صبر، شکر او د مغفرت غوښتنه، د ایمان  تقاضا او د نیکو اعمالو بنیاد

 نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي، قیامت ته نږدی وخت کی به فتني زیاتی شي، هر یوه نوی فتنه به د تیری زړي فتنی څخه لویه وي.
که د نبی کریم صلی الله علیه وسلم دغه حدیث شریف ته په غور فکر وکړو، نو داسی ښکاري چی د فتنو هغه دروازه خلاصه شوی، فتني ډیری په تیزی سره پیدا شوی او د ختمیدو یی بالکل امکان نه لیدل کیږي، انسانیت ته زیان رسیدلی دی، هیڅوک نه په کور کی دننه او نه د کور نه بیرون محفوظ دی. د بد امنۍ کوم ځای نشته یو له بله پرېشان دی. غربت تر حده زیات شوی دی، هر یو ځان ته یو څه وایی او هڅه کوی چی بل ذلیل او بي عزته کړي او یا یی تر پښو وغورځوی. په زړونو کی نه د مشرانو لپاره احترام شته او نه د کوچنیانو لپاره شفقت لیدل کیړی. تعلیم کوو خو عمل پری نه کوو، تعلیم مو له تربیی خالی دی او هر انسان د خطر احساس کوی. ایمان، رښتینولی، نیکی، فایده،  په دین باندی کلک عمل کول او حلال کسب اجنبی ښکاري صبر او تحمل ته د بزدلۍ په سترګه، شکر او قناعت ته د کنجوسۍ په سترګه لیدل کیږي نو په داسی  ستونزمن وخت کی باید څه وکړل شی؟
نو راځئ وګورو چی زموږ خوږ دین موږ ته کوم درس راکوي. په داسی حالاتو کی که چیرته انسان څلور اعمال اختیار کړي نو بی شمیره مسایل یا مشکلات پری حلیدای شی . هغه کوم اعمال دی راځئ چی په ګډه یی سره پلی کړو .
۱.ډېر استغفار ویل: د استغفار معنا بښنه غوښتل دي، کله چی له موږه کومه خطا یا کومه ګناه وشی نو باید ژر تر ژره خپله غلطي درک کړو او دالله ج څخه بښنه وغواړو. الله تعالی ته هغه شخص ډیر ګران دی چی د الله تعالی څخه په رښتیني زړه او اخلاص بښنه وغواړی. په خلوص او پاک نیت چي څوک دعا وغواړی نو د هغه ټول تیر ګناهونه معاف کیږي. په همدی ډول که کوم کس ته موږ نقصان رسولي وی نو باید د هغه کس څخه بښنه وغوښتل شی. ان شاءالله په دی عمل تر سره کولو سره به زموږ له ټولنی څخه به د بد بینۍ، بدګمانۍ او د خپګان فضاء ختمه شی او د اعتماد او باور فضاء به را منځ ته کړي.
۲. صبر:  
صبر په دری ډوله دی :
الف: صبر  علی الطاعة : په دې معنا چی یو انسان کوم نیک کار کوي، خو د ده نیک کار کولو کی یو څوک خنډ جوړیږي او یا سستی پکښی منځ ته راځی خو سره له دی ستونزو دی هغه نیک کار سرته رسوي نو دا صبر علی الطاعة دی. په دی سره انسان ته دوه اجرونه ورکول کیږی، یو د نیک کار لپاره او بل د هغه د ستونزو د زغم  په مقابل کي .
ب: صبرعلی المعصیت : دا په دې معنا چې په ګناهونو باندی صبر کول دی. ددی اصل مطلب پر خپلو خواهشاتو باندی کنټرول ساتل دی. کله چی انسان د یوی ګناه تکل وکړی او خپل خواهشات قابو کړی او ددغه ګناه څخه لاس په سرشی نو د دغه صبر په بدل کی ورته هم  ثواب حاصلیږی .


ج: صبر علی المصائب : یعنی پر مصیبتونو باندی صبر کول، دا په دی معنا چی کوم مشکل ، خپګان او نوری کومی ستونزی منځ ته راشی نو چی یو انسان په دی صبر وکړی او د خدای تعالی څخه شکایت ونه کړی نو دا صبر علی المصائب دی. او الله تعالی به دې انسان ته لوی اجر او ثواب ورکوی ځکه دغه شخص د الله تعالی د فیصلو قدردانی کوی او د سر په سترګو یی منی. غرض می دا دی که چیری یو انسان په همدی ډول صبر باندی عمل وکړی نو هم به یی دا دنیا په راحت کی وی او هم به په اخرت کی ورته لوی اجر ورکړل شی .
 

  • شکر: د الله تعالی څخه د مننې په معنا دی . موږ ټول د څښتن تعالی د احسانونو پوروړي یو. هغه رب چی موږ یی انسانان پیدا کړی یو او پر موږ یی د انعامونو او رحمتونو باران کړی بی انتها نعمتونه یی را پر برخه کړی دی. له کله نه چی انسان په دی دنیا کی قدم ایښی دی د الله تعالی له بی شمیره نعمتونو یی استفاده کړی او کوی یی . هر یو که امیر دی که غریب د سر نه تر پښو پوری د الله تعالی په نعمتونو کی ډوب دی . ددی نعمتونو له وجی نه انسان ته پکار ده چی هغه د الله تعالی شکر اداء کړی . کله چی انسان د الله په نعمتونو باندی غور او فکر وکړی نو بیا انسان د ډیرو څخه پرسکونه احساسوی چی له دی وجی څخه له انسان نه پریشانی لری کیږی.
  • استعاذه ( د مغفرت طلب): انسان هر وخت د ازمیښت او امتحان سره مخ کیږی د بیلګی په توګه غربت، پریشانی، حادثات، غلا، د اولاد نافرمانی، تعلیمی نقصان  او په ازموینه کی د ناکامۍ خطره او داسی نور ........
    غرض می دا دی چی داسی بی شماره خطرات دی چی انسان ورسره په ورځني ژوند کی مخ دی او د دی ستونزو سره د مقابلی د توان د نه درلودلو له امله انسان اندیښنه کوی. او دا اندیښنه دغه شخص د پریشانۍ سره مخ کوي . شریعت داسی او دی ته ورته نورو ستونزو څخه خپل ځان په امان کی ساتلو لپاره د الله تعالی څخه د پناه حکم کوی او خدای ج  د هغه شخص ضرور اوری اومشکلات ورته اسانه کوی. خلاصه دا ده چی د انسان په ژوند کی دری پړاوونه وی یعني ماضی ، حال او مستقبل. شریعت د تیرو بدو اعمالو د لری کولو لپاره د استغفار تلقین کړی دی او د حال لپاره د صبر او شکر تعلیم ورکوی او د راتلونکی لپاره یی د استعاذه ( مغفرت غوښتل) حکم ورکړی دی.
    الله تعالی دی موږ ته په دی د عمل کولو توفیق راکړی او الله تعالی دی موږ په سمه لاره روان کړی.
    ومن الله التوفیق:
    عزیز الله امین احمدزی