بې مينې

 ژباړه : تسل
بې مينې ژوند
    بې مينې ژوند  بې ګله او بې مېوې ونې ته ورته دى ، له ښکلا پرته مينه له خوشبو نه دتشو ګلونو په څېر وي، او دهغه مېوې بڼه لري چې تخم نه لري ، ژوند ، مينه او ښکلا په يوه بدن کې درې روحونه دي ، چې نه له يوبل جلا کېږي او نه هم بدلون په کې راځي .
مينه
   مينه دمينانو لپاره يو سپېڅلى راز دى ، مينه تل بې ژبې وي خو هغوى ته چې مينه نه پېژني نو مينه ورته له يوې بې رحمې شوخۍ پرته بل څه نه دي .
مينه
ريښتيا چې مينه دلبنان نرم او خوشبويه نسيم ته ورته ده خو ډېر هوښيار کسان هم  دريښتينې مينې تر بار لاندې خمېږي .