
د پوهاند مجاور احمد زيار د پوهنيز چوپړ په اړه
په لندن کې څېړنغونډې ته په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې پيغام
د ۲۰۱۲ ميلادي کال د اپرېل مياشتې ۵ نېټه
درنو
هېوادوالو!
افغانستان
هغه هېواد دی، چې په هره پېړۍ کې له ځبرځواکونو سره لاس او ګرېوان وي. دا هم جوته
ده، چې افغان ولس د خپل تاريخ په بهير کې د افغانستان د خپلواکي لپاره قرباني ورکړې
ده او نن هم قرباني ورکوي. زموږ په ټولنه کې داسې وراشه په ملي ذهنيت کې رامنځ ته
شوې، چې وايي د افغانستان ولس خپله هره لوېشت خاوره د خپلو شهېدانو په وينه پرېولې
ده، مست غاټول يې د افغان ولس له پاکې وينې رنګ اخيستی، خو زړه يې د دوښمن په نخرو
داغ دی او نرګس يې پر شهېدان لکه سپين کفن تل غوړېدلی دی.
د
افغانستان په ځپېدلې، مګر وياړلې خاوره کې د پاکو شهيدانو تر څنګ همدا ډول د پوهې
او قلم خاوندان هم روزل شوي، چې له هر ډول ټولنيزو، اقتصادي او سياسي ستونزو
سربېره يې د افغانستان په پوهنيز ډګر کې د پام وړ بدلون او پرمختګ رامنځ ته کړی. د
خلکو په ټولنيزه ويښتيا کې يې خپل رول لوبولی او د ټولنې لپاره ملي سمبولونه
ګرځېدلي دي. افغان پوهانو د نوي نسل لپاره د پوهې زانګو جوړه کړې ده او د ملت
لپاره يې پوهنېزه زېرمه تياره کړې ده، چې افغان ولس ترې الهام اخلي او راتلونکی
نسل د خپلو پوهانو او مخکښو په ښوونه او پوهه پالي او روزي، چې د ملي پوهې پر بنسټ
د هېوادپالنې ذهنيت ورته غوره کوي.
په
وروستيو دريو لسيزو کې افغانستان سر په بله پسې د
بېلابېلو ځبرځواکونو د تېريو او يرغلونو ډګر وګرځېد. دغه جګړې افغاني ټولنه
د کلتوري يرغلونو او بهرنيو سياليو ډګر وګرځاوه، چې نن سبا د لويديز کلتوري يرغل
تر څنګ، هندوستان، پنجاب او ايران هم خپل کلتوري يرغلونه زموږ په هېواد کې پياوړي
کړي دي، چې اوسمهال افغانستان له ګڼشمېر کلتوري، سياسي او ټولنيزو ستونزو سره
مخامخ شوی دی، چې د افغاني ټولنې پوهنيز او کلتوري ډګر ته ستر ګواښ ګڼل کېږي.
ډېر
د خوشالي او نيکمرغي ځای دی، چې د دغو ستونزو په پام کې نيولو سره، په افغاني
ټولنه کې داسې هڅاند وګړي شته، چې د افغان ولس پوهنيزه ډېوه بله وساتي، د افغاني
ټولنې د مخکښو پوهنيزو څېرو يادون وکړي او د افغاني پوهانو په اړه پوهنيزې
څېړنغونډې جوړې کړي. په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د پوهاند مجاور احمد زيار
په اړه د څېړنغونډې د رابللو او جوړولو په اړه خوښي څرګندوي، يو نيک ادبي ګام يې
ګڼي او د غونډې د چارو سمبالونکو ته يې مبارکي وايي.
افغانستان يو وروسته پاتې هېواد دی او د پوهنيز ډګر په
ټولو برخو کې د ګوتې په شمار څانګپوه پوهان لري. له بده مرغه افغانستان هغه هېواد
دی، چې تر ننه پورې په ژبنيزه برخه کې يو ملي دريځ نه لري. دا څرګنده ده، چې په
يوه ټولنه کې ملي ژبه د مملکت په اداره کې، پوهنيزه پانګه کې او د خلکو ورشه درشه
کې حياتي رول لوبوي او د ټبرونو تر منځ د اړيکو رښکې ګڼل کېږي، خو له بده مرغه، چې
افغانستان تر ننه پورې له دغه ستر نعمته بې برخې دی، ځکه نه پښتو معياري شوې ده،
نه علمي شوې ده او نه يې هم ملي لمنه داسې درنه شوې ده، چې ټول ملت يې ومني.
د پوهاند مجارو احمد زيار په اړه د دغه څېړنغوندې ارزښت هم
په دې کې دی، چې دغه څېړنغونډه د افغانستان د ملي ژبې د پوهنيز مخکښ په اړه جوړه
شوې ده. تاسو ټولو ته معلومه ده، چې لوی خوشال بابا د پښتو هنري اوادبي کلاسيکه
پانګه جوړه کړې ده، لوی رحمن بابا پښتو ته روحانيت وربښلی، پير روښان پښتو ته د
ټولنيزې فلسفې رنګ ورکړی، حمزه بابا په غزل کې سمسوره کړې، لوی علامه پوهاند حبيبي
ورته د تاريخ او سياست پيزوان ورتړلی، خو پوهاند مجاور احمد زيار هغه څه کړي، چې
پښتو ته يې د موډرنيزم پوهنيز امېل وراغوستی دی او له پښتو يې سياله ژبه جوړه کړې
ده.
هره ژبه په خپل ټولنيز بهير کې وده کوي. ګڼشمېر ګړدودونه
په يوه ژبه کې راټولېږي او معياري بڼه اخلي، نو پوهاند مجاور احمد زيار د پښتو دغه
برخې ته په ډېر مناسب مهال کې پام اړولی، چې د ګڼشمېر ليکوالو د مشوانۍ د سره رنګ
تر غچ لاندې هم راغلی، خو څرنګه چې پوهاند مجاور احمد زيار وايي«د معياري پښتو
ګاډی په خوځښت راغلی، نور يې څوک مخه نه شي نيولی». پوهاند مجارو احمد زيار وکولی
شول د خپلو پوهنيزو هڅو په ترڅ کې پښتو د ګرامر په برخه کې له لويو نړيوالو ژبو
سره سياله کړي، چې نن سبا د پښتو پښويې ټولې وراشې په پښتو کې شته او له نړيوالو
معياري ژبو سره برابره ګرامري بڼه لري.
د پوهاند مجاور احمد زيار د څانګپوهنې په برخه کې څه ليکل
آسانه کار نه دی، ځکه د ژبې په برخه کې اکاډيميک څېړونکي په افغاني ټولنه کې يا
نشته او يا هم د ګوتو په شمار دي او يا هم په دې برخه کې ځانګړې څانګپوهنې ته
اړتيا شته، چې د پوهاند مجاور احمد زيار د پوهنيزو کارونو په اړه قضاوت وشي او يا
وارزول شي، ځکه ژبپوهنه، وییپوهنه، توکمپوهنه او د ژبې نورې ځانګړې برخې لپاره
اکاډيميکې پوهې ته اړتيا ده.
پوهاند مجاور احمد زيار له ۳۵۰۰ نه ډېرې مقالې ليکلې دي،
چې د ژبې ارکاييزم، نيولوجيزم، نويزونو او اخيزونو ته ځانګړې شوې دي او ګڼشمېر
ټولنيزې، سياسي او ادبې ليکنې يې هم د پښتو ژبې پوهنيزه پانګه جوړه کړې ده. له ۵۰
يې ډېر کتابونه ليکلي دي، چې د پښتو پښويه يې د ژبې په زده کړه کې يو ځانګړی کتاب
ګڼل کېدلی شي او د پښتني ټبرونو په اړه يې څېړنيز کتابونه هم خپل پوهنيز او تاريخي
ارزښت لري. د پوهاند مجاور احمد زيار د هر کتاب په اړه يو اکاډميک کميسيون ته
اړتيا شته چې ويې څېړي، نو بسنه په دې کوو، چې د پوهاند مجاور احمد زيار هر کتاب
يو ټولنیز، بشري او پوهنيز ارزښت دی.
د پوهاند مجاور احمد زيار فعاليت د پښتو ژبې د معياري
کېدلو په برخه کې د درنښت وړ دی. استاد مجاور احمد زيار په ډېره زغرده د پښتو او
پښتنو ټولنيزې ستونزې په نېِغه ېادې کړي دي او د ځوان نسل پام يې د ژبې او ټولنيز
ژوند خوالو او ناخوالو ته په نېغه اړولی دی او په ډېره روښانه بڼه يې ستونزې يادې
کړې دي او د حل لاره يې وړاندې کړې ده، چې نن سبا پوهاند مجاور احمد زيار په ځوان
نسل کې د پښتو ژبې د مشال په نامه يادېږي او درنښت ورته کېږي.
پوهاند مجاور زيار د خپل ۷۵ کلني عمر لږ تر لږه ۵۲ کلونه
د پښتو ژبې ودې او څېړنو ته وقف کړي دي. د خپل اکاډيميک ژوند په بهير کې يې په
لسهاو زره پوهنپال روزلي دي. له بده مرغه د وروستيو دېرشو کلونو د بدمرغي په ترڅ
کې د سياسي لوبو قرباني شوی هم دی، چې د ثور غميزې په پيل کې يې بنديخانه هم تېره
کړې او نن سبا په پردي ملک کې د پردېسي شپې او ورځې سبا کوي. له بده مرغه د
افغانستان د ناخوالو له لاسه زموږ ښه کدرونه، پوهان او عالمان هجرت ته اړ شوي دي ا
و د خپلو پوهنيزو کارونو لپاره مناسب امکانات نه لري، خو بيا هم پوهاند مجاور احمد
زيار افغان ولس ته د پام وړ خدمت کړی دی او نن سبا د نړۍ په ګڼشمېر پوهنتونونو کې
د پښتو د ودې، څېړلو او خپرولو لپاره هڅې کوي او د ګڼشمېر پوهنيزو جرګو څانګپوه غړی
هم دی، چې افغان ولس ته يې ځانګړی وياړ وربښلی.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې وياړي، چې د
افغانستان او سيمې د ستر شخصيت او د پوهنې مخکښ پوهاند په اړه څېړنغونډه رابلل شوی
ده، چې د پوهنيزو هڅو په اړه يې څېړنې شوې دي. پوهاند مجاور احمد زيار د ځوان نسل
لپاره د پوهې، زيار ايستنې، مبارزې يوه ځلانده بېلګه ده. موږ په دې آند يو، چې د
دا ډول غونډو رابلل د دې سبب کېږي، چې د افغانانو په منځ کې د پوهاوي، زغم او
ورورولي روحيه پياوړې شي او د افغاني پوهنيزې پانګې او ادبې زېرمې بنسټ پياوړی شي.
په درنښت
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
کلتوري کميسيون