
حقمل مسعودزی/پکتيا
د پكتيا ولايتي شورا ،قومي مشرانو ،دمدني ټولنو استازو او ځوانانو د اطلاعاتو او كلتور په وزير ډاكټرسيدمخدوم رهين د يوې خبري ناستې په ترځ كې تور پورې كړ چې په دې ولايت كې دځوانانو تر منځ د بې اتفاقي د اچولو لپاره كار كوي .
دغه خبري ناسته چې په مرکز ګرديز کې جوړه شوې وه داطلاعاتو او کلتور وزيرنه پکې غوښتنه وشوه چې ځوانان سره ؤ نه وېشي .
په خبرې ناسته كې د ولايتي شورا مشر ښايسته جان احدي وويل چې د اداري اصلاحاتو د قانون له مخې د ولايتونو د رياست لپاره پخوا فورمې ډكې شوې ،او ازموينه اخيستل شوې او هغه څوك چې د پكتيا د اطلاعاتو او كلتور د رياست لپاره كامياب شوی اوس د وزير د سلقوي چلند له مخې پكتيا ته نه رالېږل كېږي او د هغه پر ځای بل څوك ټاكل كېږي .
هغه زياته كړه چې دوئ د اطلاعاتو او فرهنګ له كامياب شوي ريس شفا مشفق څخه ملاتړ كوي او دوئ به بل ټاكل شوی ريس ته په دې ولايت كې د كار كولو اجازه ورنكړي .
هغه زياتوي چې وزارت نه غواړي په پكتياكې فرهنګي هڅې ګړندۍ وي او د ځوانانو تر منځ يووالی وي .
ددې ولايت د ډ اکټرانو د ټولنې په استازيتوب ډاكټر عبدالهادي حماس د اطلاعاتو او كلتور له وزير څخه غوښتنه وكړه چې د ځوانانو تر منځ دې د بې اتفاقيو پر ځای په هيواد كې د ايراني فرهنګ مخه ونيسي چې د دوئ اساسي دنده ده .
د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم ولايتي شورا د خپل كلنۍ رپوټ په ترڅ كې په ځينو وزرات خانو تور پورې كړي وو چې د تعصب له مخې له پكتياوالو سره د مور او ميري چلند كوي .