اوسيتيا افغانستان نه دی


 
 
میخائيل ساکاشویلي به ډېر تېروتې وي که داسې وانګيري ،چې دګړۍ ستنې شاته روانې دي او 2008 ز  کال ،چې موږ په کې ژوندکوو داهماغه 1979 ز دی . نه خو دیمتري ميدوديف  ليونېد بريژینيف  دی او نه د ګرجستان  اوسنی ولسمشر دهغه افغان مجاهد څېره ده ،چې  لویدیځ  يې اړ ویست ،چې دخپلو پيسو او وسلو بهير ورمات کړي  ،چې دکمونېستانو مخه پرې ونيسي .
داسمه خبره ده ،چې له  30 کلوراهیسې او پرافغانستان  له يرغل راوروسته دموسکو ټانګونه او الوتکۍ په دومره  اندازه  له خپلو بريد پولو بهر نه وې وتې ، خو اوس نړۍ بدله شوې ده  کرملين هم بدل شوې .
دبدلون یوه نښه داده ،چې باید په پام کې ونیول شي :  ننۍ نړۍ  له  ګروهې وړاندې خپلې ګټې پالي  نو ،چې داسې ده  ګرجستان ، چې د اوستيتا ایالت دراخپلولو په موخه کومه ژبه کاروي دا ډېره پخوانی هغه ده . دپخواني شوروي اتحاد له  ړنګيدو راوروسته  په اوسیتیا کې دکورنۍ جګړې له کبله  ،چې لویديځ دګرجستان دځواکونو تر څنګ دروسانو هغه  دامن  او ټيکاو په موخه ومنل  دا څرګنده شوه ،چې  په قفقاز او شاوخوا سیموکې  دروسيې د ګټو په اړه  چلنداو دريځ دسړې جګړې له مهاله مختلف  دی  ، د ( ناټو) په وروستۍ ناسته کې  داروپا ځانساتی دريځ ،چې ګرجستان  دې دناټو غړيتوب تر لاسه کړی  دلته په کار ده ،چې دا معلومه شي  ،چې د لويديز عامه لېوالتیا دروسيې ګټې څومره په پام کې نيسي ؟ په ځانګړې توګه په هغه کوچنۍ دائره کې ،چې دموسکو نفوذ ته ورنږدې ده ، ښه بیلګه یې  په قفقاز او چيچن کې شخړې کېدای شي .
ددې مانا داده ،چې ګرجستان  دترکیې له پولو او تورسمندرګي سره نښتي ايالتونه  اوسیتیا ، ابخازيا او اجاريا خپل بولي  دغه غوښتنې  بیا دلویدیځ مرستې ته اړتیا لري ، چې په نورو دوسيو کې پرې روسيه وګواښي ، خونړۍ بیا دروسيې  ملاتړ ته اړ ده تر ټولو مهمې دوسيې ، چې د روسيې له مرستې پرته  په دې برخه کې  هر ډول پرمختګ  ناشونې دی هغه  د شمالي کوريا او د ايران دیورانيمو ګرمه دوسيه  ده پردې سربېره اروپايي هېوادونه  د روسيې انرژۍ ته اړتیالري ، اوس خو دغو هېوادونو د روسيې دګازو وربهيدل  د اهمیت تر کچې يوه منل شوې خبره ده . يوه چاره کېدای شي ،چې دهرمز تنګي له لارې  دتیلو دلېږد چاره باوري  شي .
دا سمه ده ،چې روسي امپراتورۍ په  1991 ز کې  له تاريخي ماتې  سره مخ شوه  داهم سمه ده ، چې  روسيې په ختیځه اروپا کې له پخوانيو مستعمرو او ان دا ،چې د بالتیک له جمهوريتونو ( ليتوانیا ، لاتویا، استونيا) څخه لاس واخېست  ،خو پردغو ټولو هېوادونو دپخواني شوروي اتحاد دواکمنۍ پر مهال دلږو او ډېروازادو هېوادونو اطلاق کېده ،خو له ګرجستان سره بیا د روسيې خبره  بېله ده  او دا شک هېڅ نه  لېرې کېږي ، چې ساکاشویلي د ولسمشر بوش ملګری دی او همده د پخواني ړنګ  شوي شوروي اتحاد دبهرنیو چارو وروستې  وزير ادوارد شوارد نازې  له واکه ګوښه  کړ . دا شکونه هم پر خپل ځای پراته دي ،چې د لویديز دوامداره ډارونه  روسیې ته نظامي  ډهلونه وهي  ، کله  يې  د توغنديو پر اتومي چتر اوکله  دناټوتړون  دومره ارت کړي ، چې دروسيې پولو ته ورسیږي .
نن ورځ ،چې موږ  په خوټيدلي قفقاز کې  د روسانو د نظامي  وجود زبادول ګورو دا دهمغو دروازو د ټکولو طبيعي غبرګون دی .
په قفقاز کې وروستۍ سپرغۍ په هغه ورځ  بله شوه ، چې ګرده نړۍ دچين – دکمونیزم وروستی ټاټوبی دی - لورته  ورماته وه ، چې د اولمپيک د لوبو دمېلمستاوو برم  ورپه برخه شي هغه هم په داسې بڼه ،چې د لوبو بهير ټکنی نه شي ، پر افغانستان له يرغل وروسته ،چې نړۍ  له روسيې سره کوم چلند وکړي دا ځل به  هغسې نه وي  راځئ ،چې  د جګړې  قربانيانو ته انساني نظر وکړو او پر هغو کسانو ودرديږو ،چې دجګړې له کبله یې خپل کورونه پريښي  دا ځل به نړۍ  د ګرجستان  سره دکړکیچ له کبله د روسیې پر ضد په يوه پراخه جبهه کې ونه دريږي .