حجاب  دسکولر ترکیا پر تابوت تر ټولو ورستی میخ

 
حجاب دترکان ترمنځ داختلاف ټکی
په ترکیا کې داسلامي خلافت او عثماني دولت له سقوط او د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته  مصطفی کمال اتاتورک چې په ۱۹۲۳ ز کې  د عثماني جمهوري ترکیا په پوځ کې قومندان و واک ته درسیدو سره سم یې داسې قانون تصویب کړ چې په دویمه ماده کې یې داسې لیکل شوي :  ترکیا یو دیموکرات اوسکولر جمهوریت دی .نوموړي په ترکیا کې داوښتون لپاره ګامونه پورته کړل داسلامي خلافت راپاتې ټول اثار یې له منځه یوړل دیني کړۍ یې ګوښه کړې په رسیمي دوایرو کې دحجاب اغوستل منع کړل دترکیه دپرمختګ لپاره یې لویدیځ رنګه دیموکراسې داساس په توګه وټاکله
ددغې  لادینه تګلارې د ملاتړ په موخه تراوسه  دترکېا پوځ د۳۷ کالو په ترڅ ۴ ځله دترکې په سیاسې نقشه کې دحکومتونو پر وړاندې انقلابونه ترسره کړي
په سیاست کې دپوځ لومړۍ مداخله په ۱۹۶۰ز کې  ترسره شوه چې په ترڅ کې یې حاکم دیموکرات ګوند له واکه لرې او دوخت لومړی وزیرعدنان مندریس  چې اسلامي تمایلات یې درلودل  دپوځ له خوا اعدام شو.
دویم ځل  په کال ۱۹۷۱ز کې  لومړی وزیر سلیمان دییمیرل  په جبري توګه له واکه لرې شو
دریم انقلاب په کال ۱۹۸۰ز کې او څلورم هغه یې  د۱۹۹۷ ز په جون کې دوخت دلومړي وزیر نجم الدین اربکان پروړاندې ترسره شو چې په ترڅ یې نوموړی په همدې پلمه له واکه ګوښه شو چې اسلامي تمایلات یې درلودل ، دپوځ له  خوا دنوموړي ګوند (رفاه ګوند ) فعالیتونه هم بندشول همدا رنګه دفضیلت ګوند چې وروسته داربکان له خوا جوړ شو په دې پلمه ناقانونه اعلان شو چې دسکولر ترکیا چې داتاتورک له خوا یې بنسټ ایښودل شوی درناوی نه کوي
اوسنۍ دحجاب ستونزه له هغه څه ډیر توپیر نه لري چې دتیرو اسلامي  ریښو درلودونکو ګوندونو سره په تیر کې ترسره شوي ، سکولر ګوندونه دغه ستونزې ته دسکولر ترکې پرواړندې داسلامي اصولو دملاتړ  په سترګه ګوري  ، په ترکیا کې دحجاب ستونزه په عملي توګه په ۱۹۲۵ز کې رامنځ ته شوه داساسي قانون په لسمه ماده کې درسمي دوایرو لپاره ځانګړی لباس په نښه شو . تر ۱۹۸۹ز پورې په پوهنتونو کې انجونې اړ نه وې چې حجاب لرې کړي خو دهمدې کال په مارچ کې دترکېه  سترې محمکې پریکړه وکړه چې انجونې باید پوهنتونونو ته دتګ پرمهال حجاب وا نه چوي .
په ۱۹۹۵ ز کې کله چې سخت دریځه سکولر کمال غوروز دلوړو زده کړو دکمسیون مشرۍ ته ورسیده پرهغه محصیلینو چې اسلامي تمایلات یې درلودل قیودات نور هم سخت کړل نوموړي پر هغه څه بندیز ولګاوه چې داسلامي اساساتو ښکارندویې کوله هغه هر هغه میرمن چې حجاب به یې اغوستو اویا به یې ددې غوښتنه کوله له زده کړو به یې محروموله
داهر څه ددې څرګندوي کوي چې دوی له دې ډیر په ویره کې وه چې اسلامي فکره به  یو ځل بیا په پوهنتونو کې پرمحصلینو اغیز وکړي په ځانګړې توګه هغه مهال داویره لاپسې غښتتلې شوه  کله چې درفاه اسلامي ګوند رامنځ  ته شو .
په کال ۱۹۹۸ز کې په یو نادر حرکت چې دغوره میرمنو له ډلې څخه داوسني ولسمشر عبدالله ګل میرمن دحجاب په اړه خپله قضایې  دعوا په اروپا کې دبشري حقوقو محکمې ته وړاندې کړه چې  دترکې له حکومت یې شکایت کاوه چې دانقرې دپوهنتون  دابیاتو په پوهنځي دحجاب په پلمه له زدکړو منعه کیږي نوموړې دغه کړنو ته دسکولریت دجوهر سره دمخالفت اوظلم نوم ورکړ ځکه دسکولریت دنظریې له پلوه هر انسان ازاد دی چې خپله عقیده او کلتور ته ژمن ووسي
مګر حالت له تغیر پرته  پر مخ تللو تر دې په ۲۰۰۷ز کې په ترکیا کې دولسمشرۍ  ټولټاکنې ترسره شوې  عبدالله ګل دترکې ولسمشر شو ، دترکیا پارلمان  دفیبروري پر ۹ / ۲۰۰۸ ز کې په غوڅ اکثریت ۵۵۰ رایو څخه پر ۴۰۴ مثبوتو رایو هغه قانون تعدیلول منظور کړل چې له مخې ښځې په پوهنتونو کې  دحجاب له اغوستلو منع شوې وې ولسمشر عبدالله ګل هم دهمدې میاشتې پر ۲۲ نوموړی قانون ومانه .
مګر دفیبرورۍ پر ۲۷ نیټه دخلکو جمهوري مخالف ګوند یو ځل بیا دغه پریکړه په محکمه کې چیلنج کړه ، چې دجون پر۵/ ۲۰۰۸ یوځل بیا دپارلمان  داپریکړه له محکمې له خوا ماته شوه >
خو څارونکي وایې چې دعبدالله ګل میرمن چې په حجاب کې دجمهوري ریاست ترقصره او دلومړي وزیر اردوغان میرمن دحکومت ترقصره ورسیده داد سکولر کړیو لپاره ترهغه څه ډیره درنه تمامیږي چې دوی یې په پوهنتونو کې دمحصلینو دحجاب په اړه ترسره کوي . دوي داویره  لري چې دابه داتاتورک داساساتو په تدریجي توګه له منځه وړلو پیلا مه وي .
 انشاء الله