په افغا نستا ن کې د قا نون د واکمنی د ټينگيدو لپا ره د افغان کراديچا نو محا کمه اړينه ده
ټولې هغه ټولنې چې له نا ورینونواو ديکتا توری نظا مو نو ولسو اکی ته ور داخل شي د خپلو راتلو نکیو
لپا ره د بیا رغا ونې ،سیاسي نظام او اقتصا دی پر مختگ تر څنگ د نا ورین د وخت له جنگي مجر ما نو سره د معا ملې لپا ر ه تگلارې هم جوړوي.له نا ورین او دیکتا تو ري نظا مو نو له ورکیدو وروسته نوي حکو مت ومتونه دتير وخت له جنگي مجر ما نو سره د چلند کو لو لپار ه د عد الت کو مه پر وسه عملی کيږي د ا نتقا لي عدا لت د پروسې په نو م يا دیږي.
د انتقالي عد الت په پروسه کې رښتيا موندل، د قر بانیا نو او د هغوي له کو رنيو بخښنه غو ښتل، مجر ما ن له دندو گوښه کول، د قربانيا نو په نو مونو څلي جو ړول اود هغوی ورځې لمانځل،قربانیانو ته دهغوی دغصب شويو ما لونواوحقونوپه بدل کې مالي عوض ورکول اومجرمان محا کمه کو ل شا مل دي.د انتقالی عدالت دغه مرحلی دجرم ډول ته په کتلو سره پلي کيږي، که جرم وړوکی وي کيدای شي د بخښنې په غو ښتلو اويا د قربانيا نو کو رنيو ته په عو ض ورکولو ستو نزه حل شي خو که جرم غټ وي بیا مجرم محا کمه کيږي.مجر ما ن له دندو گوښه کول د انتقا لي عدا لت تر ټو لو اسا نه مرحله گڼل کيږي.د قربانيا نو په نو مو نو څلي جو ړول او يا د هغوی ورځې لمانځل قر با نيانو ته په ما نوي ارزښت قايليد ل دي.
جنگځپلي هيو ادونه ډير وختونه د سياسي خنډونواويا هم د اقتصادي تنگسیا له امله خپل جنگی مجرما ن نشی محا کمه کولای.پدغه ډول شرايطو کې هيوا دونه له نړيوالې ټولنې دخپلو جنگي مجر ما نو د محا کمه کولو لپا ره دنړيو الې جنگي محکمې د جو ړونې غوښتنه کوي.د جنگي مجر مانولپا ره د محکمې دجو ړولو لپاره تر بل هر څه د دوه اسا سي شر طونو موجوديت اړين دی.لومړی شر ط دهیو اد په داخل کې د مجر ما نو د محا کمې لپا ره دسيا سې ارادې موجودیت او پدغه اړه د نړيو الې ټولنې دلچسپی ده. دارفور لپار ه جو ړه شوی محکمه ددغه محکمې يو ه بیلگه ده.
ددغه محکمې یوه بيله بيلگه د پخوانی يوگوسلا ويا لپا ره د جوړه شوې ځا نگړې محکمه
International Criminal Tribunal for the Former Yogosulavia
ده.دا محکمه لودیځې نړی په فشا رپه نويمه لسيزه کې د بوسنيا کې د مسلما نا نو د عا م وژنې په تو ر د صربي مشر انو د محا کمې لپا ره د نړيو الې ټو لنې لخو ا جو ړه شوی وه.د محکمې د پريکړې پر اساس د صر با نو يو مشر ميلا سوویچ په ٢٠٠٠ کال کې و نيول شوچې وروسته يې دمحاکمې پر مها ل په زندا ان کې سا ه ورکړه.محکمې د صر با نو د دوه نو رو مشر انو ردوان کراديچ او د هغه د پوځي قو ما ندان ردکو میلادیچ د نيو لو پريکړه هم کړې وه.دواړه صربې مشرا ن له هماغې ورځې راهيسې د تعقيب لا ندې وو.
ردوان کراديچ چې د ٧٥٠٠ او ٨٠٠٠ تر مينځ مسلما نا نو په ټولوژنه تورن دي، همدا څو ورځې وړاندې د صربستا ن د حکو مت لخوا ونيول او نړيوالې ټو لنې ته په هگ کې د محا کمې لپاروسپا رل شو.ر اد کو ميلاديچ لا تر اوسه هم پټ دی ، که ونيول شي شاید د کراديچ له برخليلک سره مخ شي..د پخو انی یوگو سلاویا لپاره جوړه شوې جنگې محکمه ځکه تر يوه بريده کا میا به دهچې له یوې خوا لویديځه نړی ددغه محکمې تر شا ولاړه ده او له بلې خواپخپله صر بان د اروپايي ټولنې د غړيتو ب د تر لاسه کو لو لپا ره اړ وو چې له مڅکمې سره مر سته وکړي.متا سفانه په هيواد کې که له يوې خوا نړيواله ټو لنه د جنگي مجر ما نو په محا کمه کو لو کې کو مه ځا نگړې علا قه نلري له بلې خو ا په افغا نستا ن کې پدغه اړه سيا سې اراده هم شتون نلري.د بو ن په لوظنا مه کې پدغه اړه يو اځې دو مر ه ویل شوي چې نوی حکو مت به د بشر د حقو نو د تير یو په اړه پلټنې کوي. خو پدې اړه د کو م ځا نگړي ار گا ن او تگلارې يا دو نه نده شوې.د ملگرو ملتو نو ادارې او د بشر د څقو نو نړيو الو ادارو تر دې دمه يواځې د راپو رونو پر خپرولو تکیه کړې او بس.د بشر د حقو نو د څا ر نیو یا ر ک ميشته ادارې په را پو رونوکې د ډیرو هغه اشخا صو نومونه د جنگي مجرما نو په تو گه يا دشوي چې د کا بل په اوسنی اداره کې پر لو ړو پوستونو کا ر کوي او يا هم د پا رلما ن غړیتو ب لري.
په ٢٠٠٥ کا ل کې د بشر د حقو نو د څا ر همدې ادارې له ولسمشرکرزي نه د هغه د دويم مرستيا ل کر يم خليلي او د جنرال دوستم له د ندو نه د گوښه کولو غوښتنه کړی وه.اگر چې ولسمشر کرزي په همدغه کا ل کې دانتقا لي عدا لت د پر وژې اوتر٢٠٠٩ کا ل پورې د بشر د حقو نو دحا لاتو دپر مختگ لپاره د يو جا مع پلان دپلي کو لو ژ منه کړې، خو لا تر اوسه يي کوم عملي اقدا م ندی کړی.د افغا نستا ن د بشر د حقو نو خپلو اک کميسون چې د انتقا لي عدا لت يوه څا نگه لري هم پدې اړه کوم جدي اقدا م ندی کړی.دوي يواځې او يو اځې په مرکز او ولايا تو کې پر روزنيزوورکشا پو نو بسنه کړې .
له بل خوا ځينې اشخا ص د بشر د حقو نو پر خپلو اک کمیسون هم نيوکې کوي او وايي چې د کميسون چا رواکي د خپلو پخو انیو او اوسنيو سيا سي تړا ونوپر بنسټ د يو شمير نو رو اشا خصو پر خلا ف دسيسې جوړوي.دوی په ځا نگړي ډول د کميسون پر مشرې اغلې سیما سمر تو ر لگوي چې بېطر فه نده.
که له يوې خوا په افغا نستا ن کې د جنگي مجر کما نو د محا کمې په اړه سیاسي اراده شتو ن نلري او نړيو اله ټو لنه هم دمگړی په دغه اړه کو مه دلچسپي نلری ، له بل اړ خه د افغا نا نو بد بختی دا ده چې کرا دیچا ن يي هم له صر بي کراديچه يو اولیشت پو رته دي.صربي کرا ديچ د مسلما نا نو له وژلو وروسته سیا ست ته شا کړه او خپلې پخوانی دندې ته يي مخه کړه.په يو کلینيک کې په بدل نوم د ډاکټر په تو گه يي دنده پيل کړه او خپلې دندې ته ېې تر هغې دوام ورکړ چې څو ورځې دمخه د صر بيا د امنيتي ځو اکو نو لخوا ونيول او نړيو الو ته د محا کمې لپا ره حو اله شو.افغا ني صر با ن لا تر اوسه د اولس پر څټو نو سپا ره دي اوخدايزده چې تر څو به د ملت په سرو او سپينو کې لوبې کوي.
کله چې دوی د جنگي جر مو نو په هکله غږيږي، ددې پر ځای چې پخپلو جر مو نو منکر شي، ډیر ه په څیرو ستر گو د خپلې دفا ع لپا ره وايي چې جها د يي کړی .یانې جها د يي کړی نو ځکه ددې جواز يي در لود چې پر خپل ولس را کټو نه وواروي.داسې څو ک نشته چې دوی ته ووايي چې جهاد عا م اولس کړی ددوْی يي کوچ خو ړلی. دويم داچې کله اولس ددوی د محا کمې غوښتنه کوي،خلک ددوي که په خطا کې د شورويا نو طر ف ته کوم ډز کړی وی دهغې په بد ل کې محا کمه کول نه غواړي،بلکې اولس د هغو ړا ندو ميزايلو حسا ب کتا ب غواړی چې ددوی پرې وارولي.دريم داچې جهاد يو ه سپيڅلې فریضه ده او هرگز چا ته ددې جواز نه ورکوي چې له جها د وروسته بيا پر خپلو میزا يل وواروي او کورونه يي و ران کړي.
دوی پخپلو کړنو دومره ډاډه دي چې په هغه لومړی ورځ په بون کې چې د نوي حکومت د جو ړولو لپار ه جرگه شو، ددوی هڅه دا وه چې په لوظنا مه کې د ځا ن لپا ره دبخښنې یو ما ده ور ځای کړي.دغه هڅه يي يوڅه نا کام شوه ، وروسته يي بیا د پا رلما ن له لارې ځا ن ته د بخښنې يو نيمگړی قا نو ن پا س کړو. مجر م هم پخپله قاضي پخپله او!!!
په افغا نستا ن کې د بشر پر حقو نود تېري تا ریخ دومره اوږد او زړه بو گنو نکی دي چې د نړی په کچه سا ری نلري.دثور له کو دتا پيل او لا تر اوسه هم جر يا ن لري.د خلکو پر حقو نو دومره پرا خه تيري شوي چې د انتقا لي عدا لت له هغه انتها يا نې د مجرما نو له محا کمې بايد پيل وشي.دو مره ظلمو نه شوي چې د قر با نيا نو او دهغوی له کور نيو د بخښنې غو ښتلو او يا د هغوی په نو مو نو د څليو د جو ړو لو او د هغوی دورځو د لما نځلوشاي ډيرې کمې موقعې پبداشي.
د يوې متمدنې ټولنې په توگه افغا نستا ن نشي کولای چې تير وخت ته شا کړي.د يو مصون را تلونکی او قر بانیا نو او د هغوي قر با نيو ته د ارزښت د قايليدو لپار ه اړينه ده چې انتقالي عدالت څو مره زر چې کيداي شی پلي شي.په افغا نستان کې د انتقالی عدالت پلي کېد ل لاندې پايلې له ځان سره درلودی شي.
-د انتقالي عدالت پلي کېدل په را تلونکي کې د اولس د بشري حقو نو د خو نديتوب تضمين کوي.که مجر ما ن محا کمه شي، پخپله مجر مان او نور خلک به په را تلونکي کې د جر مو نو کو لو جرا ت نکوي.زموږ دين په همدغه ټکي ټينگار کوي.قرا ن وايي:
ولکم في القصاص حيو ة. يانې که مسلما نا ن په ټو لنه کې له سولې ډک ژو ند غواړي، د ټو لنې مجر ما ن با يد محا کمه کړي.د دغه قراني ايت نه ښکا ري چې د مجر ما نو محا کمه په ټو لنه کې د خوندي ژوند تضمين کوي.انسا ني تجر به هم ښيي چې په کو مو ټو لنو کې چې مجر ما ن محا کمه کيږي، هلته خلک خوندي ژو ندتيروي .د لاطينې امر يکا په هغو هیوا دونوکې چې جنگي مجرمان محا کمه شوي، هلته د بشر د حقو نو د بهتری گرا ف په پورته تللی.چير ته چې ډير مجر مان محاکمه شوي هلته دغه گراف په هماغه اندازه پورته تللی او چيرته چې د بشر د حقو نوکم مجر ما ن کم محا کمه شوي، هلته دغه گرا ف په هما غه اندازه کم پورته تللی.د لاطينې امريکا د څوار لس هيوا دونو تجا رب په ډا گه کوي چې د ځينو خلکو دا انديښنې چې د جنگسالارانو محا کمې به د نا ورینځپلوټو لنو حالات لاپسې خراب کړي بیځایه دي.
-د انتقالي عدا لت د پروسې په پيا ده کو لوسره به په هيواد کې قا نونمندي را مينځ ته شي.که جنگي مجر مان محاکمه شي، بيا به څو ک د کرزي د دفتر په ٢٠٠ متری کې د خپل سياسی مخا لف په کور په رڼا ورځ د ير غل د هغه او د د کورنی دبيگنا ه کوچنيا نو د بر مته کو لو جرا ت به نکوي.په زوراورو د قا نو ن تطبيق نورور زوراورو او ټو ل او لس ته يو ډول خبر داری دی چې که څو ک سر غړو نه کوي، د پوښتنې ځای شته .او د غو ږو نو تا واولو به نه خلاصيږي.
دريمه ښيگڼه يي د بيا رغا ونې د چا رو چټکېد ل دي.دوي د خپلو وا کمني لاندې منا طقو کې اوس هم د منطق پر ځای د ټو پک په خو له خبرې کوي. که د بیا رغا ونې په پرو ژو کې ورته قلنگ ور نکړل شي، په وړاندې يي ډول ډول خنډو نه را ولاړوي. او په ځينو سيمو کې خو هم دا دوی دي چې دنا دولتي موسسو پر موټرو بريدونه کوي او کا رکونکي يي ورته وژنې.
د انتقالي عدا لت د پلي کېدو بله ښيگڼه دا ده چې پدغه کا رسره به په هيوادکې د میشتو بيلا بيلو تو کمونو تر مینځ وا ټن را کم شي.اوس هر جنگسالار د خپل ځا ن د بقا لپا ره ځا ن د خپل اړو نده تو کم د حقو نو مدا فع ښيي او د زر او زور له لارې پر خپلو خلکو مشری کوي.د ا پداسې حال کې ده چې له هر جنگسالار نه يي پخپله خپل تو کم تر پوزې رارسیدلی،خو د مجبورې ورځې يي تر شا ولاړدي.که نو موړي جنگسالار د بل تو کم پر خلا ف کوم زور زياتی کړی وي. دغه ظلمو نو د جنگسالار ټو ل تو کم ته منسوبيږي او ټو ل تو کم گرم گڼي.که جنگسالار محا کمه شي، نور تو کمونه به داسې فکر وکړي چې ددوی پر خلا ف د تيروظلمونو مسوول ټو ل توکم نه بلکې يواځې دغه جنگسالار دی. د جنيوا د ١٩۴٩د بشر د حقو نو کنو انسیو ن پر ټو لو دولتو نو غږ کوي چې جنگي مجر مان بايد د محا کمې لپا ره د قا نون منگو لو ته وسپا ري.افغا نستا ن د نړیوالې ټو لنې د يو غړي او د بشر د حقو نو د کنو انسيونو د لاسليک کونکی په توگه اړ دی چې دغه کنو انسيونو نه په عمل کې پیا ده کړي.با وري يم چې د کرا دیچ له نيو لو په خبريدو به زمو ږ دوی هم يوبل ته زنگو نه وهلي وي ځکه دوی پوهيږي چې د پا ر لما ن د بخښنې قا نو ن دوی له محا کمې نشي ژغو رلی. د نړيو الو قوا نينو له مخې د پا رلما ن او حکو متونو له اړخه جنگي مجر ما نو ته دغه ډول بخښنې د منلو وړندي.