
سيدعثمان سجش
افغانان په وطن مين اوميړني خلک دي د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره سرښندونکې مبارزه ، ددې هيواد ملي ځانګړتيا او ټول تاريخ تشکيلوي . دغه وجه ده چې افغانستان ته دآزادۍ او خپلواکۍ د غورځنګونو ځانګو وايي ، هغه پرله پسي قرباني چې افغانانو د افغانستان دجوړيدو او د خپلې ازادۍ لپاره ورکړه انګريزان په دې بريالي نشول چې دغه قوم خپل تابع کړي . کال ١٨٠٩ ميلادي نه تر١٩١٩ ميلادي پورې افغانانو د يوې پيړۍ نه زيات وخت فقط د خپل ازادى لپاره په جنګونوکې تيرکړل او د زياتې قربانۍ په وسيله يې له نن څخه ٨٩ کاله مخکې د زمري پر اته ويشتمه نيټه د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال خپله خپلواکي له بريتانيې څخه ترلاسه کړه ، غازى امان الله خان د خپلواکى اعلاميه په کابل کې د بادشاهي د اعلانولو سره سم اعلان کړه د افغانستان د خپلواکۍ داعلاميې داعلانولو سره سم په هيواد کې دننه او د باندې يوه زلزله پيداشوه ټول جهان د افغانستان دې مهم اقدام ته حيران شو ځکه چې انګليس په نړۍ کې يوازينی طاقت و چې په نيول شوو ځمکوکې يې لمرنه ډوبيده . افغانانو د خپلو مټو په زوردانګريزانو دغه امپراطوري ته شکست ورکړ اوخپل هيواد يې د اشغالګرانو څخه ازاد کړ . په د ې ازادۍ کې لراو بر پښتنو دخپلې خپلواکۍ دپاره ډيري هڅې کړي او د نړۍ لوی طاقتونه يې مات کړي دي ، دا دى اوس د افغانستان خلک د خپل هيوا د خپلواکۍ ٨٩ مې کاليزې جشن په داسې حال کې لمانځي چې په هيوادکې د بنسټيزو پرمختګونو ترڅنګ د بيان ازادي او دبيا رغوونې پروګرامونو مخ پر وړاندې روان دي . خو ددې پراختياوو او بدلونونو باوجود د وروستيو کلنو د پراختياوو بهير او پايلو داهم ښکاره کوي چه له بده مرغه په خورا ډېرو برخو کښې لا تراوسه داسې منفي فکتورونه را مينځته شويدي چې دافغان ولس له غوښتنو او هيلو سره په انډول کښی نه دي افغانستان يوځل بيا د مختلفو توطيو او دسيسو ښکارشوي هره ورځ زمونږ هيوادوال او بې ګناه ماشومان په مختلفو طريقوسره خپل ژوند له لاسه ورکوي ، دهيواد ماشومان دتعليم نه محروميږي ، ددې جنګونو اصلي موخه معلومه نه ده خوظاهرا هغه پښتانه په نښه د ي کوم چې ټول عمر ددې سياستونو قرباني شوي او په مختلفو نومونو سره دوی د هرنوع ترقي او پيشرفت څخه بې برخه پاتې شوي امنيتي ستونزې افغانان فکرمندکړي اوحکومت په دې لاره کې پاتې راغلی دى ، دغه خبره دافغانستان دحکومت دويم جګپوړي چارواکي احمدضيامسعود هم تائيد کړې وايي (( په افغانستان کې د امنيتي ستونزو ډېرېدل د زياتو خلکو د اندېښې وړ گرځېدلي دي . عامو خلکو حکومت ته سترگې نيولي چې په هېواد کې د امنيت د ښه کولو لپاره څه وکړي، خو د حکومت دويم ترټولو جگپوړي چارواکي ومنله چې پخپله حکومت هم
نه پوهيږي چې څنگه په هېواد کې امنيت ټينگ کړي . د ولسمشر لومړی مرستيال احمد ضيا مسعود وويل چې حکومت او نړيوال ملاتړي يې د امنيت د ټينگښت په اړه يوه منظمه او معقوله امنيتي تگلاره نه لري . ده وويل د مخالفو وسله والو په بريدونو کې زياتوالى د دغه ډول يوې تگلارې د نشتوالي له امله دى . هغه زياته کړه له بهره د راوښتونکو اورپکو د مخنيوي دنده د افغان حکومت پرغاړه ده او افغانان بايد په خپله خاوره کې د خپل هېواد ننگه وکړي . دغه رازد بى بى سى دپښتو څانګي درپورټ په اساس دافغانستان دفاع وزارت وايي سږ کال دخپلواکۍ جشن دولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځي دغه وزارت ادعا کوي چې ددې فيصلې اصلې موخه د لارو سړکونو د تړلو او بندېدلو مخه نيول دى . ګرچې دغه وزارت وياند دا نه مني چې گواکې د امنيتي انديښنو له کبله دا چاره تر سره کوي. خو ډير خلک ددې گام تر شاه امنيتي لاملونه ويني . د افغانستان د خپلواکۍ ورځ به هر کال د کابل په غازي لوبغالي کې لمانځله کيده چې زرگونو خلکو به په کې برخه اخسته،سربېره پر لوړ پوړو دولتي چارواکو، پوځيانو، زده کوونکو، بزگرانو او د ټولنې نورو پوړونو هم په دغه دستوره کې گډون کاوۀ . پوښتنه داده چې ولې د خپلواکۍ ورځ د غازي لوبغالي پر ځاى د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لمانځل کيږي،ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وايي : ځکه داسې کوي چې سړوکونه ونه تړل شي،خو ډېر خلک ددې گام تر شاه امنيتي اندېښنې ويني. پورتني حالاتو څخه معلوميږي چې ايا دافغانستان خلک په کومو شرايطو کې دازادۍ جشن لمانځي ايا عام خلک به په دې خوشحالۍ کې څنګه برخه واخلې داټولې خبرې ددې ګواهي ورکوي چې زمونږ په هيوادکې دامنيت مسله ډيرې ستونزې لري دغه شان (( ملگري ملتونه وايي په افغانستان کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله دوه برابره لوړه شوې ده ، د دغې ټولنې د مشر بان کي مون يو مرستيال جان هومز وايي د روان عيسوي کال د پيل راهيسې نژدې٧ سوه ملکي کسان وژل شوي چې د تيرکال په پرتله دوه برابره کيږي .
اګرچې په هيوادکې بنسټيزې اوښتنې ترسره شوي دي کوم چې مثبتې شونتياوي لري خو ددې اوښتنو دبهير دلاښه کيدوپه خاطرلازمه ده چې ددې بهير لاروښونه او پالنه د افغانستان په دولتی اداره کې د خپلواکو، ملی، پاک لمنو او پياوړيو سياسی ځواکونو له خوا ترسره شي . د افغانستان خلک په دې فکرکي ؤ چی د شوروی اتحاد د قطعاتو له ستنيدلو وروسته به په افغانستان کې سوله تامين شي اوافغانان به په هوسايۍ کې ژوند اختيارکړي مګر موجوده حالا تو نور هم دافغانانو کړاوونه زيات کړل او واکمن حاکميت ددې کړاونو په رفع کولو کې پاتي راغلى دى هره ورځ بيا هم په جنګ کې هغه بې ګناه هيوادوال خپل ژوند له لاسه وکوي چې بيګاه ته يې د يوې مړي ډوډۍ درک نه لږي افغان مظلوم اولس نه پوهيږي چې کوم خواته مخه وکړي داځکه چې موجوده حاکميت تراوسه پورې په هيوادکې دقانون حاکميت او دفساد په وړاندې دومره پاتي راغلی چې دخلکوورته هيڅ اميدنشته ، دظلم اوعدم قانونيت په درشل کې افغانانوته دفرياد دروازې بندې دي دغه وجه ده چې دخپل هيواد داستقلال دجشن د لمانځلو خوشحالي هم ورنه هيره شوې . په افغانستان کې بی ثباتي، جنګ او ترهګرۍ او د ددې سره اداري فساد او د دولتي مديريت کمزوري زموږ د ټولنې ملي ګټې زيانمنې کړي دي . ددې په خوا کې ځينې هيوادو نه غواړي چې خپلوغرض ناکو سياست په دوام سره
پښتانه د دنياد نقشي له مخي لري کړي او دوي د خپلو ټولو تاريخي اوکلتوري مسايلو څخه خلاص کړي ، پښتون قوم ته ډيره ضروري ده ترڅو په دې خبره ښه پوه شي اودنوردګټو قرباني نشئ . دافغانانو دښمنان په دې نيت کې دي ترڅو پښتون قوم چې په ټول عمرکې يي د شهامت او د لاوري صفات درلودل په ټولنه کې بدنام او د تل لپاره يي په خپلو کې په جنګ اوجګړو کې ډوب وساتي . ترڅو د دوی سياسي او اقتصادي ګټې د پېړيو پېړيو په اوږدو کې د بشپړې ناکامۍ سره مخامخ شي ، که خداى ناخواسته دښمنان په د ې کار کې برياليتوب ترلاسه کړي په هغه صورت کې به پښتون ولس د خپل ژوند دبقا لپاره ډيروستونزوسره مخامخ شي دا هغه سوالونه دي چې پشتون قوم يي دخپل مشرانوڅخه لري او دغه مشران بايد د زمانې په دې روان سياستونو پوه شي چې دا هرڅه يواځي د دوی د وجود دکمزورولو لپاره روان دي ، د دوی دغربت لپاره روان دى ، د دوی دبې سوادکيدولپاره روان دى .
تجربو ښودلې ده چې د يو هيواد د خپلواکي دفاع هغه وخت کيدای شي ترڅو يوموټی ملت ، او لوړدفاعي قدرت او پياوړي حاکميت ولري افغانستان د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ او دهغه د ارزښتونو دساتنې او تامين لپاره پوره مادي او معنوي امکانات لري ، خو يوازې ديوه پيا وړي ملي اوخدمتګار حاکميت ته اړتيا ده ، چې پور ته يادې شوي دندې ترسره شي . په دې هيله چې نور په هيواد کې جنګ ختم شي ترڅو زمونږ هيوادوال وکړئ شي په سوله کې دخپل هيواد دازادۍ جشن په شاندارو مراسمو سره تجليل کړي
تل دې وى ازاد افغانستان