ډول زياتوالى راځې .دبيلګې په توګه په تېر يوه کال کې ۵۲۰۰ برتانويان مسلمانان شوي . د مشهوري رسنۍ بي بي سي په وينا
د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې تر بريدونو وروسته د برتانيا په مطبوعاتو کې په اسلام پورې تړلې کابو ۳۲ ليکنې خپرې شوې او ټولې د اورپکۍ او بنسټ پالنې په اړه وې.
خو له دې سره سره په برتانيا کې زيات کسان له اسلام نه اغېزمن شوي او دغلته د اسلام د دين د قبلوونکو کچه سلوکې ۶۲ فيصدو ته رسېدلې.
يوي نوى څيړنى ښودلي چې کوم فصاحت ، بلاغت او استعار د عربي ژبې په قران کريم کې راغلي بل داسې هيڅ قسم کتاب په عربي ادب کې نه شته دي او نه به پيداشي چې دغه اقرار په عربو کې د وخت لويو لويو شاعرانو او پوهانو هم کړيدې ....پيژندل شوي ساينسپوه سلطان بشيرمحمود د قران کريم سائنسې تفسير ( کتاب زنده گى ) کې ليکلى چې په قران شريف کې موجود ډير الفاظ يودبل سره د حيرانتيا ترسرحده پوري مماثلت لرې د بيلګې په توګه .....
په قرانکريم کې د دنيا لفظ ١١٥ کرته راغلى همدغه شان د اخرت لفظ هم ١١٥ کرته راغلى ، دموت يادونه پکې ١٤٥ او د حيات يادونه هم ١٤٥ کرته راغلى ، د کفرلفظ ٢٥کرتي راغلي او د ايمان لفظ هم ٢٥ کرته راغلى ، د شيطين لفظ ٨٨ کرته او د ملائيکه لفظ هم ٨٨ کرته راغلى دى .
د شهر(مياشت ) ذکر پکې ١٢ کرته او يوم ذکر پکې ٣٦٥ کرته راغلي دى .
د آى اے ابراهيم اود محسن فارانى ښائيسته کتاب ( اسلام کى سچائى اور ساينس کى اعترافات ) داسلام ريښتنولۍ او دساينس اعترافات کتاب عقل حيرانوى دوى په دغه کتاب کې د ٣٠٠ ډير د قران کريم معجزى راټولي کړي ، موږ ټول داخبره منو چې زموږ پيغبرحضرت محمد صل الله عليه وسلم ويل او لوستل نه شوکولي مګر الله جل جلاله دغه قرانکريم لږلږ په ٢٣کلونوکې په ده نازل کړ چې ده هم ياد کړ او په سلګونو نورو اصحابوکراموته يې هم ياد کړ .
ه امي د نازل شوي کتاب په سورة المؤمنون کې يو نيم زرکاله مخکي د جنين ارتقاء څه داسې بيان کړى .
بي شکه ماانسان د خاورو څخه پيداکړاوبيا موږ دلره په يوه محفوظه قرارګاه
(دموررحم) د نطفى په ډول ځاي پرځاى کړ اوبيا مو ددغه نطفى نه د ويني يوه قطره جوړه کړه او د قطري نه مو کرپندى جوړکړ او کرپندوکى ته موغوښه واغوستله او بيا موږ دله يو صورت ورکړ چې ډير برکت واله دي الله تعالى او ښائيسته جوړونکى دى .
نوى ساينس دقران کريم ريښتنولۍ څرګنده وى اوله دى وجې اسلام په امريکا کې په ډير تيزۍ سره پيليږي د اسلام د رښتنولۍ څخه په ډاريدو تيري جونز داديو ترهګرو د مذهب په څيرښکاره کوى او حقيقت دادى چې تراوسه پوري په امريکا کې هيڅوک هم چا د ټوپک په زوراسلام نه دي قبول کړى ،
(ګرانو لوستونکيو پدي وخت کې د نړۍ څخه يو کلى جوړ شويدي که د نړۍ په هره برخه کې يو کار وشي په څودقيقوکې د نړۍ بل ګوډ ته د هغي خبر رسيږي د امريکاد متحده ايالا تونو پخوانى صدر چې کله وغوښتل قرانکريم ته زيړې يا کنځلې وکړي نود هغه ژبه خداى جلا جلاله سمدستې بنده کړي آن تردې چې په کنځلونه دي توانيدلې .او دغه ناپاکه اراده يې پريښې
.آيا دايو اعجاز نه دي ؟. چې داسې بې شميره بيلګې نوري هم شته دي
دثبوت لپاره خلک نيټ ته مراجعه کولې شي . آيا تراوسه پوري په عيسويانو داسې څوک شته چې نوم يې محمد يا عبدالرحمان وى په اسلام کې ددې کار بي شميره بيلګې شته لکه د عيسى نوم په مسلمانانو کې دى وغيره وغيره
چې داهم د اسلام د مقدس دين په ظرفيت دلالت کوي .
ترټولو لويه خبره داده چې د قرانکريم حفاظت د الله جل جلاله لخوا کيږي
اوبس ..............)
 
د تيري جونز خيالات د يو لسم د ستمبرنه مخکې هم د اسلام په خلاف ؤ او لدي ورسته هم دى يو لسم ستمبر د اسلام نه ندي پيداشوى بلکې د امريکې د تګلارى پيداشوى دى .
 
ليک : حامدمير
 
ورځپانه جنګ 05-05-2011
 
ژباړه . مسيح الله عصام