
خبريال _ شعيب ساپی
دننګرهار پوهنتون محصلينو دهيواددتګړه شاعر مطيع الله تراب دنمانځغونډي ترڅنګ پسرلنۍ مشاعره وکړه .
مشاعره اوغونډه چې پرون له غرمې وروسته په درونټه کې دننګرهارپوهنتون په انګړکې جوړه شوي وه پکې سلګونه محصلانو،شاعرانواودشعراواوب مينه والو برخه درلوده .
د محصلينو نماينده زبير احمد ظهير په خپله پرانيستونکې وينا کې وويل، د پسرلي په دې ګل ورين موسم کې، محصلينو وپتيله چې د فطرت رنګيني او ښکلا د هېواد تکړه شاعر مطيع الله تراب په وياړ جوړه شوې لمانځغونډه او مشاعره کې وستايي.
زبيروايي (( د دغه مشاعرې جوړيدل يو نوښت ګڼم، ځکه محصلينو د تراب په وياړ پوهنتون کې د مشاعرې بنسټ کيښوده چې هر کال به د پسرلی په راسيدو سره دلته مشاعره جوړيږي .))
استاد محمد اصف صميم بيا وويل چې شاعر مطيع الله تراب يو ساده انسان دی ، نوموړی پرته له هنره نور هيڅ نه لري.
هغه زياته کړه، ډيری شتمن خلک دا توان او وس نه لري، چې دخپل ځان ستايلو په اړه يو ډله دې ته چمتو کړي تر څو ورته دغه ډول لمانځغونډه جوړه کړي.
ده وويل زه وياړم چې محصلين پر هېواد او ټولنه د تراب په څېر مين شخصيتونه پيژني او غونډې ورته جوړوي.
مطیع الله تراب بيا دغه لمانځغونډه نه يواځې د خپل ځان بلکې د ټول ننګرهار وياړ وباله او ويې ويل چې داسې الفاظ ورسره نشته چې د محصلينو د احساساتو قدردانۍ پرې وکړي.
مطيع الله تراب دننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د کاله خيلو اوسيدونکی دی، چې تر دا مهاله د ((للمي ګلونه دکاڼي اوبه)) په نامه يوه شعري ټولګه چاپ شوي او په لسګونو شعرونه يې په مجلو، اخبارونو، تلويزيونو، راډيو ګانواوويبپاڼوکې خپاره شوي دي .