درنه ځمه

 
    ادبي ټوټه 
   نور ماته دا مه وايه چې ژوند درته انتظار دى ، هغه دردونکې زمانه چې زما لپاره يې له درد ، اوښکو او سلګيو پرته څه نه درلودل او دشپې په تيارو کې مې له ټول عالم نه لرې سلګې وهلې ؛ ژوند و ، زه اخر تر کومه دهغه مجازي خوښيو انتظار وکړم چې په نړۍ کې يې ډېرو کسانو يوازې تريخ او بې مانا انتظار کړى خو دخوښۍ دغه پرښته ورته دژوند تر وروستۍ شېبې هم نه ده راستنه شوې .
    ما دا هر څه تېر کړي ، زه هغه ژوند څه کړم چې له ما سره په يوه لار نه ځي او له مانه ډېر وړاندې روان دى ، همدغه بې خونده تمې زما پښې ماتې کړې ، نور مې مه ايساروه ، اوس لا ښه يم  او مخ په وړاندې يو نيم قدم اوچتولاى شم ، زه له هاغه شېبه وېره لرم چې په همدې تمه به پاتې وم او وړاندې تګ خو لا څه چې په دې اړه به مې په ذهن کې کوم تصور هم نه وي .
   ماته ښکاري همدغه په انتظار ژوند زما همزولى نه دى ، موږ په دوو بېلو بېلو زمانو کې راغلو او په يوه لاره مو تګ ممکن نه دى ، دا هم څوک نشي ويلاى چې زموږ منزل کوم ، زه پوهېږم چې دا خوب به مې کله هم ريښتيا نه شي ، يوازې همداسې به يم لکه اوس چې راته ځان ښکاري .
    هيله کوم ! نور مې مه ايساروه ، اجازه راکړه ، زه ځم ، زه هغسې نه يم لکه ته چې وايې او نه هم زما قسمت هغسې دى لکه د نورو انسانانو ، زه ځم ، اجازه راکړه ، پرېږده چې خپل هوډ و ازمايم چې ترکومه به مې ورسوي ؟
٢٠١٢ اپريل ١ کابل